له حضرت عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مُرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ قَبْلَ أَنْ تَدْعُوا فَلاَ يُسْتَجَابَ لَكُمْ.»؛ ژباړه: «مخکې له دې چې تاسو دعا وکړئ او ستاسو دعا قبول نه شي، په نیکۍ امر وکړئ او له بدیو څخه نهی وکړئ.»
له حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَاسْتَطَاعَ أَنْ يُغَيِّرَهُ بِيَدِهِ فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ.»؛ ژباړه: «څوک چې په تاسو کې یو څه منکر وویني او د هغه د بدلولو توان ولري، نو په خپل لاس دې یې بدل کړي، او که هغه په لاس نه شي کولی، نو په ژبه دې یې بدل کړي، که په ژبه سره هم نه شي کولی، نو په خپل زړه سره دې یې بدل کړي (بد وګڼي) او دا د ایمان تر ټولو ضعیفه درجه ده.»
له حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: :«إِيَّاكُمْ وَالْجُلُوسَ فِي الطُّرُقَاتِ.» قَالُوا: «يَا رَسُولَاللَّهِ! مَا لَنَا بُدٌّ مِنْ مَجَالِسِنَا نَتَحَدَّثُ فِيهَا.» قَالَ رَسُولُاللَّهِ صلیاللهعلیهوسلم: «فَإِذَا أَبَيْتُمْ إِلاَّ الْمَجْلِسَ فَأَعْطُوا الطَّرِيقَ حَقَّهُ». قَالُوا: «وَمَا حَقُّهُ؟» قَالَ: “غَضُّ الْبَصَرِ وَكَفُّ الأَذَى وَرَدُّ السَّلاَمِ وَالأَمْرُ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّهْىُ عَنِ الْمُنْكَرِ.»؛ ژباړه: « ځان د لاري د کېناستو څخه وژغورئ! ويې ويل: يا رسول الله! موږ له دغه غونډو څخه چې په هغه کې خبري کوو هیڅ چاره نه لرو. رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: که چاره نه لرئ، نو د لاري حق ادا کړئ! دوی پوښتنه وکړه: د لاري حقوق کوم دي؟ رسول علیه الصلاة و السلام وفرمایل: «د سترګو تړل(د نامحرمو څخه) د لاري څخه موذي شیان لري کول، سلام ته علیک کول، او امر بالمعروف او نهی عن المنکر.»
د اجماع څخه دلایل
علامه ابن حزم رحمه الله فرمایلي دي: «اتفقت الأمة على وجوب الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر بلا خلاف بين أحد منهم لقوله تعالى: “وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ.”»؛ ژباړه: د دغه آیت په بنسټ، اسلامي امت ټوله په دې اتفاق لري چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر واجب دی.
امام نووي رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې د «فَلیُغَیِّرهُ» کلمې په تشریح کې لیکي: «د ملت په اجماع سره دا هغه مسله ده چې پر واجبیت باندي دلالت کوي او امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مکلفيت په بحث کې د اسلامي امت اجماع د قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو سره سمون خوري او دا هم يو نصیحت دی، چې د دین په معنا راغلي دي.
امام الحرمین رحمة الله علیه هم د روافضو په اړه (چې دوی یې واجب نه بولي) وایي: د دغو (روافضو) له رامنځته کیدو مخکې مسلمانانو د هغې په واجبیت باندي اتفاق کړی و. او د معتزله د نظريې په خلاف دا خبره د شريعت له نظره واجبه ده نه په عقل سره.»
د اسلام د علماو اجماع لکه علامه جصاص، امام غزالي، شیخ ابن حزم او امام نووي رحمهم الله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وجوب باندي ده. او د دوی مقصود دا دی چې واجب شي ته امر کول واجب دی، او د حرام شي څخه نهی کول هم واجب دي، مستحب شي ته امر کول مستحب دی، او د مکروه شي څخه نهی کول هم مستحب دي.