د خوارجو د لنډ تاريخ له بيانولو وروسته اوس به د خير البریه صلى الله عليه وسلم وينا د دې سرکشو خلکو او د افراط، تشدد، قتل، تباهۍ او … لارویانو په اړه خبرې وکړو، تر څو هر څوک په ځانګړې توګه هغه کسان چې د جهاد په صف کې دي، خپل ځانونه وګوري او په دې تله کې یې وتلي، د “خوارجو” په اړه د احادیثو له بیانولو وروسته به د هغوی اصول او صفات له نبوي سنتو او تاریخ څخه بیان او ثابت کړو. نو په پیل کې به احادیث په لنډه توګه بیان کړو او په راتلونکي فصل کې به له دې نصوصو څخه د هغو د اصولو او بدیو په ثابتولو سره استدلال وکړو.
لومړی حدیث :«إذا حَدَّثْتُكُمْ عن رَسولِ اللَّهِ صلىاللهعليهوسلم، فَلَأَنْ أَخِرَّ مِنَ السَّماءِ أَحَبُّ إلَيَّ مِن أَنْ أَكْذِبَ عليه، وإذا حَدَّثْتُكُمْ فِيما بَيْنِي وبيْنَكُمْ، فإنَّ الحَرْبَ خَدْعَةٌ، سَمِعْتُ رَسولَ اللَّهِ صلىاللهعليهوسلم، يقولُ: يَأْتي في آخِرِ الزَّمانِ قَوْمٌ، حُدَثاءُ الأسْنانِ، سُفَهاءُ الأحْلامِ، يقولونَ مِن خَيْرِ قَوْلِ البَرِيَّةِ، يَمْرُقُونَ مِنَ الإسْلامِ كما يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، لا يُجاوِزُ إيمانُهُمْ حَناجِرَهُمْ، فأيْنَما لَقِيتُمُوهُمْ فاقْتُلُوهُمْ، فإنَّ قَتْلَهُمْ أَجْرٌ لِمَن قَتَلَهُمْ يَومَ القِيامَةِ.» [الراوي: علي بن أبي طالب، البخاري، صحيح البخاري ٣٦١١، صحيح، أخرجه البخاري ٣٦١١، و مسلم ١٠٦٦] ؛ ژباړه: د حضرت علی بن ابی طالب رضی الله عنه څخه روایت دی چې، هغه وفرمایل: که زه له اسمان څخه ځمکې ته وغورځيږم، نو زما لپاره به له دې څخه هوسا او آسانه وي، کله چې زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د یو روایت په نقلولو کې پر هغه صلی الله علیه وسلم باندې دروغ وتړم، کله چې زه د هغي شي په اړه چې زما او ستاسو ترمنځ دې، خبرې کوم، تاسو باید پوه شئ چې جګړه یو چل او تاکتیک دی[ په جګړه کې عامه ګټو ته درناوی اړین دی] ما هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایي: په آخر الزمان کې به داسې خلک راشي چې ځوان او ضعیف عقلان به وي، دوی به په زړه پورې خبرې وکړي، یعنې قرآن به لولي او ژر به له اسلامه ووځي، لکه غشی چې د ښکار له بدن څخه ووځي، د دوی ایمان به له ستوني نه ښکته کیږي، یوازې په ژبه مسلمانان دي، په زړه کې نه، هر ځای کې چې ورته ورسېدئ، هغوی ووژنئ، د قیامت په ورځ به د هغه چا لپاره اجر وي، چاچې هغوی وژلي وي .
