لیکوال: م . فراهي "توجګي"
د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (شپږڅلوېښتمه برخه)
دیني رسنۍ دندې، د فعالیت ساحه او محتوا
دین نه یوازې رسنۍ د خپلو دیني او اخلاقي ارزښتونو د تبلیغ او خپرلو لپاره کاروي، بلکې د رسنیو نورې دندې او چلند هم اغیزمنوي؛ ځکه چې د اسلام مبارک دين ادعا کوي چې انسان د دنيا او آخرت خوښي ترلاسه کوي او ځان د انسان د فردي او ټولنيز ژوند د اړيکو د تنظيمولو مسئول ګڼي؛ له همدې امله، د رسنیو د کړنو د لوري ورکولو لپاره باید اخلاقي قواعد او اصول وضع کړي او د هغوی لارښوونه او څارنه جاري وساتي. له همدې امله، دین په رسنیو کې د مداخلې په واسطه، هغوی ته حیثیت، عزت، معنویت او دیني محتوا وربخښي.
له همدې امله ديني رسنۍ يوه اخلاقي، مسئولیت منونکې، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر دندې ته متعهده، لارښوونکې، د مظلومانو مدافع او د دیني او اخلاقي ارښتونو خپروونکې ده.
هغه رسنۍ چې د ظالم پر وړاندې د حق بیانول تر ټولو ستر عبادت ګڼي او یا په دې باور وي چې هر څوک چې د مظلوم غږ واوري او چوپ پاتې شي، هیڅ دین نه لري، خامخا به د اسلامي ارشاداتو په خپرولو کې مخکښه وي. په حقیقت کې په قرآن کریم کې د حق د پټولو په حرمت پورې اړوند آیتونه او روایات د دیني رسنیو او مسلمانو ژورنالیستانو د چلند لپاره نمونې دي.
“هغه کسان چې هغه ښکاره نښې او هدایتونه پټوي چې موږ نازل کړي دي، وروسته له دې چې موږ یې په کتاب کې خلکو ته بیان کړل؛ خدای دې لعنت کړي او لعنت کوونکي په دوی لعنت وايي؛ پرته له هغو کسانو چې توبه وباسي او ځان اصلاح کړي او حقیقت څرګند کړي. نو زه به دوی ته بښنه وکړم او زه مهربان او توبه قبلوونکی یم.”