لیکوال: بشیر احمد احمدي


د ځوانانو ارزښت په ټولنه کې (پنځمه برخه)

ځوانان او اسلامي ټولنه
ځواني د ژوند پسرلی او د هغه د ګل کولو او د فکري او فزیکي لوړتیا پیل دی. په دې موده کې د انسان شخصیت په تدریج سره جوړیږي او د ځوان په ذهن کې ګڼ فکري او کلتوري پوښتنې پیدا کیږي. د ځوانۍ ورځې د ښکلا، ژوند، احساساتو، ډول ډول خوښیو، تفریح ​​​​او ښایست څخه ډکې دي. له بلې خوا، دینداري او د عقیدې ټينګښت د دې دور ځانګړتیاوې دي.
 د دغو ځانګړتياوو او ځواک په درک کولو سره چې په ځوانۍ کې شتون لري او د ديني عقايدو او ارزښتونو په څرګندولو سره کولاى شو د ځوانانو ناارامه روحيه ارامه او ډاډمنه کړو او د نجات او کمال لوري ته يې ورسوو. په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د الله جل جلاله په مرسته ځوانان د قران له ایتونو، دیني لارښوونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عملي ژوند څخه په استفادې د ټولنیزو او اسلامي مسوولیتونو په لور راوبولو.
د تنکيو ځوانانو د شخصيت په وده کې اغېزمن عوامل مور او پلار او ښوونکي دي او دوی بايد په تنکيو ځوانانو کې د اسلامي شخصيت په رامنځته کېدو کې خپل ښوونيز رول ولوبوي. ځکه چې د ځوانانو او تنکيو ځوانانو شخصيت په کور او د کورنۍ په مرکز کې جوړېږي او د هغه جوړښت، د مور او پلار له چلند او د هغوی له ښوونيز چلند ته ورګرځي.
د فاطر په سورت کې الله جل جلاله د غافل او بې کاره ځوانانو په اړه فرمایي: «أَوَلَمْ نُعَمِّرْكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ.» ژباړه: «ایا موږ تاسو ته دومره عمر نه دی درکړی چې هر څوک چې غواړي ویښ شي او هوښیار شي؟» دا ايت د هغو بې پروا ځوانانو ملامتول دي چې اتلس کلنۍ ته رسېدلي دي او له خپل ځوانۍ څخه ګټه نه اخلي. او څرنګه چې ځوانان پاک زړه لري او تر نورو په پرتله ژر خبري مني، له همدې امله د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت له ځوانانو څخه پیل شو او هغوی هم ورسره یوځای شول. او رسول الله صلی الله علیه وسلم دې ډلې ته ځانګړی ارزښت او درناوی درلود.
په ډېرو مواردو کې که څه هم مشرانو صحابه و شتون درلود، خو رسول الله صلی الله علیه و سلم د مهمو مسوولیتونو لپاره یې ځوانان غوره کړل او په وینا او عمل کې یې د هغو ملاتړ وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم به یو ځوان په مهمو پوستونو باندې په دې شرط ټاکلی چې هغه د وړتیا او لیاقت خاوند وي. او هرکله چې به ځوان د لوړ صلاحیت خاوند و، هغه ته به یې مهمي چاري ورسپارلې. موږ کولای شو د علي بن ابي طالب یادونه وکړو، چې تفصیل یې د یوه خپلواک کتاب لیکلو ته اړتیا لري او د نورو ځوانانو په منځ کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغوی باور درلود جعفر ابن ابی طالب رضي الله عنه و چې په ۲۴ کلنۍ کې د مسلمانانو د مشر په توګه ونومول شو او حبشې ته یې سره د مسلمانانو هجرت وکړ، چې د هغه تدبیرونه او خبري د حبشې پاچا نجاشي په زړه کې ځای پیدا کړ او د دې لامل شو چې مسلمانان په حبشې کې قبول کړي، او په ۲۷ کلنۍ کې د موتې په جګړه کې د اسلامي لښکر د قومندان په توګه وټاکل شو چې په هغه کې شهید شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي: «اَکْرِمُوا اَوْلادَکُمْ وَ اَحْسِنُوا آدابَهُمْ یُغْفَرْ لَکُمْ» ژباړه: «د خپلو اولادونو احترام او پالنه وکړئ او د هغوی سره ښه سلوک وکړئ، چې تاسو ته بښنه وشي.» دا حدیث په الهي نظام کې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو ارزښت او کرامت ته اشاره کوي او مور او پلار د هغوی د ټولنيزو او فردي سلوکونو د جوړښت په توګه ګڼي. مطلوب شخصیت یو متوازن او عالي شخصیت دی چې د ځوان د وجود له ټولو اړخونو سره همغږي وي.
د خپلو ماشومانو د شخصیت د ښوونې او روزنې لپاره، والدین باید د خپلو ماشومانو په منځ کې عدالت وساتي. حتی د ښوونې او روزنې په کوچنیو چارو کې لکه د ماشومانو ښکلول(مچول)، له هغوی سره چلند کول او د ورځني اسبابو په برابرولو کې باید ځانګړې نزاکت ولري، ترڅو د هغوی شخصیت ته زیان و نه رسوي.
Leave A Reply

Exit mobile version