دوهم حدیث: « حَدَّثَنَا أَبُوبَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، وَإِسْحَاقُ، جَمِيعًا عَنْ يَزِيدَ، – قَالَ أَبُو بَكْرٍ حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ، – عَنِ الْعَوَّامِ بْنِ حَوْشَبٍ، حَدَّثَنَا أَبُوإِسْحَاقَ الشَّيْبَانِيُّ، عَنْ أُسَيْرِ بْنِ عَمْرٍو، عَنْ سَهْلِ بْنِ حُنَيْفٍ، عَنِ النَّبِيِّ صلىاللهعليهوسلم يقولُ: في الخَوارِجِ شيئًا؟ قالَ: سَمِعْتُهُ يقولُ، وأَهْوى بيَدِهِ قِبَلَ العِراقِ: «يَخْرُجُ منه قَوْمٌ يَقْرَؤُونَ القُرْآنَ، لايُجاوِزُ تَراقِيَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الإسْلامِ مُرُوقَ السَّهْمِ مِنَ الرَّمِيَّةِ». [الراوي: سهل بن حنيف، البخاري، صحيح البخاري ٦٩٣٤، صحيح] ؛ له یسیر بن عمرو څخه روایت دی، هغه وايي: ما سهل بن حنیف ته وویل: آیا تا د خوارجو په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څه اوریدلي دي؟ هغه وویل: ما له هغه څخه دا خبره واورېده او لاس د عراق په لور غځاوه، له دې اړخه داسې خلک پیدا کیږي چې قرآن لولي، خو اثر یې له ستوني نه تېرېږي، په چټکۍ سره اسلام پرېږدي؟ په همغه ډول چې تير ژر د ښکار له بدن څخه وځي.
دریم حدیث :«إنَّ بَعْدِي مِن أُمَّتِي – أوْ سَيَكونُ بَعْدِي مِن أُمَّتِي – قَوْمٌ يَقْرَؤُونَ القُرْآنَ، لايُجاوِزُ حَلاقِيمَهُمْ، يَخْرُجُونَ مِنَ الدِّينِ كما يَخْرُجُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، ثُمَّ لا يَعُودُونَ فِيهِ، هُمْ شَرُّ الخَلْقِ والْخَلِيقَةِ.» [الراوي: أبوذر الغفاري، مسلم، صحيح مسلم (١٠٦٧)، صحيح]؛ ابوذر غفاري رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “بیشکه زما نه وروسته به زما د امت خلک راشي، دوی به قرآن کریم لولي، خو د هغه اثر به د دوی له ستوني نه تیریږي، د اسلام څخه داسې وځي لکه څنګه چې تير د ښکار له بدن څخه وځي او دا د ځمکې تر ټولو بد مخلوق دي.
څلورم حدیث : «يَخْرُجُ فِيكُمْ قَوْمٌ تَحْقِرُونَ صَلاتَكُمْ مع صَلاتِهِمْ، وصِيامَكُمْ مع صِيامِهِمْ، وعَمَلَكُمْ مع عَمَلِهِمْ، ويَقْرَؤُونَ القُرْآنَ لايُجاوِزُ حَناجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ كما يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، يَنْظُرُ في النَّصْلِ فلا يَرى شيئًا، ويَنْظُرُ في القِدْحِ فلا يَرى شيئًا، ويَنْظُرُ في الرِّيشِ فلا يَرى شيئًا، ويَتَمارى في الفُوقِ.» [الراوي: أبوسعيد الخدري، البخاري، صحيح البخاري ٥٠٥٨، صحيح] ؛ له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویې فرمایل: په تاسو کې به داسې خلک پیدا شي چې تاسو خپل لمونځونه، روژې او عملونه به د هغوی د لمانځه او روژې او نورو عملونو په پرتله کم ګڼئ، دوی د قرآن تلاوت کوي، مګر د هغه اغیز د دوی له خولې څخه ښکته نه ځي، له دین څخه به ووځي، لکه څنګه چې تیر د ښکار له بدن څخه وځي، لکه هغه تیر چې د ښکارکوونکي له خوا په ډیر قوت او سرعت سره وغورځول شي او تیر په سرعت سره له بدن څخه ووځي، کله چې ښکارکوونکی دا تیر واخلي، د هغې د اوسپنې برخه وګوري، د حیوان د وینې نښې یې نه ویني، بیا یې د لرګیو برخه ولټوي، بیا یې د وینو نښې ونه لیدلې، بیا یې تیر وڅیړل خو هیڅ یې ونه لیدل، ښکارکوونکی په کمان شک وکړ چې ایا دا د تیر د ویشتلو قدرت لري او ایا تیر ښکار په نښه کوي او که نه؟
