Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»مډرنیزم»د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دوویشتمه برخه)
مډرنیزم پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دوویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دوویشتمه برخه)
د قران د اعتبار لپاره اجماعي دلیل
اسلامي امت د قران کریم پر اعتبار او دلیل اجماع لري او دلایل یې په دې امر سره پرې قاطع دي. هېڅ مسلمان له قران  څخه انکار نه کوي او هر څوک چې د هغه انکار وکړي، نو هغه له هغه څه انکار کړی چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي او کافر ګرځي.
علامه محمد ابراهیم حفناوي د قران کریم د قطعي اعتبار په اړه وايي: «قران کریم د اسلامي امت په اجماع سره د اسلام د قانون‌ جوړونې لومړنۍ سرچینه ده؛ له همدې امله، د قران پیروي او د هغه د په حکمونو باندې عمل کول یو ضروري امر دی. ځکه چې قران کریم د اسلام بنسټ ګڼل کېږي، نو بې‌شکه د اسلامي کلتور اصلي سرچینه هم ده. په همدې اساس، د اسلام ټولې روزنې، لکه؛ د عقیدې، افکارو،  ارزښتونو، اخلاقو، عباداتونو، ادابو، چلندنو، قوانینو او شریعتونو په ګډون ټول په خپل ذات کې بېرته قران ته راګرځي؛ ځکه دا اسماني کتاب د هغوی بنسټونه ایښي او ستنې یې ټینګې کړې دي. سربېره پر دې، قران کریم د غیبي نړۍ، د انساني نفس، فردي او ټولنیز ژوند او د الله تعالی د سنتونو او نښو په اړه حقیقتونه لري؛ هغه حقیقتونه چې هېڅ انسان د هغو له پېژندنې او لارښوونو څخه بې‌نیازه نه دی.»[1]
ابن ظاهري رحمه‌الله ویلي دي: « کله چې د دلایلو او معجزو له لارې دا خبره روښانه شوه، چې قران کریم د الله تعالی له لوري  له موږ سره یوه الهي ژمنه ده او موږ یې مکلف کړي یو، چې ایمان پرې راوړو او د هغه له مخې عمل وکړو او دا چې دا خبره په قطعي ډول د امت له خوا د پرلپسې نقل له لارې ثابته شوې وه، چې همدا قران هغه کتاب دی چې په مصاحفو کې لیکل شوی او د اسلامي نړۍ په ټولو برخو کې پېژندل شوی دی، نو لازمه ده چې د هغه احکامو ته غاړه کېږدو.»[2]   له همدې امله، قران کریم د شریعت لومړنی اصل او سرچینه ده؛ ځکه موږ پکې موندلي چې الله تعالی وايي: «موږ په دې کتاب کې هېڅ شی نه دی پرې ایښی.» نو هر هغه څه چې په قران کې د امر او نهی په بڼه راغلي، باید پرې عمل وکړو (یعنې ومنو او عمل پرې وکړو) او له اسلام سره د تړلو فرقو ترمنځ که سني وي، معتزله وي، خوارج وي، مرجیه وي یا زیدي وي د قران د احکامو د واجبیت په اړه هېڅ مخالفت نشته.
امدي رحمه‌الله ویلي دي: «اتَّفَقوا على أنَّ ما نُقِل إلينا مِن القُرآنِ نَقلًا مُتَواتِرًا، وعَلِمنا أنَّه مِن القُرآنِ؛ أنَّه حُجَّةٌ.»[3]؛ ژباړه: « ټول په دې موفق دي هغه څه چې موږ ته له قران کریم څخه په دوامداره توګه رسیدلي دي او موږ پوهیږو چې دا له قران څخه دي بې له شکه قطعي ثبوت او دلیل ګڼل کیږي.»
علامه ابن تیمیه رحمه‌الله ویلي دي: «أمَّا طُرُقُ الأحكامِ الشَّرعيَّةِ التي نَتَكَلَّمُ عليها في أُصولِ الفِقهِ فهيَ بإجماعِ المُسلِمينَ: الكِتابُ، لم يَختَلِفْ أحَدٌ مِن الأئِمَّةِ في ذلك.»[4]؛ ژباړه: « خو هغه لارې چې موږ د شرعي احکامو د استنباط لپاره په اصول فقه کې ترې بحث کوو، د مسلمانانو په اجماع سره عبارت دي له: کتاب (قران کریم). په دې مسئله کې د هېڅ یوه امام مخالفت نشته.»
د قران کریم د اعتبار لپاره عقلي او معجزوي دلیلونه
که څه هم قران کریم داسې کتاب دی چې د هغه د حقانیت د اثبات لپاره هېڅ دلیل ته اړتیا نشته؛ هر عقل‌لرونکی او بصیر انسان چې پرې نظر واچوي، پوهېږي چې دا کتاب ځمکنی نه دی، چې کوم انسان جوړ کړی وي؛ بلکې دا یو اسماني کتاب دی، چې د کایناتو د رب له لوري نازل شوی دی. خو دا چې ځینې ګمراه‌شوي انسانان  لکه د لویدیځ مډرنیستان د قران کریم او د هغه د اعتبار په اړه انکارکوونکی او تعصب‌لرونکی نظر لري، نو له همدې امله موږ به د عقل او معجزو له لارې د قران اعتبار ثابت کړو:
