لیکوال: محمد عاصم اسماعیزهي
تصوف او عرفان (اوومه برخه)
له دویمه پېړۍ څخه تر لسمې پېړۍ پوري د عارفانو او متصوفینو طبقات
دریمه پیړۍ
بایزید بسطامي (طیفور بن عیسی): هغه د بسطام او له سترو عارفانو څخه دی. ویل کیږي چې هغه لومړنی کس دی چې په ښکاره یې د “فنا في الله او بقا بالله” خبره وکړه. بایزید ویلي دي: د بایزیدۍ څخه راووتلم لکه مار له خپل پوست څخه. هغه په ۲۶۱ هجري کال وفات شو.
بشر حافي: هغه د بغداد اوسیدونکی او له مشهورو عارفانو څخه دی، پلرونه یې له «مرو» څخه وو. هغه په لومړي سر کې فسق او فجور کاوه او بیا یې توبه وکړه. هغه په داسې حال کې توبه وکړه چې ”حافي” (لوڅي پښې) و او ځکه د بشر حافي په نوم مشهور شو. هغه په ۲۲۷-۲۲۶ هـ ق کې وفات شو.
سرِي سَقَطي: هغه د بغداد اوسیدونکی دی او د بشر حافي له ملګرو څخه وو. هغه د انسانانو سره رحم او پېرزویني کوله. ابن خلکان ُ «وفیات الاعیان» کې لیکي چې سري سقطي ویلي دي: «۳۰ کاله کېږي چې د یوې «الحمدلله» ویلو سره استغفار کوم. هغوی وویل: څنګه؟ سري وويل: “یوه شپه په بازار کې اور ولګېد او زه بهر راووتلم چې وګورم اور زما هټۍ(دکان) ته رسېدلى که نه.” ما ته وویل شول: “ستا هټۍ ته تاوان نه دی رسېدلی.” ما وویل: الحمدلله. ناڅاپه پوه شوم او سوچ مې وکړ چې ایا زه نباید د مسلمانانو په اړه اندېښمن شم؟
سعدي همدا کیسه په لږ توپیر سره په شعر کې راوستلې:
شبـــــی دود خلق آتشـــی برفـروخت شنیدم که بغداد نیمی بسوخت
یکی شکر گفت اندر آن خاک و دود که دکــــان مـــــا را گــزندی نبود
جهــــــاندیدهای گفـتش ای بوالهوس تو را خود غم خویشتن بود و بس
پسندی که شـــــهری بسوزد به نـــار اگــــــر خود سرایت بود بر کنار
هغه د کرخي شاګرد او مرید او د جنید بغدادي استاد او ماما دی. هغه د توحید او الهي محبت په اړه ډیري لیکني لري او هم هغه دی چې وايي: «عارف د لمر په څیر په ټوله نړۍ ځلیږي او لکه ځمکه د ښه او بد بار په شا وړي، او د اوبو په څیر ټولو زړونو ته ژوند ورکوي، او د اور په څیر ټولو لګیږي.» سري په (۲۴۵ یا۲۵۰ هـ ق) کې د شپږ نوي کلنۍ په عمر وفات شو.
حارث محاسبي: د بصرې اوسیدونکی او د جنید له ملګرو څخه دی. هغه ځکه “محاسبي” ویل کېده چې د مراقبې او محاسبې موضوع ته یې پوره پاملرنه کوله، هغه د احمد ابن حنبل معاصر دی او احمد حنبل د علم کلام مخالف و، نو ځکه دی یې وایست. او همدا لامل و چې خلک هغه ته شا کړه. حارث په ۲۴۳ هجري کې وفات شو.
جنيد بغدادي: عارفین او متصوفین ورته “سيد الطائفه” وايي، جنيد يو معتدل متصوف ګڼل کېږي. هغه د تصوف جامې هم نه اغوستې، هغوى ورته وويل: د خپلو ملګرو لپاره خرقه (د تصوف کالي) واغونده هغه وویل: که زه پوهېدلی چې جامې ګټه کوي، نو ما به د اوسپنې څخه جامې جوړې کړي وای، مګر د حق بلنه دا ده: «لیس الاعتبار بالخرقة، انما الاعتبار بالحرقة»؛ یعنی«له خرقې څه نه جوړیږی، حرقه (د زړه اور) پکار دی. جنيد د سري سقطي وراره او شاګرد او د حارث محاسبي هم شاګرد و. ویل کیږي چې په ۲۹۷ هجري کال د نوي کلنۍ په عمر وفات شو.
ذوالنون مصري: هغه د مصر څخه دی او په فقه کې د حضرت مالک ابن انس شاګرد و. جامي، هغه د صوفیانو مشر بللی او هغه هم لومړی کس و چې عرفاني مسایل یې په رمزي اصطلاحاتو سره څرګند بیانول، او بیا دا طریقه ورو ورو عامه شوه. ذوالنون د 240-250 هجري تر منځ وفات شو.
سهل بن عبدالله تستري: هغه یو له سترو عارفانو او صوفیانو او د شوشتر څخه دی. د عرفان هغه ډله چې د نفس مجاهده خپل یو اصل ګڼي ته منسوب دي او «سهلیه» بلل کیږي. په مکه مکرمه کې یې له ذوالنون مصري سره هم ملاقات درلودلی دی. هغه د 283-293 هجري کلونو ترمنځ مړ شوی دی.
حسین بن منصور حلاج: هغه په حقیقت کې د شیراز له بیضاء څخه دی، خو په عراق کې لوی شوی دی. حلاج د اسلامي دورې له ډېرو جنجالیو عارفانو څخه دی، هغه په کفر، ارتداد او د خدایي په دعوه تورن شوی و او فقهاوو تکفیر کړی دی، او د عباسي دورې پر مهال په دار وځړول شو. او عارفان هم هغه د رازونو په افشا کولو تورنوي، لکه حافظ چې وايي:
گفت آن یار کزو گشت سردار بلند جرمش این بود که اسرار هویدا میکرد
ځينې يې جادوګر ګڼي، خو ځينې صوفیان يې تبرئه کوي، او وايي چې د ده او د بايزيد خبرې چې د کفر بوی کوي، د بې خودۍ په حالت کې ویل شوي دي. عارفان هغه “شهید” بولي. حلاج په (۳۰۶ یا ۳۰۹) کال کې اعدام شو.
ادامه لري…