دبدعت او سنت دتشخیص معیارونه او څرنګوالۍ (اوومه برخه)
په کتاب او سنتو کې د بدعت د غندلو په اړه ډېر آيتونه او احاديث راغلي دي او صحابه کرامو او تابعينو يې په اړه خبرداری ورکړی دی. د بېلګې په ډول موږ په لنډه توګه د لاندې مواردو یادونه کوو:
قران کریم
1- آل عمران: ۷؛
«هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ»؛ ژباړه: هغه ذات دې چې پر تا يې كتاب (قرآن) نازل كړى دې. د دې کتاب یوه برخه د “محکمات” آیاتونه دي (او ځانګړې معناوې او څرګندې موخې لري،) او هغه د دې کتاب بنسټ دې او یوه برخه یې د “متشابهات” آیتونه دي (او دقیقې معناوې لري او مختلف احتمالات په دوی کې شامل دي) او هغه كسان چې په زړونو كې يې ككړتيا وي (او له حقه ډډه كول یې د وجود په كونجونو کې ځای په ځای شوی وي) د فتنې او (غلط) تعبير لپاره متشابهات لټوي. په داسې حال کې چې د دوی په (سم) تفسیر له خدای پرته بل څوک نه پوهیږي.
شاطبي رحمه الله هغه آثار نقل کړي دي چې ښيي دا آيت د هغو کسانو په اړه نازل شوی چې له قرآن سره مجادله کوي او خوارج او د هغوی پلویان دي.
2- نحل: 9;
«وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ»؛ “د خلکو د سمې لارې لارښوونه پر خدای تعالی ده ، (هغه لاره چې د نیکۍ او حق لور ته ځي، او ځینې لارې کږې او ګمراه کوونکې دي) او که خدای غوښتلی تاسو ټول به یې (په اجبار په سمه لارې) هدایت کړي وئ، (او تاسو ته به یې د ارادې او اختیار او انتخاب آزادي نه وه درکړې، نو تاسو به د څارویو په څیر نوره لاره نه وه تعقیب کړې او پرمختګ او تکامل به مو نه وو کړی.
منځنۍ لار سمه لار ده او نورې لارې کږې دي چې د بدعت او ګمراهۍ لار ده.
3- انعام : 153;
«وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ»؛او دا لاره (چې ما تاسو ته راښکاره کړې او تشریح کړې) زما نېغه لار ده (او دا د دواړو جهانونو د خوښۍ لامل کیږي. نو) د هغې پیروي وکړئ او د هغو (غلطو) لارو پیروي مه کوئ (چې ما تاسو ته منع کړي وو) چې د خدای له لارې څخه مو منحرف کوي دا هغه څه دي چې خدای تاسو ته نصیحت کوي ترڅو تاسو پرهیزګار شئ (او له مخالفت څخه ډډه وکړئ)
نېغه لار هغه الهی لاره ده چې خدای ورته بلنه کړې ده او هغه د سنتو لاره ده. نورې لارې د متفرقو خلکو لارې دي چې له سمې لارې څخه وتلي دي او د بدعتيانو لاره ده. په دې آيت كې د بدعتیانو ټولې لارې شاملې دي.
4- روم : 31-32;
«وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ»؛ او له مشرکانو څخه مه کېږئ، هغه کسان چې خپل دین یې ټوټې ټوټې کړی او په مختلفو ډلو او ټپلو وېشل شوي دي. هره ډله په خپل طريقه او تګلاره خوشحاله او راضي ده (او د خپل هوا او هوس څخه جوړ شوی مکتب او مذهب ځانونه په حقه ګڼي).
5- انعام : 159;
«إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ»؛ بې شکه هغه کسان چې خپل دین (حقیقي توحید) ګډوډوي (او له باطلو عقایدو او باورونو سره یې ګډوي او ډلې ډلې شي ( او هره ډله د یوه مکتب او مذهب پیروي کوي)، ته له هغو څخه نه یې. ستا حساب له دوی څخه جلا دی) د دوی معامله له خدای سره ده او خدای دوی ته خبر ورکوي چې دوی څه کوي (او دوی ته به سزا ورکړي) دوی د دې امت هوا پرستان، ګمراهان او بدعتیان دي.