لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شپږڅلوېښتمه برخه)
دردوونکی لیک
علامه ندوي په خپل یوه دردوونکي لیک کې خپل ګران او نږدې ملګري مولانا مسعود عالم ندوي ته چې په عراق کې و، د اسلامي امت لپاره د خپل زړه زخمونه او پرهرونه انځوروي او داسې یو لیک لیکي چې د دردمندۍ او خواخوږۍ په تارونو باندې ګنډل شوی. هغه لیکي: د زړونو په ډاګونو کې د دین د دانې د کښت لپاره له هېڅ ډول هڅو او هلو ځلو څخه ډډه مه کوئ. حجت بشپړ کړئ. شپه او ورځ یوه کړئ، زړه ته سوز او درد او بدن ته بې تابي ورکړئ، د ځیګر او سترګو وینې توی کړئ، هغه ډول چې دجله او فرات د خپلو اوبو په کموالي ویر کوي. د هر چا ګرېوان ونیسئ او ورته ووایئ: اې د عربو دښتې لالهانده هوسۍ! اې د نړۍ برم او عزته! ای د ابراهیم او محمد صلی الله علیه وسلم هیلي او ارمانه! تاسو چیرته ورک یاست ؟ آیا دا د سیدنا عمر رضی الله عنه د نیمې شپې د دعا او د سهار د اوښکو پایله ده، د مثنی بن حارثه د شهادت وینه، د ابو عبید ثقفي د هډوکو ماتول او تر پښو لاندې کول، د سعد بن ابي وقاص بېرغ نیونه، د علي بن ابوطالب د وینا ستره اغېزه او د اوښکو او زړه وینې تویول، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زړه ټوټې تنده او د شهيدانو عزت او کرامت، د ابوحنيفه فکري څېړنه، د احمد ابن حنبل د عشق د جرم سزا، د ابن جوزي د سنت ملاتړ او د عبدالقادر جيلاني درد یوازی همدغه دې چې ته د ګمراهۍ د مشرانو د لارې لاروی او دوړې اوسې؟ په دې عراقي هدیره کې، یو بل مخ انځور شوی دې، د قیامت جذبه را ژوندۍ کړئ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه د احادیثو په ټولګه کې راغلي دي چې کله کله به د لمانځه په وخت کې له هغه څخه د ایشیدلي دیګي په څير اواز اورېدل کېده. او په دې زمانه کې هم خداى جل جلاله د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د امت يو غړي ته په دننه کې د دې تاوده سمندر او غړمبېدونکي سېلاب برخې وركړې دي. لکه څنګه چې هغه د امت په غمرازۍ او خواخوږي کې د رسول الله صلی الله په قدم باندې پل ایښی و.
بلال عبدالحی حسني ندوي لیکي: د مولانا له مهمو ځانګړنو څخه یوه د امت درد او فکر، زړه سوی او اوښکې تویول و چې له مخکنیو مشرانو څخه په میراث پاتې و، بیا د حضرت مولانا محمد الیاس په ملګرتیا سره نور هم زیات شو، د مولانا رحمه الله ټول ژوند د همدغه درد او فکر انځور و. د اسلامي نړۍ له حالاتو او د اسلام د دښمنانو له پلانونو په خبرېدو سره يې طبيعت او مزاج بدل او اندېښمن شو او شپه او ورځ به يې په دې فکر کې تېروله چې څنګه د امت د اصلاح دنده ترسره کړي، تر څو سمدستي بدلون راشي. د دې چارې لپاره به یې تدبیر نیوه، هڅه یې کوله او په خپلو ویناوو او لیکنو سره به یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې. همدارنګه د شپې په زړه کې به یې خپل رب ته تضرع او دعاګانې کولې. په داسې وخت کې چې د اسلام دښمنان په هر ځای کې د اسلامي امت د ټولو طبقو په شمول د ځوانانو او بوډاګانو، نارینه وو، ښځو، ځوانانو او بوډاګانو لپاره د خپلو شیطاني او فاسدو تبلیغاتو په پیلولو سره په پرله پسې ډول پلانونه او هر اړخیز فعالیتونه کوي، د اسلام د علماوو او د محمدي امت د پوهانو بې فکره کښېنستل او یوازې د دې وحشتناکو او زړه بوږنوونکو پېښو د شاهد په توګه پاتې کېدل او لاس تر زنې نیول له اسلام او دین سره ستر خیانت او جنایت دې. او بې له شکه که دا حالت همداسې دوام وکړي نو ژر تر ژره به اسلامي نړۍ د ذلت کندې ته را ټېل وهل شي.
د اوسني عصر په دې نازکه دوره کې د حضرت علامه ندوي (رح) ارزښتمنې، احیا کوونکې او ویښوونکې لاسته راوړنې بې له شکه ډېرې د قدر وړ او د ستاينې وړ دي او د اسلامي نړۍ دردېدلې او ناکراره ټولنه اوس هم د عمر فاروق رضی الله عنه په څېر د هغو کسانو په تمه ده چې د مسؤليت د احساس او خواخوږۍ درس را ژوندی کړی او یا لکه حضرت عمر بن عبدالعزیز د اسلامي احکامو د احیا او د نبوي سنتو د ژوندي کولو لپاره ګام پورته کړي او یا د حسن بصري په څیر د ویدې او غافلې ټولنې د ویښولو په لاره کې د مسلمانانو له غوږونو څخه د جهالت پرده د دردناکو الفاظو په ويلو سره ليرې کړي.
هو! نن سبا اسلامي ټولنه داسې کسانو ته اړتیا لري چې اوبه یې خپلې ویالې ته بېرته راوګرځوي او لار ورکي انسانان د اسلام او ایمان حقې لارې ته راوبلي او لکه د اسلام مفکر حضرت علامه سید ابوالحسن علي ندوي په شان په بې تابۍ او بې قرارۍ سره د ټولنې دردونه احساس کړي او د هغو د رغولو او درملنې لپاره هلې ځلې وکړي. دا هغه حقیقت دی چې انسان یې د انسانیت سره په اشنا کولو سره هغه ته معنی ور بښي او دا هغه لاره ده چې خدای تعالی به یې د لارښوونې او ملاتړ لوړو پوړونو ته ورسوي.
ادامه لري…