معتزله د عملونو له وزن څخه انکار کوي، د دوی دليل دا دی چې عملونه عرض دي، که د هغه بېرته راګرځول ممکن وي، نو وزن يې نه دی ممکن، او بله خبره دا ده چې دا عملونه الله تعالی ته معلوم او څرګند دي؛ نو الله سبحانه و تعالی د هغه وزن ته اړتیا نه لري او وزن یې بې ګټې دی.
د معتزلهو مشهور قول دا دی چې دوی د عمل له حقیقي وزن څخه انکار کوي او باور لري چې له میزان څخه مراد عدالت دی. دوی وايي: سبزي پلورونکي، د خوراکي توکو پلورونکي او داسې نور وزن ته اړتیا لري، خو خدای تعالی دې ته اړتیا نلري چې ترازو ولري؛ ځکه چې الله جل جلاله د خپلو بندګانو تر منځ انصاف کوي، الله جل جلاله فرمايي: «ولا یظلم ربک أحدا»؛ ژباړه: «ستا رب په هیچا ظلم نه کوي.»
ابن فورک رحمه الله (وفات: ۴۰۶هـ ق) وايي: “معتزله له میزان څخه انکار کړی دی؛ ځکه چې دوی باور لري چې د اعراضو وزن ناشونی دی؛ ځکه چې اعراض بنفسه نه دي قایم، [نو د هغې وزن ممکن نه دی].”
ابواسحاق زجاج رحمه الله د معتزله د قول په اړه وايي: «معتزله د میزان څخه انکار کړی دی، دوی وايي: د میزان څخه مراد عدالت دی او دوی په دغه کار سره د قرآن، سنت او اجماع سره مخالفت کړی دی. ځکه چې خدای تعالی خبر ورکړی دی چې هغه به د عملونو د وزن لپاره ترازو جوړوي ترڅو بندګان خپل عملونه مجسم وویني او په خپل ځان باندې ګواهي ورکړي.»
اکثره معتزله د میزان منکر دي، په دې معنا چې د قيامت په ورځ د بندګانو د اعمالو د تول لپاره هيڅ حقيقي ميزان او ترازو نشته؛ دا انکار د هغو د اصولو له امله دی چې «د معتزلهو تر ټولو خطرناک اصول دا دی، چې دوی خپل د فکر او عقل په اساس حکم کوي او د الله تعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه مخ اړوي. دوی د دغو اصولو په اساس باطل عقاید لکه: د قبر د عذاب انکار، د پل صراط انکار، د میزان انکار او ډېر نور غیبي امور باندي عقیده لري.
ټول معتزله، ميزان تأویل ګڼي او وايي: د هغه څخه مراد ثابت عدالت دی په ټولو شیانو کې، او له همدې امله په جمع کلمه ذکر شوی، که نه نو مشهور ميزان يو دی.
جرجاني رحمه الله [وفات: ۸۲۶هـ ق] لیکي: “معتزله په هغه وزن او پیمانه باندې اجماع لري چې په قرآن کریم کې راغلی دی او وایي: له دې څخه مراد عدل او انصاف دی.”