لیکوال: "ابوعائشه"
په عمومي توګه اکثره منحرفه او ګمراه ډلو خپل باور او عقیده د منسوخو شريعتونو او پخوانیو باطلو ډلو څخه اخیستې او تر ډېره حده یې خپله لاره په هغه سره سمه کړې ده. له همدې امله د دوی ډېری عقیدې د اسلام له قوانينو او احکامو سره په ټکر کې دي. جهميه فرقه هم یوه له هغه ډلو څخه ده. اسلامي علما او پوهان په دې باور دي چې جهميه فرقې هم خپل ډېری عقیدې له یهوديانو، مسیحیانو او مشرکانو څخه اخیستي دي.
په دې اړه چې جهم بن صفوان واقعاً عالم و او که نه، د علماوو او ليکوالانو نظرونه توپير لري. ځينې وايي، چې بېلابېلو ښارونو ته د ده سفرونه او د وخت له علماوو سره لېدنې او د قرآن او اسلامي عقايدو په فهم کې يې د فکر په کار اچولو سره، ځينو نظرياتو ته ورسېدی، هغه يې تشريح او پراخه کړل او يو ستر حرکت يې پيل کړ. خو د علماوو يوه بله ډله چې د هغو له جملې څخه شيوخ او سلف صالحين دي وايي، چې جهم بن صفوان د اسلام په لومړيو وختونو کې ژوند کاوه؛ هغه مهال چې ډېر تابعين او پوهانو شتون درلود او علم ډېر وو؛ خو جهم په کُلي توګه يې له علم څخه مخ واړاوه او فلسفه او کلام يې په کتاب الله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر سنتو ترجيح ورکړ.
مقاتل بن سلیمان رحمه الله وایي: «په خدای قسم، جهم بن صفوان هیڅکله د خدای کور ته د حج لپاره نه دی راغلی او نه یې له علماوو سره ملګرتیا کړې ده. هغه یو داسې شخص و چې د خدای پاک لخوا غوړه ژبه ورکړل شوې وه. [یعنی په خپل تېزې ژبې او فصیح الفاظو سره يې خلک غولول او خپل باطل دین ته يې دعوتول.]
Previous Articleمعتزله (يوه اويايمه برخه)
Next Article معتزله (دوه اويايمه برخه)