Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»په اسلام کې د پاکوالي اهمیت (درېیمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _16 _اکتوبر _2024AH 16-10-2024AD

په اسلام کې د پاکوالي اهمیت (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران "احمدي"

په اسلام کې د پاکوالي اهمیت (درېیمه برخه)

د نظافت او فطرت لس ځانګړتياوې
په یوه جامع او لنډ حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې خصلتونه بیان کړي چې د شخصي حفظ الصحې له اساسي ټکو څخه دي او د هغو د مراعتولو امر یې کړی او هغه یې د پیغمبرانو د سنت‌و او عاداتو څخه بللي دي: «وعن عائشة رضی‌الله‌عنها قالت: قال رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: عشر من الفطرة: قص الشارب، واعفاء اللحية، والسواك واستنشاق الماء، وقص الأظفار، وغسل البراجم، ونتف الإبط، وحلق العانة، وانتقاص الماء، يعني: الاستنجاء. قال الراوي: ونسيت العاشرة إلا أن تكون المضمضة» رواه مسلم، وفي الجامع: «الختان».
ژباړه: «حضرت ام المؤمنین عایشه صدیقه رضي الله عنها وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لس شیان د فطرت څخه دي: د برېتونو لنډول، د ږيرې غټول، مسواک، په اوبو سره استنشاق کول، د نوکانو کوچني کول، د ګوتو د بندونو مينځل، د بغل د وېښتانو اېستل، د نو د وېښتانو خرَيَل، او استنجاء؛ او په ځينو روايتونو کې يې لسم، مضمضه او په ځينو کې يې سنتول(ختنه) ذکر شوې ده.»
د ذکر شوي حدیث تفصیل (د خولې او غاښونو نظافت)
د خولې حفظ الصحه یو له مهمو او حیاتي مسلو څخه ده؛ ځکه چې د هغې په پاکوالي کې غفلت، د غاښونو د ژېړوالي او خرابوالي، د خولې بد بویي او زړه ته د عفونت د خپرېدلو لامل کیږي، چې اکثره وخت د انسان د مرګ سبب ګرځي؛ خو د اسلام سپېڅلي دين ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده، چې په نورو اديانو کې يې څاری ډېر کم ليدل کېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې د غاښونو په مسواک کولو ډېر ټینګار کاوه، لکه: په سفر، حَضَر، له خوبه پاڅېدل، کور ته ننوتل، له خلکو سره ملاقات کول، اودس کول، او نورو ځايونو کې… او نورو ته يې هم توصیه کوله. او د غاښونو ژېړوالی يې ډېر بد ګڼل.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لولا أن أشق على أمتي، لأمرتهم بتأخير العشاء وبالسواك عند كل صلاة»؛ ژباړه: « که زما په امت سخت نه وای، نو ما به دوی ته د ماخوستن لمانځه د ځنډولو او د هر لمانځه لپاره د غاښونو مینځلو امر کړی وای.»
او په بل حدیث کې راغلي دي: «السواك مطهرة للفم ومرضاة للرب» ژباړه: « مسواک د خولې پاکوونکی او د رب راضي کوونکی دی.»
د غاښونو د مسواک کولو ګټې شاوخوا ۷۰ دانې دي چې تر ټولو مهمه يې دا دي: د ځکندن پر مهال په ژبه د کلمې جاري کېدل. حضرت علي رضي الله عنه په لنډو ټکو کې د مسواک ګټې په لاندې ډول بیانوي: «السواك يزيد في الحفظ ويذهب البلغم»؛ ژباړه: «مسواک حافظه قوي کوي او بلغم له منځه وړي.»
بله ځانګړنه مضمضه او استنشاق دي، چې په خوله او پوزه کې جمع شوي میکروبونه او رطوبتونه پاکوي او دا دواړه په ورځ کې پنځلس ځله کول يې سنت دي، امام غزالي رحمه الله لیکي:
«کوم چرک چې د غوږ په سوري او په پوزې کې ترشحات راټولوي، د پوزې په مینځلو، استنشاق او مسح کولو سره حاصل کیږي. او د غاښونو ژیړوالی او د خولې ميکرونه يواځي په مسواک کولو لرې کیږي.»
ادامه لري…
Previous Articleدیني پلورالیزم «کثرت‌پالنه» (لومړۍ برخه)
Next Article د جهميې فرقه «ډله» (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د اپسټین د دوسیې جنایتونه (برخه: ۱)

دوشنبه _9 _فبروري _2026AH 9-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۴)

شنبه _7 _فبروري _2026AH 7-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD3 Views

لیکوال: مهاجر عزیزی  ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱) (ج) نبوت د ساينتولوژۍ له نظره…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۳) حجامت؛ د حجامت ګټې او…

نور یی ولوله
متفرقه

د اپسټین د دوسیې جنایتونه (برخه: ۱)

دوشنبه _9 _فبروري _2026AH 9-2-2026AD31 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د اپسټین د دوسیې جنایتونه؛ د لوېدیځ د اخلاقي شعارونو او عملي…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD

 ساينتولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۱)

سه شنبه _10 _فبروري _2026AH 10-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.