پنځم حدیث: «سيكونُ في أُمَّتي اختلافٌ وفُرْقَةٌ، قومٌ يُحْسِنونَ القِيلَ، ويُسِيئونَ الفِعْلَ، يقْرؤونَ القرآنَ لايُجاوِزُ تراقِيَهم، يَمْرُقونَ مِنَ الدِّينِ مُروقَ السَّهمِ مِنَ الرَّمِيَّةِ، لايَرْجِعونَ حتى يَرْتَدَّ على فُوقِهِ، هم شِرارُ الخلْقِ والخلِيقَةِ، طُوبى لِمَنْ قتَلَهم وقتَلوهُ، يَدْعُونَ إلى كتابِ اللهِ وليسوا منه فِي شيءٍ، مَنْ قاتَلَهم كان أَوْلى باللهِ منهم، قالوا یا رسولالله! ما سیماهم؟ قال: التَّحليقُ. سيماهم التحليقُ.» [الراوي: أبوسعيد الخدري وأنس بن مالك وأوس، صحيح الجامع ٣٦٦٨، صحيح]؛ انس بن مالک او ابو سعید الخدري رضی الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما په امت کې به تفرقه او اختلاف رامنځ ته شي، داسې خلک به راشي چې خبرې به یې ښایسته وي، خو عملونه به یې بد وي، قرآن لولي، خو اثر به یې له ستوني څخه نه تیریږي او د دین له غیږې به ووځي، لکه څنګه چې تیر د ښکار له بدن څخه ووځي، دوی تر هغه دین ته نه راګرځي تر څو چې تیر کمان ته نه وي راګرځېدلی، دوی تر ټولو بد مخلوق دي، نیکمرغه دي هغه څوک چې دوی ووژني او یا د دوی لخوا ووژل شي، د الله کتاب لوري ته بلنه کوي؛ خو دوی په خپله هغه ته پام او التزام نه کوي او څوک چې له دوی سره جګړه کوي، هغوی د الله په نزد ډېر محبوب او نږدې وي، وویل شول: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! د هغوی نښې څه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «التحلیق» د هغوی سرونه خریل شوي دي .
شپږم حدیث:«عَن أبي أمامةَ، يقولُ: شرُّ قَتلى قُتِلوا تحتَ أَديمِ السَّماءِ، وخيرُ قَتيلٍ مَن قتلوا، كِلابُ أَهْلِ النّارِ، قد كانَ هؤلاءِ مسلِمينَ فصاروا كفّارًا قُلتُ: يا أبا أمامةَ، هذا شيءٌ تقولُهُ؟ قالَ: بل سَمِعْتُهُ من رسولِ اللَّهِ صلىاللهعليهوسلم». [الراوي: أبو أمامة الباهلي، ابن ماجه ١٤٦، حسن، أخرجه ابن ماجه ١٧٦ واللفظ له، وأحمد ٢٢١٨٣]؛ ابوغالب د ابو امامه باهلي رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې هغه د خوارج په اړه ویلي دي: تر اسمان لاندې تر ټولو بد وژل شوي او تر ټولو غوره قاتل چې دوی یې وژلي، هغوی د دوزخ سپي دي، دوی مسلمانان وو او کافر شوي، ما ورته وویل: ای ابو امامه! دا خبرې ته د هغوی په اړه کوې؟ ابو امامه وویل: نه؛ بلکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې دا خبرې واورېدې .
اووم حدیث : «أنَّ الحَرُورِيَّةَ لَمّا خَرَجَتْ، وَهو مع عَلِيِّ بنِ أَبِي طالِبٍ رَضِيَاللَّهُعنْه، قالوا: لا حُكْمَ إلّا لِلَّهِ، قالَ عَلِيٌّ: كَلِمَةُ حَقٍّ أُرِيدَ بها باطِلٌ، إنَّ رَسولَ اللهِ صلىاللهعليهوسلم وَصَفَ ناسًا، إنِّي لأَعْرِفُ صِفَتَهُمْ في هَؤُلاءِ يقولونَ الحَقَّ بأَلْسِنَتِهِمْ لا يَجُوزُ هذا، منهمْ، وَأَشارَ إلى حَلْقِهِ، مِن أَبْغَضِ خَلْقِ اللهِ إلَيْهِ.» [الراوي: علي بن أبي طالب، مسلم، صحيح مسلم ١٠٦٦، صحيح]؛ عبیدالله بن ابی رافع، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ازاد شوی غلام، روایت کړی دی چې کله د حروریه ډله ووتله او د علی ابن ابی طالب په خلاف یې پاڅون وکړ، هغوی وویل: “لا حکم الا الله”، حضرت علي په ځواب کې وویل: “کلمة الحق ارید بها الباطل ” هغه حقه کلمه چې دوی د باطل پرې لري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د یوې ډلې مواصفات او ځانګړنې بیان کړې وې چې زه د هغوی مواصفات پېژنم، دوی د حق خبره کوي خو د دوی له دې ځایه تجاوز نه کوي، هغه خپل ستوني ته اشاره وکړه، دوی د الله تعالی له بدو بندګانو څخه دي.
