Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»معتزله (نهه ویشتمه)
فتنې شنبه _24 _اگست _2024AH 24-8-2024AD

معتزله (نهه ویشتمه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: “ابو عائشه”


معتزله (نهه ویشتمه)

د اهل سنتو لید
لومړی به د معروف او منکر د ډولونو په اړه د اهل سنتو نظر څرګند کړو، او بیا به د هغو شرایطو په اړه بحث وکړو چې معتزله یې د امرکوونکي او نهی کوونکي لپاره وضع کړي دي.
د معروف او منکر ډولونه
ابن تیمیه رحمه الله په دې باور دی چې معروف په یو ډول دی، لکه څنګه چې منکر په یو ډول دی. او په دې باره کې وایي: «البته د نوعیت له لحاظه، مطلق معروف ته امر کیږي، او مطلق منکر څخه منع کیږي.». نو دی د معتزله و په څیر معروف په څو ډولونو ته تقسیم کوي؛ البته په منکر کې له معتزله سره موافق دي؛ [ځکه چې وايي: منکر یو ډول دی].
علامه باجوري رحمه الله په دې عقیده دی: «امر د مأمور تابع دی، که مأمور مستحب وي، حکم هم مستحب دی، او که مأمور واجب وي، نو حکم هم واجب دی، او نهی هم همدارنګه دی، د مکروه کار څخه نهی کول مستحب او د حرام کار څخه نهی کول واجب دي.»
د «المعتزلة وأصولهم الخمسة وموقف أهل السنة منهم» کتاب مؤلف په دې هکله لاندې نتیجې ته رسېدلی او وايي: «شاید دویم قول (د علامه باجوري قول) سموالي ته نږدې وي. ځكه كه څوك مستحب كار ونه كړي هغه ته هیڅ ګناه نه ده، نو لازمه ده چې په امر کولو کې هم همدغه ډول وي، او همدارنګه د مکروه کار ترک کول واجب نه دی، نو نهی کول له هغه څخه هم باید همدغه ډول وي.»
د امر کوونکي او نهی کوونکي شرایط د اهل سنت له نظره
اهل سنت او جماعت په ډېرو مواردو کې له معتزله سره موافق دي؛ خو په ځینو حالاتو کې له دوی سره اختلاف لري او دلته موږ هغه قضیې ذکر کوو چې د دغه دوو ډلو په مینځ کې توپیر لري:
  • دا چې معتزله وايي: د منکر بدلون لپاره باید لومړی اسانه طریقې څخه کار واخیستل شي، او بیا سختې لارې او طریقې کار شي:
دا خبره سمه ده، مګر د تل لپاره واجب نه ده. دا مسله د مختلفو شرایطو سره توپیر کوي؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه و سلم د منکر په بدلولو کې تر ټولو لوړه طريقه پيل کړه، او بیا یې له ټيټې مرحلې کار واخیست، رسول الله صلی الله علیه و سلم په یوه حدیث کې فرمایي: «من رأى منكم منكرا فليغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه، فإن لم یستطع فبقلبه، وذلك أضعف الإيمان»؛ «کله چې په تاسو کې څوک کوم بد عمل وویني نو په لاس دې یې بدل کړي او منع کړي، او که یې نه شي کولی نو په ژبه دې یې بدل  او منع کړي، او که یې نه شي کولی نو له هغه څخه دې په زړه کې بد یوسي ، او دا د ایمان تر ټولو ضعیفه درجه ده.»
حکمت دا دی چې نهی کوونکی هره طریقه چې سمه ګڼي او د هغه ځای مناسب وي هغه دې کار کړي؛ قاضي عیاض په دې اړه وايي: «د ناوړه عمل منع کوونکی، په هره طریقه چې ممکن وي، هغه کار دې منع کړي، څه په قول او څه په عمل، نو [که د لهو او لعب وسایل وویني] هغه دې مات کړي. او نشه یي شیان دې پخپله له منځه یوسي او یا چا ته یې امر وکړي.»
  • د منکر بدلول په توره روا دی: دا شرط هم باطل دی. ځکه چې دا د ډېرو خلکو د ضایع کېدو او ډېرې وینې تویېدو لامل کیږي. د ګناه له امله هيڅوک دا جرأت نه کوي چې د مسلمان وينه حلال کړي، ځکه دا کار د ګډوډۍ او د خلکو په منځ کې د ناامنۍ لامل ګرځي. بلکي دلته حقيقت دا دی چي که څوک منکر نه پرېږدي؛ باید دا قضیه پاچا ته راجع شي.