  • اسلامي شریعت د بشریت او انساني ټولنې لپاره یوه بنسټیزه او اړینه اړتیا ده؛ ځکه چې قوانین یې د انسان له فطرت او طبیعت سره بشپړه همغږي لري او د انسان د ژوند ټول اړخونه رانغاړي. نن سبا علما او پوهان د پراخو څېړنو له لارې د قراني احکامو حکمتونو او معجزو ته رسېدلي او دا یې موندلې، چې قران د شریعت سرچینه ده، داسې قوانین لري چې د انسان له طبیعت سره همغږي دي او د ژغورلو لاره ده. له بلې خوا، د انسان له خوا جوړ شوي قوانین او نظامونه له نیمګړتیاوو او ګمراهۍ سره مخ دي او نه دي توانېدلي چې انساني ټولنه په سمه او سالمه توګه اداره کړي. له همدې امله، حتی ځینې لویدیځ پوهان او ځينې لویدځوال وخت ناوخت د ډموکراسۍ او بشري قوانینو څخه ناخوښي څرګنده کړې ده. نو د عقل له نظره هم دا خبره ثابته ده، چې قران د الله تعالی کلام دی او د قانون جوړونې تر ټولو غوره سرچینه ګڼل کېږي.
۲. قران  په پرلاپسې توګه له یو نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوی دی، په نړۍ کې بل هېڅ دیني کتاب دا ډول صداقت او ډاډ نه لري. له همدې امله د شریعت د اصلي سرچینې په توګه بشپړ اعتبار لري.
  1. د عقل له نظره د قران د اعتبار بل دلیل دا دی، چې قران هم عقیدوي اصول لري، هم اخلاقي قاعدې، هم مذهبي او سوداګریز قوانین او هم ټولنیز او سیاسي نظام لري، چې هېڅ بله سرچینه دومره پراخ شمولیت نه‌لري.
۴. معجزوي دلیلونه: سره له دې چې قران کریم لنډ بیان لري؛ خو پراخ او ژور مفهومونه پکې ځای پر ځای شوي دي. دا اسماني کتاب د هغو پېښو خبر ورکړی چې له نزول څخه مخکې واقع شوي وو او له الله تعالی پرته بل هېڅ څوک پرې نه پوهېدل. همداراز، قران د هغو پېښوو یادونه کړې چې یوازې لږ شمېر خلک پرې خبر وو او د قران خبرونه په بشپړ ډول سره واقعیت لري. سربېره پر دې، قران د راتلونکو پېښو وړاندوینه کړې، چې هماغسې رامینځ‌ته شوې، لکه څنګه چې بیان شوې وې. قران د هستۍ پر نړۍ حاکم سنتونه او قوانین بیان کړي، چې د هغوی سموالی وروسته علمي څېړنو ثابته کړې ده.
که څه هم قران کریم د عربي ژبې له جنس څخه دی؛ خو داسې لوړ فصاحت او بې‌ساری، خارق‌العاده بلاغت لري چې بې‌مخینه دی؛ د ایتونو او سورتونو ترمنځ حیرانوونکې همغږي او دنننۍ تړاو پکې موجود دی. همداراز، د قران ژور اغېز پر زړونو او نفسونو  که د اورېدو پر مهال وي او یا د تلاوت پر وخت، د معجزې ښکاره نښې دي.
د پیړیو په تیریدو سره، د قران کریم ایتونه له هر ډول بدلون خوندي پاتې شوي دي او د هغه کلمات له تحریف او لاس‌وهنې څخه خوندي دي. دا ټول بې‌شکه دا څرګندوي چې قران د انسان خبرې نه دي، بلکې د پروردگار کلام دی.[5]
د پورته توضیحاتو پر بنسټ، د قران کریم اعتبار هم د نقل له مخې ثابت دی او هم د عقل له نظره او په دې کې هېڅ شک نشته. د مډرنیستانو په ګډون ټول  هغه کسان چې د قران پر اعتبار باور او بسنه نه کوي،  دا د هغوی د کج‌فهمۍ او د زړه د ړوندتیا له امله ده. نو قران یو روښانه او ثابت کتاب دی، چې د الله تعالی له لوري  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته نازل شوی دی. د دې کتاب مهمه موخه دا ده،  چې انسانان د حق، ښکلې او نېکې لارې پر لور هدایت کړي او هغوی له بدبختیو، د کفر له تیارو او د جهالت له ظلم څخه وژغوري. د قران قوانین یوازې یوې زمانې ته محدود نه دي،  لکه څنګه چې مډرنیستان د قران تاریخي‌والی او د یوې ځانګړې زمانې او قوم پورې تړاو ادعا کوي؛ بلکې د قران قانون ټول بشریت، هر دور او هر زمان رانغاړي او د انسانانو د مدیریت او رهبري وړتیا لري. لکه څنګه چې قران خپله اعلان کوي، چې پیغام او قانون یې تول‌ګډونه دی او یوازې یوې سیمې یا دورې پورې اړه محدود نه دی: «و ماارسلناک إلا کافة للناس بشیرا و نذیرا» [6] یعنې دا د پیغمبر رسالت او قراني  قانون د قیامت تر ورځې پورې د ټولو انسانانو لپاره دی.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. محمد ابراهیم حفناوی، دراسات أصولیة فی القرآن الکریم، ص ۹۱،

