انسانان او ملتونه یو له بل سره ورته والی لري، خو له شک پرته هر انسان ځینې ځانګړنې لري چې له نورو انسانانو سره توپیر کوي. همدارنګه هر ملت خپل ځانګړی طبیعت او ماهيت لري چې له مخې يې پيژندل کيږي. هغه لاملونه چې یو ملت ته ځانګړی طبیعت او ماهیت وربخښي، ډېر دي؛ د بېلګې په توګه، تاریخي، سیاسي، اقتصادي او حتی جغرافیوي عوامل په دې کې لوی رول لوبوي، مګر لږ خلک یې احساسوي.
د همدغو عواملو د اغېزې په پایله کې شرقي ملتونه له لوېدیځو ملتونو سره په څو ټکو کې توپیر لري. په همدې حال کې شرقي او غربي ملتونه هم په خپل منځ کې اختلاف لري.
له همدې امله، ډیموکراسي او بل هر ځمکني دین د یو ځانګړي حالت ګټه، پایله او نتیجه ده او د دوی ځینې عوامل په ټولو ملتونو کې یو شان موجود دي؛ د مثال په توګه، د ظلم څخه نفرت د هغې لویه برخه جوړوي او یو واحد تړون ګڼل کیږي.
دې ځمکني او محدود اصولو ته په نه پام سره، په ځمکني دینونو او نورو کې د ډیموکراسۍ د خپراوي هڅې روانې دي چې دا په خپله د نورو په افکارو او عقایدو برید ګڼل کیږي.
کله چې د برتانیې د پارلماني سیسټم په اړه خبرې کیږي، یو لوېدیځوال لیکوال وایي چې د هغې ریښې د اشرافي ټولنیز سازمان څخه سرچینه اخلي؛ خو نورو اروپايي هېوادونو د دې اصولو په پام کې نيولو پرته د دغه نظام غوښتنه کړې ده؛ همدغه کار د دوی د ناکامۍ او نه بریالیتوب لامل شوی. د ختیځو هېوادونو وضعیت، له لوېدیځو هېوادونو سره له ټولو توپیرونو سره سره، څرګنده ده چې څنګه به وي. له دغو بحثونو څخه موخه دا ده چې د قومونو د طبیعت او ماهیت د اختلاف او توپیر له امله له یوه ځای څخه بل ځای ته د حکومتولۍ د ډول او بڼې بشپړ او نه بدلیدونکی انتقال یو ناسم کار دې چې د غبرګون او برعکس پایلې او د ناکامۍ سبب به شي.