ابن العربی رحمه الله په دې اړه لیکي: «که [له بد کاره منع کوونکی] ونه کولی شي چې منکر له یو شخص څخه لیري کړي، پرته له جګړې او وسلې څخه، نو هغه باید باچا ته وسپاري. ځکه چې د خلکو په منځ کې وسله پورته کول د فتنې لاره پرانیزي او د غټ فساد لامل کیږي.»
  • معتزله شرط وضع ګرځولی دی، چې څوک چې په نېکۍ امر کوي او له بدۍ منع کوي بايد پوه شي، چې خبرې يې اغېزې لري، که نه؟ که پوه شو چې اغېزه نه لري نو واجب ساقطه کیږي. دا شرط هم باطل دی او د دې امت د علماوو له اقوال سره په ټکر کې دی.
امام نووي رحمه الله فرمايي: «علماء رضي الله عنهم وایي که په امر بالمعروف او نهی عن المنکر باندې مکلف سړی فکر وکړي چې دا کار یې اغېزه نه لري، له هغه څخه دغه مسئولیت نه ساقطه کیږي، او په هغه باندې دا واجب دی؛ ځکه چې یادونه د مؤمنانو لپاره ګټوره ده، لکه څنګه چې مو مخکې هم وويل، د هغه مسئوليت امر او نهی کول دي، نه په هغو باندې منل. په دې اړه خداى تعالی فرمايي: «وما علي الرسول اله الا البلاغ»؛ «د رسول پر غاړه پرته د پیغام رسولو بل مسؤلیت نه شته»؛
ابن لحام حنبلي رحمه الله وایي: «دا ګمان چې د منکر انکار او منع کول فایده نه لري، له غاړې نه ساقطه کېږي.»
دا شرط چې د نیکۍ امر کوونکی او له بدۍ څخه منع کوونکی پوه شي، او یا یې غالب ګمان دا وي چې په نیکۍ امر کول او له بدیو څخه منع کول یې مالي او ځاني زیان نه رسوي، یو له عجیبو شرایطو څخه دی. ځکه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولیت پر غاړه اخیستل له ستونزو او ننګونو ډکه لاره ده. كه هر څوك د خپل ځاني او مالي زيان د ويرې له امله دا مسئوليت پريږدي، نو امر بالمعروف او نهی عن المنکر به بالکل له مینځه لار شي. بلکې د هر مسلمان لپاره چې د ثواب نیت لري او له الله تعالی څخه د خپل اجر غوښتنه کوي پکار ده، چې دغه مسئولیت په غوره توګه ادا کړي او د دې لارې سختیو ته صبر او زغم وکړي. خدای تعالی څومره ښکلی فرمایلي دي: «وامر بالمعروف وانه عن المنکر واصبر علی ما أصابك»؛ «په نېکۍ امر وکړه او له بدیو څخه منعه وکړه او په هر څه چې در رسیږي زغم کوه.»
علماء په دې باره کې لیکي: «د هر مؤمن لپاره مناسبه ده چې د منکر د بدلولو هڅه وکړي، که څه هم په دې کار کې هغه ته تکليف رسیږي.»

 

ادامه لري…
Previous Articleد زېرې رښتیاینه؛ کله چې قسطنطنیه فتحه شوه
Next Article سیکولریزم «په اروپا کې د اقتصاد سیکولر کول» (دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اتمه برخه)

چهارشنبه _20 _اگست _2025AH 20-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)

پنجشنبه _14 _اگست _2025AH 14-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (شپږمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD5 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴) ۳. له معاد (قیامت ورځ او…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۳۰) د دینونو، افرادو او ټولنو لپاره د شیطان‌…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۴)

شنبه _14 _فبروري _2026AH 14-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۴) پاکوالی، ذهني توازن او سالمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۰)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۴)

دوشنبه _16 _فبروري _2026AH 16-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.