[2]. الاحکام، ج ۱، ص ۹۶.

[3]. همان، ج ۱، ص ۱۶۰.

[4]. ابن تیمیه، مجموع الفتاوی، ج ۱۱، ص ۳۳۹.

[5]. الجامع لأحكام القرآن قرطبی: ۱/۷۲-۷۵؛ القطع والظن شثری: ۱/۱۵۲-۱۵۳.

[6]. سبأ: ۲۸.

Previous Articleد مطالعې ماهیت او څرنګوالۍ (درېیمه برخه)
Next Article د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل اونقد (یوویشتمه برخه)

سه شنبه _25 _نوومبر _2025AH 25-11-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شلمه برخه)

یکشنبه _23 _نوومبر _2025AH 23-11-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (نولسمه برخه)

شنبه _22 _نوومبر _2025AH 22-11-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

Blog

د نيهيليزم د ودې بهير او له دين‌باورۍ سره یې ټکر (درېیمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD7 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د نيهيليزم د ودې بهير او له دين‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
متفرقه

د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (څلورمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD65 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (څلورمه برخه) کوم کتاب ولولو؟ د مطالعې…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دوویشتمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD37 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دوویشتمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

د مطالعې ماهیت او څرنګوالۍ (درېیمه برخه)

سه شنبه _25 _نوومبر _2025AH 25-11-2025AD34 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د مطالعې ماهیت او څرنګوالۍ (درېیمه برخه) ۴- د مطالعې ستراتېژي په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د نيهيليزم د ودې بهير او له دين‌باورۍ سره یې ټکر (درېیمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD

د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (څلورمه برخه)

پنجشنبه _27 _نوومبر _2025AH 27-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.