لیکوال: خالد یاغيزهي
چغلي «سخن چیني» (دوهمه برخه)
د چغلي انګيزې
هغه عمده لاملونه چې خلک په دې ناوړه عمل اخته کوي په لاندې ډول دي:
الف. د ويوونکي بدنامول او بې ارزښت کول: چغلي کوونکی د دې لپاره چې یو څوک د نورو په وړاندې بدنام کړي او د دوی له پامه یې بد وښيي د هغه خبرې ورته بیانوي او هڅه کوي چې اورېدونکي له اصلي ويوونکی څخه کرکه او نفرت پيدا کړي.
ب. د هغو کسانو بدنامول چې د اصلي ويوونکی خبرې د دوی په اړه وي؛ يعنې چغلي کوونکی د هغه کس خبرې نقل کوي چې د خلکو به منځ کې اعتبار لري، او چغلي کوونکی په دې خبرو سره غواړي چې د هغه اعتبار د اورېدونکو په مخ کې له منځه یوسي.
ج. فرصت طلب: کله ناکله د نورو په زړونو کې د ځای پېدا کولو لپاره، هغه خبرې چې د هغوی په اړه ویل شوي دي هغه تکراروي ترڅو اوریدونکي پوه شي چې زه ستاسو ملاتړی او ستا سره مينه لرم.
خوند او تفریح: ځینې خلک د صحي او مشروع تفریح پر ځای ناړوه او زيان رسوونکي تفریح ته مخه کوي، او یو له هغو ناوړه تفریحاتو څخه چې د کهالې او د وخت تېرولو لامل دی، بې ګټې بحثونه کول دي. په دې مجلسونو کې غیبت، چغلي، د وخت تېرېدل دي او چغلي کوونکی په ناسمه توګه تفریح رامنځته کوي.
باید ووایو، چې ډېر اخلاقي فضایل یا بدۍ په یو بل باندې متقابل اغیز لري، هر یو د یو بل لامل او کله د هغه مسبب کېدای شي او دا په مختلفو شرایطو او حالاتو کې پیښیږي.
له بلې خوا د چغلي کولو د منفي عواقبو او په کورنۍ او ټولنه کې د هغې د بربادونکي رول او هغه بدمرغه پايلې په اړه چې له دې لارې هر څوک متاثره کيږي، په اړه په احتياط سره فکر کول او همدارنګه د رب د دنیا او آخرت د عذابونو په اړه فکر کول یقینا یو له مخنیوي عواملو څخه دی.
هغه خلک چې له چغلي کولو سره عادت شوي دي ، باید هره ورځ پورتنۍ پایلې په پام کې ونیسي، او په دوامداره توګه ځان ته تلقين وکړي چې د نمامت او چغلي پايله همدا ده، که نه نو شيطاني وسوسې او هوا او هوس به یې په آرام پري نږدي.
له چغلي کوونکود مؤمنانو منفي غبرګون يو بل مخنيوی لامل کېدای شي؛ ځکه کله چې د دوی خبرې له پامه غورځول شي او خلک يې له ځانه وشړي، ډېر ژر پوهېږي چې د دوی خبرې نه یوازې دا چې باور پري نه کيږي، بلکې د نورو د کرکې لامل کيږي او په دې ناوړه کار کې د دوی اراده کمزورې کېږي.
په دې برخه کې وروستۍ خبره دا ده چې ډېري اخلاقي خرابۍ د ايمان کمزوري له امله رامنځته کېږي او هرڅومره چې په رب او د قیامت په ورځ د ایمان بنسټونه په زړه کې پياوړي کیږي، هغومره به دا بد عمل له منځه ځي.