اتم حدیث: «سَمِعْتُ والِدي أبابَكرَةَ يَقولُ عن نَبيِّ اللهِ صلىاللهعليهوسلم: ألا إنَّهُ سَيَخرُجُ مِن أُمَّتي أقوامٌ أشِدّاءُ أحِدّاءُ، ذَلِقةٌ ألسِنَتُهُم بِالقُرآنِ، لايُجاوِزُ تَراقِيَهم، ألا فإذا رَأيْتُموهم فَأنيموهم، ثم إذا رَأيتُموهم فَأنيموهم، فالمَأجورُ قاتِلُهُمْ.» [الراوي: أبوبكرة نفيع بن الحارث، شعيب الأرنؤوط، تخريج المسند لشعيب (٢٠٤٤٦)، إسناده قوي على شرط مسلم، أخرجه أحمد ٢٠٤٤٦ واللفظ له، وابن أبي عاصم في السنة ٩٣٧، والبزار ٣٦٧٦]؛ له مسلم بن ابي بکره څخه روایت دی چې یو سړي ترې پوښتنه وکړه چې ایا د خوارج په اړه دې څه اوریدلي دي؟ هغه وویل: ما له خپل پلار ابوبکره څخه اوریدلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: خبر اوسئ چې زما په امت کې به داسې خلک راشي چې سخت دريځه او تند خویه به وي، قرآن د دوی د ژبې په سره ده؛ اما د هغه اثر به د دوی له ستونې څخه نه تیریږي، خبر اوسئ! کله چې تاسو هغوی ولیدل؛ بیا یې په ځمه د څملولو هڅه وکړئ او بیا یې پر ځمکه وغورځوئ، د دوی قاتل د الله په نزد د اجر وړ دې.
نهم حدیث: «يخرجُ من أمتي قومٌ يسيؤون الأعمالَ ويقرأون القرآنَ لايجاوزُ حناجرَهم قال يزيدُ لاأعلمُه إلا قال يحقرُ أحدُكم عملَه معَ عملِهم يقتلون أهلَ الإسلامِ فإذا خرجوا فاقتلوهم ثم إذا خرجوا فاقتلوهم ثم إذا خرجوا فاقتلوهم فطوبى لِمن قتلهم وطوبى لمن قتلوه كلما طلع منهم قرنٌ قطعه اللهُ عزَّوجلَّ فردَّد ذلك رسولُ اللهِ صلىاللهعليهوسلم عشرينَ مرةً أو أكثرَ وأنا أسمعُ.» [الراوي: عبدالله بن عمر، أحمد شاكر، تخريج المسند لشاكر ٧/٢٦٨، أخرجه ابن ماجه ١٧٤ مختصراً، وابن عساكر في «تاريخ دمشق» ١/١٦١ مطولاً، شعيب الأرنؤوط، تخريج المسند لشعيب: ٩/٣٩٧، صحيح]؛ له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې ویل به یې: زما د امت څخه به یو قوم راشي چې ناوړه عملونه به ترسره کوي، قرآن به تلاوت کوي، مګر د دوی له ستوني به نه تېریږي، یزید وویل: زه نه پوهیږم پرته له دې چې هغه وویل: له تاسو څخه یو کس د خپل اعمال د هغو د عمل په پرتله کم ګڼي، د اسلام اهل وژني، کله چې دا خلک راڅرګند شي، نو هغوی و وژنئ، د هغه چا لپاره خوشحالي ده چې دوی یې وژلي او د هغه چا لپاره خوښي ده چې ددوی لخوا وژل شوي دي، کله چې د دوی زور او ځواک ښکاره شو،الله تعالی دې هغه تباه کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا جمله شل ځله تکرار کړه او ما اوریدله.
