اکثره مسلمانان د امام د نصب او تعيين په وجوب متفق دي او د دې اجماع څخه یوازې د خوارجو نجدات، اصم او فوطي له معتزلې څخه جلا شوي دي. امام ابن حزم رحمه الله په دې اړه وايي: «د امامت په وجوب باندې ټول اهل سنت، مرجئه، شيعه او خوارج متفق دي، او دا د امت لپاره ضروري ده چې د یو عادل امام اطاعت وکړي چې د دوی په منځ کې د الله سبحانه و تعالی فرمانونه جاري کړي، او امت د اسلامي شریعت له هغه احکامو سره چې رسول الله صلی الله علیه و سلم راوړي، رهبري کړي. یوازې د خوارجو نجدات جلا شوي دي، دوی وايي چې پر خلکو د امام نصب کول اړین نه دي، بلکې دوی ته لازمه ده چې خپل په منځ کي حق پلي کړي.»
علامه قرطبي رحمه الله وايي: «د هغه (امامت) په وجوب کې د امت او امامانو تر منځ هيڅ اختلاف نشته. د اصم له يوه روايت پرته، چې هغه هم د شريعت له لحاظه اصم(کوڼ) دی. او همدارنګه هر څوك چې د ده په څېر وي او د ده څخه په رأی او مذهب كې اطاعت وکړي.»
هغه کسان چې د امامت مسأله واجب ګڼي او يا يې د شريعت له لارې واجب ګڼي چې هغه اهل سنت او اکثره معتزله دي؛ او يا يې د عقل له مخې واجب ګڼي، چې دوې ډلې دي: يوه ډله يې په خدای تعالی واجب ګڼي- معاذ الله- چې دا د شيعه ډله ده او ځينې يې پر خلکو واجب ګڼي چې هغوى د بغداد معتزله او جاحظ د بصرې معتزلي دی.
علامه شهرستاني د «الملل و النحل» کتاب مؤلف په دې اړه لیکي: «د معتزلې له ډلې څخه یوه هشاميه ده، د دې ډلې یو بدعت دا دی چې وايي امامت د فتنې او شخړې په زمانه کې نه قائمیږي، او د هغه اجرا هغه مهال کيږي چې خلک اتحاد او اتفاق ولري، د معتزله له مشرانو څخه ابو بکر بن اصم هم وايي: چې امامت د ټول امت له اجماع پرته نه شي رامنځته کېدای، هغه په دې خبرو سره غوښتل چې د حضرت علي رضي الله عنه خلافت تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه چې د حضرت علي کرم الله وجهه سره بیعت په هغه ورځو کې وشو چې فتنې روانې وې او ټول صحابه کرام په دې خبره اتفاق نه وو، او په دې مسئله کې له ده سره يو شمېر صحابه کرامو اختلاف درلود.»