لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (یوویشتمه برخه)
د افغان مېرمنو سره خبرې
د سعودي عربستان سفارت ډېر لیواله و او غوښتل یې چې له دې لنډې مودې (شپږو ورځو) څخه چې موږ په کابل کې اوسېدو، ډېره ګټه پورته کړو او دا ښه فرصت د علمي او دیني غونډو او د بېلابېلو برخو د نامتو علمي او فرهنګي شخصیتونو د معرفت او لیدنو لپاره، له لاسه ور نکړو.
له همدې امله د ښاغلي سفیر په پراخ او ښکلي کور کې دوه غونډې وشوې؛ له دغو دوو ناستو څخه یوه د هغو مسلمانو ښځو لپاره ځانګړې شوې وه چې له نېکو او متدینو کورنیو څخه وې او دیني تمایل او لېوالتیا یې درلوده. دغه مېرمنې چې په دې غونډه کې حاضرې وې، د خپل کلتور او پوهنتوني زده کړو سره سره له دین سره اشنا وې او د اسلامي عقایدو پر وړاندې یې نیوکې او سرغړونې نه کولې.
د افغان ښځو په ټولنه کې د غرب او مستشرقینو کلتوري نفوذ
په افغانستان کې موږ ته معلومه شوه چې په دې هېواد کې لوېديځ تمدن او کلتور ډېر اوږد مزل کړی او پايلې يې هم تر لاسه کړې دي او موږ ته معلومه شوه چې د ۱۹۷۳-۱۹۲۸ زېږدیزو کلونو موده ډېره اوږده وه؛ ځکه چې د امان الله خان تر وخته پورې افغان ملت افغاني اسلامي دودونه په کلکه مراعات کړي وو او حتی افراط او مبالغې حد ته رسیدلي وو او پایله یې دا شوه چې کله پاچا امان الله خان له دغو دودونو څخه شا کړه، انقلاب او پاڅون رامنځ ته شو چې د هغه د حکومت د نسکوریدو لامل شو؛ خو اوس حالات ډېر بدل شوي دي، په دې کې شک نشته چې دا ۴۵ کلنه فاصله د ریاضي له لحاظه لنډه ده، خو په دې موده کې فکري او کلتوري واټن ډېر اوږد دې چې ځینې ملتونه یې په یوه پېړۍ کې سرته رسوي.
نن ورځ حجاب د وروسته پاتې والي، جهالت او بېوزلۍ سمبول ګرځېدلی دې؛ له همدې امله ځپل شوی او په کلیو، د محافظه کاره علماوو او بزګرانو کورونو ته یې پناه وړې ده چې د پلازمینې څخه لیرې ژوند کوي. د ښځو جامې په بشپړه توګه بهرنۍ او غربي وې؛ خو د افغانانو د پخوانیو دودونو او اسلامي خصلتونو پاتې شوني لا هم د دغو لوستو مسلمانو ښځو په خبرو کې څرګند وو. د اسلامي دين او شريعت په وړاندې هيڅ بغاوت نه وو. دوی د دین مسخره کولو او ملنډې وهلو حد ته نه وې رسېدلې، بلکې دوی په خپلو ډېرو خبرو کې شرم او حیاء کوله او د دین په ارزښت او مقام پوهېدلې. دوی په اسلام کې د ښځو د حیثیت، حقونو او کرامت په پېژندلو کې خپله لېوالتیا او علاقه څرګنده کړه. دوی باید د هغو مسلو په اړه خبرې شي چې افغانستان ګواښي او د دوی هیله دا وي چې دې بدمرغه برخلیک ته د رسیدو لپاره د قوي عواملو لخوا اغیزمنېنشي.
بیا استاذ احمد محمد جمال د یو علمي لیکچر په ترڅ کې د ښځو په اړه د اسلام نظر بیان کړ او هغه مقام او وظیفه یې تشریح کړه چې اسلام ښځو ته په سالمه ټولنه او ژوند کې ټاکلې او هغه وړتیا چې د یوې ښې کورنۍ او سالمې ټولنې په جوړولو کې لري، بیان کړل. په پای کې، دوی د پوښتنو یوه څپه واستوله چې ډیری یې د څو واده کولو، نارینه وو ته د طلاق ورکولو او د اسلامي حجاب په اړه وو. دا غونډه د امن او سکون په فضا کې پای ته ورسیده او ورپسې میلمانه نارینه او ښځینه دواړه په ډوډۍ خوړلو او د ماسخوتن د لمانځه په ادا کولو بوخت شول.
قدرمن همکار استاذ احمد محمد جمال په یوه بله غونډه کې چې په کابل کې د ښځو د یوې ټولنې له خوا جوړه شوې وه، ګډون وکړ. زه غزني ته د خپل سفر له امله په دې غونډه کې حاضر نه وم. استاذ ماته د هغه ژور بحث او مناظرې په اړه معلومات راکړل چې د حجاب، څو واده کولو حق او د نارینه وو لپاره د طلاق حق په اړه وشول؛ دا د افغان ښځو په ټولنه کې د ژور فکري اضطراب او په کلتور کې د بهرنیو تبلیغاتو د نفوذ د کچې څرګندونه کوي.
ادامه لري…