لسم حدیث : عن عبد الله بن عمر، قال: سمعت رسول الله صلىاللهعليهوسلم يقول: «إنه كائن فيكم قوم يقرؤون القرآن لايجاوز تراقيهم، كلما طلع منهم قرن قطع، كلما طلع منهم قرن قطع – حتى ذكر عشرين مرة وزيادة – حتـى يكون أخرهم يخـرج مع الدجال.» [طبرانی، عبدالله بن عمرو، الهيثمي، رجاله رجال ثقات، مجمع الزوائد: ٦/٢٣٣]؛ له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایي: یقینا ستاسو په منځ کې یو داسې قوم راتلونکی دی چې د قرآن کریم تلاوت کوي؛ مګر د دوی له ستونې څخه نه تیریږي، هرکله چې د هغوی زور او ځواک څرګند شو ، د هغوی شان او شوکت دې له منځه لاړ شي،رسول الله صلی الله علیه وسلم دا جمله له شلو ځلو څخه زیاته تکرار کړه، تر دې چې د دې قوم وروستي کسان به د دجال سره هم مهاله څرګند شي. د احمد په روايت داسې راغلي: له ختيځ څخه به داسې خلك راشي چې قرآن به لولي، خو كله به يې له ستوني نه تېرېږي، که یو ځلي وځپل شي، بل وخت به بيا راڅرګندېږي تر دې چې د دجال له دې ډلې سره راښكاره شي.
یوولسم حدیث:عن أبي سعيد الخدري، «أن أبابكر جاء إلى رسول الله صلىاللهعليهوسلم فقال: يا رسول الله إني مررت بوادي كذا وكذا، فإذا رجل متخشع حسن الهيئة يصلي، فقال له النبي صلىاللهعليهوسلم: «اذهب إليه فاقتله» قال: فذهب إليه أبوبكر فلما رآه على تلك الحال كره أن يقتله، فرجع إلى رسول الله صلىاللهعليهوسلم فقال النبي صلىاللهعليهوسلم لعمر: «اذهب فاقتله»، فذهب عمر فرآه على تلك الحال التي رآه أبوبكر، فرجع فقال: يا رسول الله إني رأيته يصلي متخشعا، فكرهت أن أقتله، قال: «يا علي اذهب فاقتله»، قال: فذهب علي فلم يره، فرجع علي فقال: يا رسول الله، إنه لم يره، فقال النبي صلىاللهعليهوسلم: «إن هـذا وأصحابه يقرءون القرآن، لايجاوز تراقيهم، يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية، ثم لايعودون فيه حتى يعود السهم في فوقه، فاقتلوهم هم شر البرية.» [مسند احمد الراوي: أبوسعيد الخدري، الهيثمي، مجمع الزوائد: ٦/٢٢٨، صحيح، أخرجه أحمد: ١١١١٨ واللفظ له، والبخاري في التاريخ الكبير: ٩/]؛ له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې ابوبکر صدیق رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: رسول الله صلى الله عليه وسلمه! په يوه دره كې وم چې يو عاجز سړى مې وليد چې ښكلى بدن او څېره یې درلود، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: لاړ شه او هغه ووژنه، ابوبکر صدیق رضی الله عنه هغه ته ورغی، هغه یې په همدې حال کې ولید، د هغه وژل یې مناسب و نهګڼل، دوه ځله د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغی او عمر ته یې وویل: لاړ شه هغه ووژنه، حضرت عمر رضي الله عنه هغه کس ته ورغی او هغه یې په هماغه حالت کې ولید چې حضرت ابوبکر رضي الله عنه لیدلی و، حضرت عمر رضي الله عنه هم راوګرځید او ویې ویل: ای د خدای رسوله! هغه په عاجزۍ حالت کې د لمانځه پر سر ولید مناسب مې و نه ګڼل چې هغه ووژنم، رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله عنه ته وویل چې ورشه او هغه ووژنه! حضرت علی رضی الله عنه د هغه سړي ځای ته ولاړ؛ اما هغه سړی یې هلته و نه لید، نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی او ویې ویل چې یا رسول الله صل الله علیه وسلم هغه کس مې و نه لید، راوي وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا سړى او ملګري يې قرآن لولي، اما اثر يې له ستوني څخه نه تېرېږي، له دين څخه وځي، لكه څنګه چې تير د ښکار له بدنه ووځي او بيا دين ته نه ورګرځي، لكه څنګه چې تير بېرته لیندۍ ته نه راګرځي؛ بېرته خپل ر نو دوی ووژنئ، دوی تر ټولو بد مخلوق دي.
