د حضرت عثمان بن عفان «رضی الله عنه» ژوند لیک (پنځمه برخه)
اسلامي خاورې ته د نویو ځمکو الحاق
1- په افريقا کې ستره جګړه چې د اسلام په تاريخ کې د “حرب العبادله” په نوم يادېږي. حضرت عثمان رضي الله عنه د افريقا د فتحې په موخه د مصر حکومت حضرت عبدالله بن سعد ته وسپاره او هغه ته یې امر وکړ چې د افريقا په لويه وچه کې اسلام خپور کړي او هر څه مال چې په غنيمت ونیسي، د هغه څلور سلنه د ده وي. په دې وخت کې د افريقا واکمن، د «جرجیر» په نوم و چې د رومي امپراتور له خوا وټاکل شوی و، چې له «طرابلس» څخه تر «طنجې» پورې يې واکمني کوله او ډېر تکبر او غرور يې درلود. او د مسلمانانو جګړې ته یې یو لک او شل زره سپاره یې تیار کړي وو. له بلې خوا حضرت عثمان رضي الله عنه هم یو غټ لښکر تیار کړی و چې په هغه د صحابه کرامو مشران لکه: حضرت عبدالله بن عباس او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما په ګډون یو لوی لښکر تنظیم او ولېږه. عبدالله بن سعد رضي الله عنه له مصر څخه یو لوی لښکر راغونډ کړ او دغه ټول اسلامي ځواکونه په عین وخت کې افریقا ته ننوتل او د مبارزې جګړه په شدت سره پیل شوه. دا جګړه د قادسیه او یرموک له فتحې وروسته د مسلمانانو تر ټولو ستره جګړه بلل کېږي. ځکه چې څلویښت ورځې یې دوام وکړ. دواړو لښکرو هره ورځ له سهاره تر ماسپښین پورې جګړه کوله او له هغه وروسته دواړه لښکرې خیمو ته ستړي تلل او ځانونه یې هوسا کول. څو ورځې وروسته حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت عبدالله بن زبير (رض) تر قوماندې لاندې تازه لښکر واستاوه او ټينګار يې وکړ چې ژر تر ژره افريقا ته ورشي او د خپلو وروڼو سره مرسته وکړي.
کله چې افريقې ته نوی لښکر راورسېد، نو ټولو مسلمانانو د خوشالۍ څخه د الله اکبر غږ پورته کړ. په همدې وخت کې حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه احساس وکړ چې عبدالله بن سعد رضي الله عنه چې د اسلامي لښکر مشر یو څه پرېښانه دی. له څېړنو وروسته معلومه شوه، چې لامل يې د «جرجیر» له خوا صادر شوې خبرتيا ده چې ويلې وه: څوک چې د عبدالله بن سعد رضي الله عنه سر هغه ته وروړي، هغه ته به سل زره اشرفي او خپل لور ورکوي. له بلې خوا حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه اعلان وکړ: څوک چې د “جرجیر” سر راوړي، هغه ته به سل زره اشرفۍ او د جرجیر لور به هم ورکړل شي. بيا يې ټول لښکر په دوو ډلو وويشل، يوې ډلې ته يې په خپلو خېمو کې د آرام کولو امر وکړ، او بله ډله يې له ځانه سره يوړه او د جګړې ډګر ته ننوتل او تر غرمې پورې يې له کفارو سره جګړې ته دوام ورکړ او په ماسپښين کې حضرت عبدالله بن زبير رضي الله عنه هغه کسانو ته چې استراحت یې کاوه امر وکړ چې جګړه ته راشي، نو هغه میدان ته راغلل او د کفر لښکر ته یې په خپلو خیمو کې د آرام کولو اجازه ورنکړه. له دې پلان سره سم د کفارو قوت او ځواک مات شو او جرجیر د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه په لاس ووژل شو، د هغه لښکر مات شو، او د کفارو له لښکر څخه بې شمېره کسان ووژل شول او ډېر غنیمتونه یې ترې واخیستل، چې له خمس وروسته د اسلام هر غازي سورلي ته درې زره اشرفۍ او هر پياده ته زر اشرفۍ ورکړل شوې او د اعلان له مخې د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه سل زره اشرفۍ او د جرجیر لور ورکړل شوه. دغه جنګ ته “حرب العبادله” ځکه ويل کېږي، چې د لښکر مشر عبدالله بن سعد رضي الله عنه، د پوځ د ښي اړخ مشر عبدالله بن عمر رضي الله عنهما، د لښکر کیڼ اړخ عبدالله بن زبیر رضي الله عنهما، او د برید د کرښې او منځنۍ جبهې مشر عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وو. د افريقا له فتحې وروسته اسلامي لښکر مراکش ته لاړ او هلته يې هم سخته جګړه وکړه، بالاخره طرابلس، اندلس او ټول مغرب د مسلمانانو له خوا ونيول شو او په مغرب کې د اسلام رڼا وځلېده.
