لیکوال: ابو عرفان
امر بالمعروف او نهی عن المنکر (دوهمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر څرنګوالی
مخکې له دې چې دغه بحث پیل کړو، غوره ده چې د هغه تعریف او مفاهیم په ښه توګه وپېژنو، تر څو د نورو موضوعاتو په پوهه کې له ګډوډۍ او مغالطې سره مخ نه شو. په دې بحث (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) کې دوې کلمې ډېرې کارول کیږي، چې هره یوه یې د بشر د حلالوالي او حراموالي ، نیکي او بدي، ښه او خراپ، فضیلت او رذیلت، روا او ناروا په اړه برخلیک ټاکي. یو یې «معروف» او بل یې «منکر» دی. نو غوره او اصولي لاره دا ده چې لومړی د دې دوو کلمو په تعریف پوه شو، او بیا بهپه ډولونو، اصولو او نورو شیانو باندي بحث وکړو.
-
معروف: اسلامي علماوو د «معروف« او «منکر» لپاره بېلابېل تعريفونه کړي دي، چې هر يو يې له بېلابېلو زاويو او ډېر پراخ مفهومونه بيانوي، چې په دې ليکنه کې د څو لنډو تعريفونو يادول کافي دي.