دولسم حدیث: «يخرُجُ في آخرِ الزَّمانِ قومٌ أحداثُ الأسنانِ سُفَهاءُ الأحلامِ يقولونَ مِن خيرِ قَولِ النّاسِ يقرءونَ القرآنَ لايجاوزُ تراقيَهُم يمرُقونَ منَ الإسلامِ كما يَمرُقُ السَّهمُ منَ الرَّميَّةِ فمَن لقيَهُم فليقتُلهم فإنَّ قتلَهُم أجرٌ عندَاللَّهِ لمن قتلَهُم.» [الراوي: عبدالله بن عباس، صحيح ابن ماجه ١٣٨، صحيح، أخرجه الترمذي ٢١٨٨، وابن ماجه ١٦٨ واللفظ له، وأحمد ٣٨٣١] ؛ د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وفرمایل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په اخره زمانه کې به یو داسې قوم راځي، چې ځوان او ضعیف عقله به وي، هغوی به له غوره الفاظو څخه غږیږي [ قرآن لولي]او اسلام ژر پرېږدي، لکه څنګه چې يو تير ژر له هدفه ووځي، ايمان يې له ستوني څخه نه تېرېږي، څوک چې له دوى سره مخامخ شي، بايد هغوی ووژني، په دې توګه د هغوى وژل د الله جل جلاله په نزد د هغوى د وژونکي لپاره اجر دى.
دیارلسم حدیث: «عن ابن أبي أوفى قال: قال رسول الله صلىاللهعليهوسلم: «الخوارج كـلاب النار» رواه ابن ماجه وفي رواية: عن سعيد بن جمهان قال: أتيت عبدالله بن أبي أوفى وهو محجوب البصر، فسلمت عليه، قال لي: من أنت؟ فقلت: أنا سعيد بن جمهان، قال: فما فعل والدك؟ قال: قلت: فثلثة الأزارقة، قال: لعن الله الأزارقة، لعن الله الأزارقة، حدثنا رسول الله صلىاللهعليهوسلم «أنهم كلاب النار»، قال: قلت: الأزارقة وحدهم أم الخوارج كلها؟ قال: «بل الخوارج كلها.» [الراوي: عبدالله بن أبي أوفى، الهيثمي، مجمع الزوائد ٦/٢٣٥، رجاله ثقات، أخرجه أحمد ١٩٤٣٤] ؛د عبدالله بن ابی اوفی رضی الله عنه څخه روایت دی، چې هغه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خوارج د دوزخ سپي دي، له سعید بن جمهان څخه روایت دی چې زه عبدالله بن ابي اوفي ته ورغلم هغه په سترګو ړوند و، ما ورته وویل: زه سعید بن جمهان یم، هغه وویل: پلار دې څه کوي؟ ما وویل: هغه د ازارقو لخوا ووژل شو، و ویې ویل: الله جل جلاله دې ازارقه لعنت کړي، الله تعالی دې ازارقه لعنت کړي، الله تعالی دې ازارقه لعنت کړي؛ له دې وروسته یې وویل: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې هغه وفرمایل: هغوی د دوزخ سپي دي، ومې ویل: یوازط ازارقه یا ټول خوارج[په دې جزا کې شامل دي؟] ویې ویل: ټول خوارج پکې شامل دي.
څوارلسم حدیث: «أنها ذكرتِ الخوارجَ وسألَتْ مَن قتلَهم يعني أصحابَ النَّهرِ فقالوا عليٌّ فقالت سمعتُ رسولَ اللهِ صلىاللهعليهوسلم يقول يقتلُهمْ خِيارُ أُمَّتي وهم شرارُ أُمَّتي.» [الراوي: عائشة أم المؤمنين، الهيثمي، رجاله رجال ثقات، مجمع الزوائد ٦/٢٤٢]؛ مسروق له عائشې رضي الله عنها څخه روایت کوي، چې هغې د خوارجو یادونه وکړه، ما ترې وپوښتل: هغوی چا وژلي، هغوی وویل: علي رضی الله عنه، عایشه رضی الله عنها وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مو اوریدلي دي چې فرمایي: زما د امت تر ټولو ښه خلک به دوی ووژني او دا [خوارج] تر ټولو بد امت دی.