۲- بحري جنګونه چې مسلمانان ترې تر دې دمه نه وو خبر او د دوو مخکنيو خلفاء راشدينو په زمانه کې هم نه وو شوي، په بشپړه توګه نوی کار وو چې د لومړي ځل لپاره د حضرت عثمان رضي الله عنه په خلافت کې رامنځته شو. که څه هم حضرت فاروق اعظم رضي الله عنه د روم د امپراتورۍ شوکت ځپلی وو. خو بیا هم یو څه پاتې و او په ساحلي سیمو یې واکمني کوله. تر ټولو مخکي د حضرت معاویه رضي الله عنه په ذهن کې د سمندري جګړې د تیارولو خیال راغی او حضرت عثمان رضي الله عنه ته یې د سمندري جګړې وړاندیز وکړ. حضرت عثمان رضي الله عنه حضرت معاویه رضي الله عنه ته اجازه ورکړه چې د سمندري جګړې لپاره چمتو شي، نو د هغه په مشرۍ د سمندري ځواکونو یو لوی لښکر د قبرس جزیرې په لور روان شو. بالاخره اسلامي لښکر بريالى شو او د قبرس ټوله جزيره د مسلمانانو له خوا ونيول شوه او د روم د قيصر نوم او نښان د نړۍ له پاڼې څخه له منځه يوړل شول. د اروپا او افریقا په مهمو هیوادونو کې د عیسویت بې جانه بدنونه له منځه ولاړل او د اسلام پاک روح په هغو مړو خاورو کې ساه واخیسته. دا سمندري جنګونه هماغه جنګونه وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه مخکې له مخکې ویلي و او د هغو څخه یې د رضایت اعلان کړی و. لکه څنګه چې په صحیح بخاري کې روایت دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ ماسپښین د ام حرام په کور کې استراحت کاوه، په خندا له خوبه راویښ شو، ام حرام یې د خندا لامل وپوښت، رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: “اوس مې خپل ځینې کسان ولیدل چې په سمندر کې په بېړیو کې په شان او شوکت سره حرکت کوي؛ لکه چې پاچاهان یي او پر تخت ناست وي او جنت پر هغوی واجب شو. ام حرام رضي الله عنها وویل: ای د خدای رسوله زما لپاره دعا وکړه چې له دوی څخه اووسم. رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا وکړه او ویې ویل: ته به له هغوی څخه اوسې. نو ام حرام له خپل مېړه سره د اسلام په لښکر کې شامله شوه او د بېرته ستنېدو په وخت کې له اس څخه را ولوېده او د اسونو تر پښو لاندې شهيده شوه او د قبرس په جزيره کې خاورو ته وسپارل شوه. دا سمندري جنګونه د حضرت عثمان رضي الله عنه او په ځانګړې توګه د حضرت امیر معاویه رضي الله عنه له غوره فضیلتونو څخه ګڼل کیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وړاندوینو او خبرونو له امله دي.
د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت پر مهال د ایران ځینې سیمې لکه خراسان، جوین، فیروز آباد، شیراز، طوس، نیشابور، هرات، بلخ او نور فتحه شوې.
د روم قیصر هم د عثمان رضي الله عنه خلافت پر مهال ووژل شو او یزدګرد چې مخکې یې یادونه وشوه، د ده د واکمنۍ پر مهال دوزخ ته واستول شو.