لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (اتمه برخه)
د قرآن له نظره د ښځې مقام
د جاهليت په زمانه کې یوازې نارینه د ميراث له حق څخه برخمن کېدل او ښځې ترې بې برخې وې. د اسلام په راتګ سره د جاهليت دغه قانون لغوه شو او ښځو ته هم په ميراث کې ونډه ورکړل شوه.
د جاهليت په زمانه کې ښځې د نورو مادیاتو په شان خلکو ته په میراث رسېدلې. د هرې ښځې چې مېړه به يې مړ شو، د مړي وارثانو به هغه په ټیکري یا جامو کې پوښله او ويل به يې: «ما ته هغه په میراث ورسېده، لکه څنګه چې د هغه شتمني او مال راته په ميراث پاتې شو.» د اسلام د دين په راتګ سره دا ظالمانه عمل حرام شو، الله تعالی فرمايي: «یا ایهاالذین آمنوا لا یحل لکم ان ترثوا النساء کرها»؛ ژباړه: [اې مؤمنانو! تاسو ته دا روا نه ده چې ښځې په زور په میراث یوسئ].
له اسلام نه مخکې د هرې ښځې چې مېړه به مړ شو، د هغې عدت به یې پوره يو کال و، خو اسلام د هغې لپاره يوه مشخصه موده د عدت په توګه وټاکله؛ لکه څنګه چې لوی خدای فرمایي: “والذین یتوفون منکم و یذرون ازواجا یتربصن بانفسهن اربعة اشهر و عشرا»؛ ژباړه [هغه کسان چې له تاسو څخه مړه کیږي او میرمنې پریږدي، ښځې باید څلور میاشتې او لس ورځې انتظار وکړي].
په اسلام کې د ښځو د مقام د ښه پوهیدو لپاره اړینه ده چې دا لاندې آیت څو څو ځله تکرار کړو او په معنی یې فکر وکړو او پوه شو چې اسلام د ښځو له ارزښت او حقوقو څخه بې پروايي نه ده کړې.
یوه ورځ ام عماره انصاري رضی الله عنها په جومات کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: «ای د خدای رسوله! ټولې قضيې (حكمونه او مسايل چې په قرآن كې راغلي دي) په نارينه وو پورې اړه لري او ما د ښځو په اړه هيڅ نه دي ليدلي. بيا دا آيت نازل شو: « ان المسلمین و المسلمات و المؤمنین و المؤمنات و القانتین و القانتات و الصادقین و الصادقات و الصابرین او الصابرات و الخاشعین و الخاشعات و المتصدقین و المتصدقات والصائمین والصائمات و الحافظین فروجهم و الحافظات والذاکرین الله کثیرا والذاکرات اعدالله لهم مغفرة و اجرا عظیما»؛ ژباړه: [او مؤمن نارينه او ښځې، اطاعت كوونكي نارينه او ښځې، رښتيني سړي او ښځې، زغم كوونكي نارينه او ښځې، عاجزي كوونكي نارينه او ښځې، صدقه كوونكي نارينه او ښځې، روژه لرونکي نارینه او ښځینه، پاک سړي او ښځې او هغه نارینه او ښځینه چې خدای تعالی ډیر یادوي، خدای دوی ته بخښنه او لوی اجر ورکوي.]
په اسلام کې د ښځو د مقام د درناوي او نمانځنې لپاره په قرآن کریم کې د «نساء» په نوم یو سورت راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې د «رجال» یا نارینه په نوم کوم سورت نشته. دا په ډاګه کوي چې ښځې په اسلام کې ځانګړی اهمیت لري. د نساء په سورت کې خدای د ښځو، کورنۍ، حکومت او ټولنې مهم مسایل ذکر کړي دي او د دې سورت لویه برخه د ښځو حقونو ته ځانګړې شوې ده؛ له همدې امله دا سورت د “نساء” په نوم یادیږي. که د دې سورت په معنی فکر وکړو نو معلومه به شي چې الله تعالی ښځو ته ډېر عزت ورکړی او د لومړي سړي له اړخه یې لومړۍ ښځه پیدا کړې ده. الله جل جلاله فرمايي: «یا ایهاالناس اتقوا ربکم الذي خلقکم من نفس واحدة و خلق منها زوجها و بث منهما رجالا کثیرا و نساء»؛ ژباړه:[ اې خلکو! له خپل هغه رب څخه وېرېږئ چې تاسي يې له يوه نفس څخه پيدا كړئ او د هغه جوړه يې هم له هغه څخه پيدا كړه او له هغوى څخه يې ډېر نارينه او ښځې خورې كړې دي].
نو د خلقت د اصولو له مخې نر او ښځه په بشپړه توګه سره يو شان دي او د انسان وجود په بشپړه توګه سره برابر دې. نر او ښځه د انساني وجود په ټولو حقوقو کې مساوي دي. په بل عبارت؛ د یو شخص د ژوند، عزت، مال او کرامت درناوی، د غیبت او حضوري بد وېلو ممنوعیت، ډول، تجسس یا د شخص په خصوصي حریم تیری او داسې نور؛ دا ټول هغه حقوق دي چی نارینه او ښځینه پکې یو له بل سره توپیر نه لري. همدارنګه د شريعت احکام او اوامر د ټولو لپاره يو شان دي.