پنځلسم حدیث: «سألَ نافعًا كيفَ كانَ رأيُ ابن عمرَ في الحروريَّةِ قالَ كانَ يَراهم شرارَ خلقِ اللَّهِ انطلَقوا إلى آياتِ الكفّارِ فجعَلوها في المؤمِنينَ.» [الراوي: بكير بن الأشج، ابن حجر العسقلاني، فتح الباري لابن حجر: ١٢/٢٩٨، شعيب الأرنؤوط، تخريج شرح السنة: ١٠/ ٢٣٣، ٢٣٤، إسناده صحيح]؛ (له بکیر بن عبدالله بن اشجع څخه روایت دی چې هغه له نافع څخه وپوښتل چې د هریوه[خوارج] په اړه د ابن عمر څه نظر دی؟ هغه وویل: ابن عمر دوی د خدای په مخلوقاتو کې خورا بد ګڼل او د کفارو په اړه چې کوم آیتونه دي هغه یې د مومنانو په اړه کارول او مؤمنان يې د هغو مصداق ګڼل .
شپاړسم حدیث:«سَعيدُ بنُ جُمهانَ قال: كُنّا نُقاتِلُ الخَوارِجَ وفينا عَبدُاللهِ بنُ أبي أوْفى، وقد لَحِقَ غُلامٌ له بِالخَوارِجِ، وهم مِن ذلك الشَّطِّ، ونحن مِن ذا الشَّطِّ، فنادَيناهُ: أبا فَيروزَ، أبا فَيروزَ، وَيحَكَ، هذا مَولاكَ عَبدُ اللهِ بنُ أبي أوْفى؟ قال: نِعْمَ الرَّجُلُ هو لو هاجَرَ! قال: ما يَقولُ عَدُوُّاللهِ. قال: قُلنا: يَقولُ: نِعْمَ الرَّجُلُ لو هاجَرَ! قال: فقال: أهِجرةٌ بَعدَ هِجرَتي مع رَسولِ اللهِ صلىاللهعليهوسلم؟ ثم قال: سمِعْتُ رَسولَ اللهِ صلىاللهعليهوسلم يَقولُ: طُوبى لِمَن قتَلَهم وقَتَلوهُ.» [الراوي: عبدالله بن أبي أوفى، شعيب الأرنؤوط، تخريج المسند لشعيب ١٩١٤٩، صحيح، أخرجه أحمد ١٩١٤٩ واللفظ له، وابن سعد في الطبقات الكبرى ٥٥٨٢، وابن أبي عاصم في السنة ٩٠٦] ؛ له سعید بن جمهان څخه روایت دی، هغه وایي: موږ له خوارج سره په جګړه کې وو، عبدالله بن ابي اوفي رضی الله عنه له موږ سره وو، د هغه غلام له خوارج سره یو ځای شوی و او هغوی د سیند یوې خوا ته او موږ بل طرف ته و، هغه په ځواب کې وویل: هغه به ښه سړی وای که هجرت یې کړی وای، عبدالله بن ابی اوفی وویل: د خدای دښمن څه وایی؟ ښه سړی وو که هجرت یې کړی وای نو ویې ویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: مبارک دی هغه څوک چې خوارج وژني او هغوی دی ووژني.
اولسم حدیث:«ذُكِرَ لي أنَّ رسولَ اللهِ صلىاللهعليهوسلم قال: – ولم أسمَعْه منه – إنَّ فيكم قومًا يَعبُدون ويَدْأبون، حتى يُعجَبَ بهم النّاسُ، وتُعجِبَهم نفوسُهُم، يَمرُقون مِن الدِّينِ مُروقَ السَّهْمِ من الرَّميَّةِ.» [الراوي: أنس بن مالك، شعيب الأرنؤوط، تخريج المسند لشعيب ١٢٨٨٦، إسناده صحيح على شرط الشيخين، أخرجه أحمد ١٢٨٨٦ واللفظ له، وأبو يعلى ٤٠٦٦)، والضياء في الأحاديث المختارة ٢٣٩٤]؛له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په تاسو کې يوه ډله شته چې عبادت کوي، عبادت يې عادت ګرځېدلی، تر هغو خلک عبادت ته یې د قدر په سترګه ګوري؛ خپل عبادت ته د قدر په سترګه ګوري او ځان ته د تعجب په سترګه ګوري، خو دین داسې پریږدي لکه تیر چې له کمان څخه وځي.
