څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوراک ته وګوري او فکر وکړي نو پوه به شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالف خوراکونه يې نه دي جمع کړي، لکه: شیدې او کب، شیدې او اچار، دوه ګرم خواړه، دوه خنک خواړه، دوه قابض يا دوه مسهل او…
او هغه ډېر ګرم خواړه او د شپې پاتې ښوروا چې بله ورځ یې ګرمه کړي، او هغه بد بوی لرونکي خواړه او مالګين او اچار لرونکې نه خوړل؛ ځکه چې دا ټول ډولونه مضر دي او د بدن د روغتیا او اعتدال څخه د وتلو لامل کیږي.
د انسان د بدن د روغتیا، هوساینې او نظافت لپاره الله تعالی یو لنډ او هر اړخیز حکم کړی دی: «كُلُوا وَاشْرَبُوا وَلا تُسْرِفوا» ژباړه: «وخورئ او وڅښئ او اسراف مه کوئ».
د بدن حجرې تل په میټابولیزم کې دي. کله چې ډیر تحلل وي، د بدن تودوخه ټیټیږي؛ ځکه چې د رطوبت کثرت د بدن تودوخه له منځه وړي او د بدهضمۍ سبب ګرځي او که همداسې دوام وکړي نو رطوبت او تودوخه به په یو وخت کې پای ته ورسیږي او د انسان هغه ژوند چې د هغه لپاره يې ټاکلی وي هغه به پای ته ورسیږي.
د پسخوړو په اړه نظافتي امر
هغه حیوانات چې ناپاک وي او لعاب يې ویروس لري، که چیرې د دوی ژبه او لعاب د یوه لوښي سره ونښليږي، دغه لوښی ناپاک دي. او په دې اړه اسلام ښايسته حکم کړی، او هغه دا دی چې لومړی بايد په خاورو او بيا په اوبو سره درې ځله ومینځل شي. ځکه چې د سپي ویروس د یوې مادې په واسطه له منځه ځي(ګوګرد) چې هغه په خاوره کې په پراخه کچه موندل کیږي.
د ساري ناروغیو مخنیوی
ناروغۍ له یو شخص څخه بل ته د لیږد ځواک لري؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د ساري ناروغیو په ځانګړې توګه د جذام په اړه فرمایلي دي: «فِر من المجذوم فرارك من الأسد.» ژباړه: «په جذام اخته کس څخه داسې وتښته لکه د زمري څخه چې تښتې.»
د ښځو لپاره د حفظ الصحې مشوره
د ښځو اکثره تناسلي ناروغۍ په لومړيو ساده ناروغيو کې د نه پاملرنې له امله رامنځ ته کېږي، د بېلګې په توګه: واژنيت (د مهبل درد) چې وروسته د عفونت او رحم او معدې ته د خپرېدو لامل کېږي.
لاندې عوامل د ښځینه تناسلي سیسټم په پاکولو کې اغېزمن دي:
1. پراخې جامې اغوستل؛
2. د هغه سیمې ویښتان لرې کول چې د میکروبونو د راټولیدو لامل کیږي؛ ځکه چې د حیض په جریان کې، ترشحات شاوخوا ویښتان ککړوي او میکروبونه راټولوي چې د میکروبونو د ودې او راټولولو لپاره خورا مناسب ځای دی.
د قضایحاجت په جریان کې، هم کېدای شي وېښتيان په غایطه موادو ککړ شي، چې هرچا ته څرګنده ده چې په هغه کې څومره میکروبونه شتون لري. ایا دا ټولې ناروغۍ نه دي؟ نو په ټولو خلکو باندې واجب ده چې د هر رفع حاجت نه وروسته (ادرار او قضایحاجت) ځای پاک کړي، او هغه څوک چې ککړ وي لمونځ نشي کولی او هغه ته د طهارت او اودس کولو امر شوی دی.
وګورئ چې د اسلام له نظره د دې سیمې د ویښتانو د ایستلو حکم د بشر شخصي حفظ الصحې ته څومره ستر خدمت دی. د طهارت کولو په وخت کې، ښځې باید لومړی د فرج ساحه پاکه کړي، بیا د مقعد ساحه؛ که نه نو، ککړ شوی لاس به د مهبل سره ونښلي.