کله چې موږ دا اواز پورته کوو چې زموږ قانون، زموږ اقتصاد، زموږ سیاست او زموږ د ژوند ټولې برخې باید د اسلام په چوکاټ کې وي، پوښتنه پیدا کېږي چې: ولې باید داسې وشي؟ د دې لامل څه دی؟
دا پوښتنه ځکه راپورته کیږي چې موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د ماديت تصورات (Secular Ideas) په ذهنونو حاکم دي او دا مسئله په نړۍ کې د داسې قضیې په توګه منل شوې چې: د يوه دولت د ادارې لپاره ترټولو غوره نظام د ماديت نظام (Secular System) دی، او دا د دې ماديزم (Secularism) په رڼا کې دی چې یو حکومت په مؤثره توګه پرمخ وړل کېدی شي.
په داسې چاپېریال کې لوی او واړه حکومتونه نه یوازې د ماديزم (Secular) دعوه کوي؛ چې باندې ویاړي هم. که موږ په داسې ټولنو کې دا شعار ورکړو چې موږ باید خپل هیواد، خپل قانون، خپل اقتصاد او سیاست او د ژوند هره برخه اسلامي کړو، یا په بل عبارت “خپله ټولنه د پخوانیو يو زرو څلور سوه کاله مخکي اصولو باندې اداره کړو”، دا شعار نه یوازې په نړۍ کې نا اشنا دی؛ چې دا به د مختلفو مارکونو او بدناميو لامل شي. د بنسټپالنې (Fundamentalism) اصطلاح په نړۍ کې یو کرکه لرونکی لقب ګرځېدلی او په نړۍ کې چې هر څوک ووايي چې دولتي نظام باید د دین او اسلام تابع وي، نو هغه بنسټپال (Fundamentalist)دی. دوی دا ډول سړی بنسټپال بولي او پر ضد یې ناوړه تبلیغات کوي. په داسې حال کې چې که موږ د دې کلمې ریښې ته پام وکړو، “فنډامنټلست” هغه څوک دی چې بنسټیز اصول غوره کوي. دا یو ښه عنوان دی؛ خو نړۍ دا په یوه کرکه اصطلاح بدله کړې ده.
ولې اسلامیت؟
په دې برخه کې موږ دا پوښتنه څېړو چې: “ولې موږ باید خپل ژوند ته اسلامي بڼه ورکړو؟” او ولې موږ غواړو چې د هیواد قوانین د اسلام د اصولو پر بنسټ تنظیم کړو؟” دا په داسې حال کې ده چې دیني تعلیمات څوارلس پیړۍ باندې تېر شوي دي.
هغه څه چې د بحث موضوع ده، دا ده چې یو سیکولار حکومت چې هغه د “لائيک حکومت” په نوم هم یادیږي، څنګه خپل دولتي سیسټم او ټولنیز ژوند تنظیم او اداره کوي؟ دا ډول دولتونه د بنسټ په توګه ځینې اصول نه ټاکي، بلکې په دې ټینګار کوي چې خلک له عقل، مشاهدې او تجربې څخه په استفادې د اوسني عصر اړتیاوې او غوښتنې درک کړي او پر دې بنسټ خپلې ګټې وټاکي او قوانین وضع کړي. د شرایطو د بدلون سره، دا ممکنه ده چې قوانین بدل شي ترڅو پرمختګ ممکن وي.
په یوه سیکولار حکومت کې عقل، مشاهده او تجربه حتمي معیار ګڼل کېږي. اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دا معیارونه دومره پیاوړي دي چې د تل لپاره انسانیت لارښود کړي. ایا یوازې په عقل، مشاهدې او تجربې تکیه کول زموږ د لارښود لپاره کافي کېدی شي؟