اتلسم حديث: «إنَّ مِن ضِئْضِئِ هذا – أَوْ: في عَقِبِ هذا – قَوْمًا يَقْرَؤُونَ القُرْآنَ لايُجاوِزُ حَناجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ مُرُوقَ السَّهْمِ مِنَ الرَّمِيَّةِ، يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإسْلامِ ويَدَعُونَ أَهْلَ الأوْثانِ، لَئِنْ أَنا أَدْرَكْتُهُمْ لَأَقْتُلَنَّهُمْ قَتْلَ عادٍ.» [البخاري، صحيح البخاري ۳۳۴۴] ؛ د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی [ هغه دا حدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب کړ] په حقیقت کې د دې سړي په نسل کې یا د هغه تر شا به داسې قوم راشي چې قرآن لولي؛ خو له ستونو څخه یې نه تیریږي، له دین څخه وځي لکه چې غشی د ښکار له بدن څخه وځي، د اسلام خلک به وژني او د بتانو او مشرکانو خلک به پریږدي، که زه دا ډله ومومم، زه به یې داسې ووژنم له د عاد قوم په څېر.
نولسم حدیث: قال علي رضياللّهعنه: «ليسوا بقراء للقرآن، ولافقهاء في الدين، ولاعلماء في التأويل، ولالهذا الأمر بأهل سابقة في الإسلام، والله لو ولوا عليكم لعملوا فيكم بأعمال كسرى وهرقل.» [تاریخ الطبری: 5/78] ؛ هغوی د قرآن د تلاوت او په هغه کې د تدبر خلک نه دي، دوی په دین کې فقه او پوهه نه لري، او په تفسیر کې جاهل دي، او په دې برخه کې هیڅوک له دوی څخه مخکې نه دي، په الله قسم که دوی په تاسو واکمن شي نو د کسری او هرقل په څیر به له تاسو سره چلند وکړي.
شلم حدیث: قَالَ النَّبِيُّ صلىاللهعليهوسلم فِيهِمْ: «أَيْنَمَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ فَإِنَّ فِي قَتْلِهِمْ أَجْرًا عِنْدَ اللَّهِ لِمَنْ قَتَلَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» وَقَالَ: «لَئِنْ أَدْرَكْتهمْ لَأَقْتُلَنَّهُمْ قَتْلَ عَادٍ.» [مجموع الفتاوی: 35/1496] ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په هر ځای کې چې یې ووینئ، بیا یې ووژنئ، بیشکه د قیامت په ورځ به یې د وژونکو لپاره اجر وي ، او فرمايي: که زه په هغه زمانه کې پر هغوی پوه شوم، دوی به د عاد د قوم په څېر ووژنم.
یو ویشتم حدیث: «عنِ النَّبيِّ صلىاللهعليهوسلم في قوله: «فَأَمّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ ما تَشابَهَ مِنْهُ» قالَ: همُ الخوارجُ، وفي قولِهِ: «يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ» [آلِ عمرانَ: ١٠٦] قالَ: همُ الخوارجُ». [الراوي: أبو أمامة الباهلي، أحمد شاكر، عمدة التفسير ١/٣٥٣، (أشار في المقدمة إلى صحته) ؛ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه، د الله تعالی د دې قول په اړه) خو هغه کسان چې په زړونو کې یې کوږوالی لري کږې دي او له حق څخه تېښته، د هغوی د وجود کونجونه پوښلي دي، هغوی د فتنې او غلط تعبیر لپاره د متاشبهاتو په لټه کې دي، ویې فرمایل: دوی خوارج دي او د هغه په خبره یوه ورځ به ده، د هغه په خبره، یوه ورځ به ځیني مخونه تور او ځیني به سپین وي ویې فرمای: دوی خوارج دي.
نو هر څوک بايد د دې اصولو او صفتونو په آيتونو کې خپل ځان اندازه کړي، تر څو د دې بدو خلکو پر وړاندې هيڅ توجه ونه کړي او له هغوی څخه ځان وساتي، ان شاءالله چې په لاندې ليکنو کې ذکر شوي تاريخ او نصوص په نظر کې نيول شوي دي، اصول او صفات به استدلال شي.