یوه منحرفه او بده عقیده لرونکې ډله د جهميه ډله ده. د دې ډلې مشر جهم بن صفوان دی. دې فرقې په خپلو عقیدو کې د سلف صالحینو، صحابه کرامو او تابعينو له سمې لارې پرته بله لاره غوره کړه او ډېر مهم مسایل یې په خپل عقل، فهم او درک سره حل کړل. ډېرو علماوو د دې ډلې پر ضد کتابونه ليکلي او د هغوی د باطلو عقيدو ځوابونه يې ورکړي دي. په دې څېړنه کې غواړو د جهميه فرقې په پيدايښت، د بنسټ ایښودونکو ژوندلیک او د هغوی د عقایدو په اړه لنډ بحث وکړو. او د دې تر څنګ به د اهل سنت او جماعت مذهب د هغو په دلايلو سره بيان کړو.
بنسټيزې کلمې:جهم بن صفوان، باورونه، اهل سنت، تشبيه، جعد بن درهم
سريزه
وروسته له دې چې له مکې څخه د اسلام ځلانده لمر وځلېدی او د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم د دې امت د انحراف، کوږوالی او ګمراهۍ څخه د خلاصون لپاره را ولېږل شو. د اسلام د سپېڅلي دين د خپراوي لپاره خداى جل جلاله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دومره ډېر ځاننثاره او فدايي ملګري او ياران ور نصيب کړل، چې هغوى يې هر څه ته امر کاوه، بې له ځنډه يې د هغه اطاعت او فرمانبرداري کوله. رسول الله صلى الله عليه وسلم هم خپل مسئوليت په ښه ډول تر سره كړ او اصحابو ته يې ټول ضروري مسايل بيان كړل. صحابه کرامو او تابعينو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه درسونه زده کړل، او په غوره طریقه یې د هغه تابعيت وکړ او تر ممکنه حده یې نړۍ ته ورسوله. دا يو مسلّم حقيقت دی، چې ټولو حقيقتبينو مسلمانانو ته تثبيت دی، او هيڅوک په هغه کې شک نه لري. خو د وخت په تېرېدو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په زمانه کې د امت په منځ کې لوی فسادونه رامنځ ته شول چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو په کې هیڅ رول نه درلود. ځکه چې دوی د خپل استاد او مرشد څخه صحیح باور او ریښتینې عقیده زده کړې وه. د صحابه کرامو د لومړۍ ډلې په تېرېدو سره چې د وحی په رڼا کې لوی شوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خطبو، نصیحتونو او لارښوونو په سیوري کې کمال ته رسېدلي، د نفسي خواهشاتو او شيطاني وسوسو سخت طوفانونه ونه شوه کولاى چې د هغوى رڼا ووژني او د حق لاره ځينې ورکه کړي. او د اسلام رڼا ورځ په ورځ د ډېرو خلکو کورونه يې روښانه کوله. دوی د محمدي مدرسې شاګردانو ته چې له دوی وروسته راغلي وو، لارښوونه وکړه چې په دغه الهي رڼا کې حرکت وکړي او دا ځلانده لاره پرې نه ږدي؛ ځکه چې د دې لارې په کونجونو کې د تیارو او تورو شپو په څېر فتنې پټې دي چې هره یوه یې کولی شي انسان ښکار کړي.
د محمدي شمعې د دې پتنګانو په تللو سره، له هرې خوا د تفرقې اور بل شو، له ټولو خواوو څخه فتنې راپورته شوې او د مختلفو فکرونو او انحرافاتو مکتبونه راڅرګند شول. خوارج، روافض، قدريه، مرجئه او نورو ډلو له دې سپېڅلې رڼا څخه ډډه وکړه او بېلابېلې لارې يې اختيار کړي. په همدې وخت کې د جهميه په نوم يوه تر ټولو خطرناکه فرقه منځته راغله. جعد بن درهم او له هغه وروسته د هغه خاص شاګرد جهم بن صفوان چې په خپلو افکارو سره يې د وحی مخالفت وکړ او ډېر شيان يې په عقل وزن کړل.
د جهميه مذهب یو له هغو مذهبونو او ډلو څخه دی چې ګڼو علماوو یې پر ضد لیکنې کړي او یوه ګمراه، ضاله او له حقه لرې ډله یې معرفي کړې ده. دا ډله بېلابېل اقوال او نظريات لري، چې موږ غواړو په دې څېړنه کې ورته ځواب ورکړو او د اهل سنت او جماعت د نظريو له مخې يې ځوابونه وړاندې کړو.
دا موضوع په څېړنيزې طريقې باندې ليکل شوې، او سرچينې يې معتبرې دي، او ليکوال هڅه کړې ده چې پېچلي او مبهم مفاهيم په آسانه او ساده جملو او مناسبو تحليلونو کې تشريح کړي. مخکې له دې چې اصلي موضوع ته ور وګرځو، مناسبه ده د دې ډلې نشأت، مؤسسين او متعلقه شيانو باندې مختصر بحث وکړو.