لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"
دیني پلورالیزم «کثرتپالنه» (پنځمه او وروستۍ برخه)
دیني پلورالیزم، چې د دیني کثرت پالنې په نوم هم یادیږي، په دې باور ده چې ټول موجود دینونه او مذهبونه د دوی پیروانو ته د اعتبار او باور وړ دي او هر څوک د خپل دین او مذهب په عمل کولو کې آزاد دي. دا لیدلوری په دې باور دي چې دا ټول دینونه او مذهبونه کولی شي انسانان وژغوري او د فلاح او خلاصون لارې ته یې راوبلي او هیڅ ګمراه کس نشته چې جنت ته داخل نشي. خو ځینو منتقدینو د علامه عبدالله احمدیان په ګډون په خپل کتاب “نوي کلام” کې دا نظر ننګولی دی. دوی استدلال کوي چې مذهبي کثرت پالنه کولی شي هغه خلک وغولوي او جذب کړي چې د اسلام له لارښوونو او نړیوالتوب سره بلد نه وي.
دغه منتقدین وايي چې په اسلامي نړۍ کې ځینو کسانو د شهرت په لټه کې او د دین د اصلي مفهوم له درک او پوهېدو پرته، د دې مکتب په تبلیغ او پیروۍ یې لاس پورې کړی. هغه خلک چې د خپل دین او دودونو د ارزښت ورکولو لپاره په ځان باور نه لري، په ظاهره روڼ اندې او نوې کثرت پالنې ته مخه کړې.
په پایله کې د محمد ارکون، فضل الرحمن، نصر حامد ابو زید، عبدالکریم سروش او نورو په څېر کسانو دغه افکار د اسلامي امت په منځ کې خپاره کړل او د اسلامي امت په افکارو کې یې د زهرو په څېر داخل کړل.
د منتقدینو په اند، د دیني کثرت پالنې اړتیا او مستلزم دا ده چې خلک د پیغمبرانو او آسماني کتابونو له لیږلو څخه انکار وکړي، یا لږ تر لږه په دې باور وي چې د پیغمبرانو رالېږل او خلکو ته د هغوی زېري او خبرداری د حکمت خلاف دی. دا استدلال د دې حقیقت پر بنسټ دی چې که ټول موجود دینونه او فکرونه ریښتیا او حق وي، نو د پیغمبرانو په واسطه راوړل شوې وحی، آسماني پیغامونو، زېري ورکولو او وېرولو ته اړتیا نشته.
له همدې امله دې چې د “عبدالکریم سروش” په څیر یو څوک چې د دیني کثرت پالنې له سختو مبلغینو څخه دی، د خپل مکتب د تایید او تصدیق لپاره نور هم وړاندې تللی او وایي: “قرآن وحی یا الهي کلام نه دی؛ بلکې دا د محمد صلی الله علیه وسلم په څېر د شاعر ډوله افکارو محصول او زېږنده ده.” او د دې افکارو د لا تایید او تشرېح لپاره یې د “د پیغمبرۍ د تجربو پراختیا” او “محمد د پیغمبرۍ د خوب روایت کوونکی” تر سرلیک لاندې مقالې او کتابونه لیکلي دي. هغه د خپل کتاب (د نبوي تجربو پراختیا) په یوه برخه کې وايي:«دا چې وحی یوه دیني تجربه ده او دیني تجربه نورو خلکو ته هم پیښیږي، نو د نورو خلکو دیني تجربې هم د دین په بډاینه کې رول لوبولی شي او د وخت په تیریدو سره دین پراخیږي او وسعت مومي؛ له همدې امله د عارفانو ديني تجربې د پيغمبر(ص) د ديني تجربو بشپړوونکې او پراخوونکې دې او په نتيجه کې یې د خداى دين لا پخوالي او بشپړتیا ته رسېږي. دا پراخوالی په دیني علم کې نه، بلکې په دین او شریعت کې صورت مومي.»
هغه په خپله مقاله “محمد د نبوي خوبونو روایت کوونکی ” کې ادعا کوي چې: “قرآن د خدای کلام نه دې او د خدای له خوا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هیڅ خطاب نه دی شوی، بلکې قرآن د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دننه څخه او د هغه د عارفانه سلوک او حال او احوالو څخه لکه د شاعرانو د شعر په شان سرچینه اخیستې. سروش په دې مقاله کې وايي: “محمد صلی الله علیه وسلم روایت کوونکی نه دې، یعنې مخاطب او مخبر نه دې. داسې نه ده د اوازونو مخاطب ګرځېدلی وي او په باطني غوږونو کې یې خبرې اورولې وي او د هغو په رسولو او ابلاغ یې امر کړی وي؛ بلکې محمد صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د تجربو روایت کوونکی او د هغو منظرو ليدونکى دى چې په خپله یې ليدلي دي او د راوي او کتونکي تر منځ لوی توپیر دې. هغه ته یې نه دي ویلي چې لاړ شه او خلکو ته ووایه چې خدای یو دی، بلکې هغه خدای د هغه د وحدت په صفت لیدلی او تجربه کړی او موږ ته یې د دې مشاهدې کیسه په خپله ژبه بیان کړې. هغه ته یې و نه ویل چې لاړ شه او خلکو ته ووایه چې خدای، پرښتې او پوهان د خدای په وحدانیت شاهدي ورکوي، بلکې هغه پخپله د خدای، پرښتو او عالمانو شاهدي لیدلې او اوریدلې، او اوس یې روایت کوي. هغه ته نه دي ویل شوي چې لاړ شه او خلکو ته ووایه چې قیامت دی او جنت دی، دوزخ دی، باغ دی، د مخلوقاتو حشر او د کتابونو نشر دې، بلکې هغه پخپله د دې صحنې لیدونکی او اورېدنکی و. هغه جنتیان د شرابو پیالو په اړولو او د دوزخیان یې د سوځېدلو پوستکو په بدلولو لیدلي. هغه ته یې خبر نده ورکړی چې هر څه د خدای تسبیح وایي، بلکې هغه پخپله د دوی د تسبیح شاهد او اوریدونکی و. دا تصور چې یوې پرښتې د محمد صلی الله علیه وسلم په زړه باندې ایاتونه نازل کول، لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلي:«قل من کان عدوا لجبریل فانه نزله علی قلبک بأذن الله مصدقا لما بین یدیه و هدی و بشری للمؤمنین»؛ او رسول الله صلی الله علیه وسلم نورو ته روایت کړی، باید په دې نظر بدل شي چې محمد صلی الله علیه وسلم یوازینی رپوټ ورکوونکی و چې د پیښو شاهد و او هغه یې روایت کول. د دې پر ځای چې په قرآن کریم کې الله ویونکی او محمد صلی الله علیه وسلم اوریدونکی وي، اوس دا تصور وړاندې کېږي چې محمد صلی الله علیه وسلم لیدونکی او روایت کوونکی دې. دلته نور خطاب، مخاطب، اخبار، خبر ورکوونکی، متکلم او کلام نشته؛ بلکې هر څه د څارنې او روایت په ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. هغه لړۍ نه ده چې مخکې یې تمه کیده، مګر دا لړۍ چې اوس څرګندیږي! او البته، هر څه د خدای په اراده او د خدای په اجازه سره دي.» سبحانالله العظیم، دې کس د دين له څرګندو اصولو او ضرورياتو څخه په انکار کې څومره جرئت لري!
حالات داسې يوې مرحلې ته رسېدلي چې د دیني کثرت پالنې د منحرف او کفري خوځښت ځينې پيروان چې نن د اسلامي ټولنې په منځ کې ژوند کوي او د اسلام دعوه کوي، په ښکاره وايي چې د نن ورځې انسانان د تکامل او فکري بلوغ هغه پړاو ته رسېدلي چې نور دین، وحیې او اسماني کتاب ته اړتیا نلري. دوی باور لري چې انسانان کولی شي خپلې پریکړې پخپله وکړي او د خپل ژوند تګلاره وټاکي.
کثرت پالنه د تنوع او ګڼوالي د منلو په توګه تعبیر کیدی شي، چې دا تنوع کېدای شي د دین دننه وي (د مسلمانانو ترمنځ او د مختلفو اسلامي فرقو ترمنځ تعامل) یا له دین څخه بهر وي. په دین کې دننه د نورو منل په دې معنا ده چې د اسلام په دین کې مختلفې اسلامي ډلې د یو بل په وړاندې زغم او تسامح و لري. له دغو ډلو څخه هر یو د قوت او ضعف ټکي لري او د توپیرونو سره سره باید له یو بل سره په ښه توګه تعامل وکړي؛ البته، دا ډلې باید یو بل ته دوکه ورنکړي او یوازې په صرفا په ظاهره له یو بل سره ښې اړیکې ولري. که دوی په یو بل کې تېروتنې او نیمګړتیاوې وویني، نو په نرمۍ سره دوی ته خبرداری ورکړي او تل دوی ته لارښوونه وکړي چې ښه کار وکړي او په ښو کارونو ورته امر وکړي او له بدیو څخه یې منع کړي.
زه له لوی څښتن تعالی څخه په عمل، قول او نیت کې د استقامت او صداقت غوښتنه کوم؛ ځکه چې د هغه له مرستې پرته هره هڅه بې ګټې او ناکامه ده.
درود او سلام دې وي زموږ پر سيدنا و شفیعنا محمد صلى الله عليه وسلم او د هغه په کورنۍ او صحابه کرامو.
و من الله توفیق.