لیکوال: سید مصلح الدین

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور

لسمه برخه

 

شاه عبدالحق دهلوي رحمه‌الله
د هند په مشهورو دیني مفکرینو کې یو هم شاه عبدالحق محدّث دهلوي رحمه‌الله و، چې له فکري آثارو یې د دیوبند مکتب فکر په ژور توګه متأثره شوی دی. نوموړی په ۹۵۸ هجري کال کې زېږېدلی دی. کله چې په هند کې انحرافي افکار زور واخېست، هغه په ۹۹۶ هـ/۱۵۸۷ م کال کې حجاز ته سفر وکړ. دې سفر یوازې فزیکي بڼه نه درلوده، بلکې د اکبرشاه له دربار څخه یوه معنوي هجرت هم و. نوموړي له همدې ځایه په هند کې د خالص اسلامي دین د بیا راژوندي کولو لپاره یو اصلاحي حرکت پیل کړ. دې حرکت د همغه وخت د انحرافي نظریو او نوو ایجاد شوو بدعتونو پر ضد دریځ نیولی و، په تېره بیا د اکبرشاه له لوري د جوړ شوي «الهی دین» پر ضد، چې د نبوت مقام یې کم‌ارزښته باله او غوښتل یې چې داسې دین رامنځته کړي چې د ټولو دینونو او مذهبونو ګډ عناصر پهکې ځای ولري. نوموړي دغه حرکت د نبوي سنت د تشریح، تفسیر او استدلال له لارې پیل کړ. شاه عبدالحق اساساً یو متکلم و، خو د څو صوفي طریقتونو معنوي تعلیمات یې هم تر لاسه کړي وو. ده تقریباً د ټولو کلامي علومو په برخه کې قلم وهلی، او د شاه ولي‌الله له پېر وړاندې، د دولسمې هجري/ اتلسمې میلادي پیړۍ تر ټولو مطرح مسلمان متکلم ګڼل کېږي.
د قرآن کریم د تفسیر په برخه کې یې د بیضاوي پر تفسیر شرحه لیکلې ده او د حدیثو د علم په برخه کې یې چې د ده د تخصص اصلي ډګر و، تر ډېره پر «مشکاة المصابیح» تکیه درلوده او په دوو بېلابېلو آثارو کې یې په تفصیل سره شرحه کړی دی.
نوموړي د بېلابېلو عقلي مکاتبو او نظریو د نقد پر مهال د اهل سنت والجماعت پر عقیدوي اصولو ټینګار کاوه. د هغه صوفيانه تربیه په بشپړ ډول د صحیح دین پر اصولو ولاړه او له هر ډول خرافاتو پاکه وه. په دې توګه په هند کې یو اصلاحي خوځښت پیل شو، چې د شاه ولي‌الله په وخت کې خپل اوج ته ورسېد.[۱]
شاه ولي‌الله دهلوي رحمه‌الله
تر ټولو مهم شخصیت چې د دیوبند د دارالعلوم پر فکري بنسټونو یې ژور اثر کړی، احمد بن عبدالرحیم مشهور په شاه ولي‌الله دهلوي و. قطب‌الدین احمد چې په شاه ولي‌الله شهرت لري، د اورنګ‌زیب له وفات څلور کاله وروسته وزېږید، یعنې په ۱۱۱۴ هـ / ۱۷۰۳ م کال کې. «نوموړی هغه ځلانده شخصیت و چې د هند د تاریخ په سختو او ګډوډو حالاتو کې یې د هغه ځای مسلمانان د سولې، عظمت او وقار سمې لارې ته برابر کړل. نوموړی له ژور فکر، جامع علم او له اتلوال عزت څخه برخمن و».[۲]
کله چې د اورنګ‌زیب له مرګ (۱۱۱۸ هـ / ۱۷۰۷ م) وروسته مغولي امپراتورۍ مخ پر زوړه شوه او د اتلسمې پېړۍ په پیل کې د هند اسلامي ټولنه له انحلال او تجزیې سره مخ شوه، دا لومړی ځل و چې د هند مسلمانانو دیني او معنوي مشري یوه متکلم، یعنې شاه ولي‌الله ته وسپارل شوه. نوموړي د اسلامي نړۍ له ډېرو علماوو سره اړیکې ټینګې کړې او په همدې موخه یې په فارسي او عربي ژبو لیکنې وکړې. نوموړي قرآن کریم فارسي ژبې ته وژباړه او د حدیثو زده کړې ته چې له ده وړاندې د لسمې هجري پېړۍ پر مهال د شاه عبدالحق دهلوي له لوري احیا شوې وه، نوی قوت وروبښه.
شاه ولي‌الله د اهل سنتو د کلامي او فقهي مذاهبو ژورې مطالعې ته مخه کړه. ده باور درلود چې مسلمانان که له هر مذهب څخه پیروي وکړي نو پر سمه دي. همداراز ده هڅه وکړه چې د وحدت‌الوجود فلسفه له سمو دیني عقایدو سره همغږې کړي.
شاه ولي‌الله د مذهبي او مکتبي څېړنو یو بنسټ کېښود، چې د دریو پېړیو لپاره یې د هند د مسلمانانو دیني فکر او ماډرنیزم اغېزمن کړ. د هغه د نظریاتو بنسټ په قاطع ډول د شرک په رد ولاړ و. یعنې: «خدای یو دی، او هېڅ صفت یې نه پېغمبر ته منسوب کیدلی شي او نه هم اولیاوو ته. له خدای پرته باید د هیچا عبادت ترسره نه شي، هغه که په مستقیم ډول وي او که په غیر مستقیم ډول. د ديني عقایدو اساسي بنسټ قرآن کریم دی، حدیث او نورې شرعي او اعتقادي منابع تکمیلي حیثیت لري، چې تحقیق ته اړتیا لري. اسلامي کلام نوي تحلیل او ارزونې ته اړتیا لري، چې په نوې بڼه باید وړاندې شي. شرعي تجویزونه او تحریمات درې‌ګونې موخې لري: د نفس تزکیه، د دیني ژوند ترویج او د بشریت خدمت. د نوموړي د اسلامي ټولنې د رامنځته کولو لید د نړیوال خلافت د نظریې پر احیا ولاړ دی».[۳]
په ټوله کې د شاه ولي‌الله دهلوي فعالیتونه په لاندې ډول دي:
الف) د عقایدو اصلاح او قرآن کریم ته د خلکو وربلل؛
ب) د حدیث او سنتو ترویج او خپرول، د حدیثو له اصولو سره سم د فقهي قواعدو تطبیق او دعوت؛
ج) د شرعي احکامو مدلل او مرتبطه معرفي او د حدیثو او سنتو د اسرارو او مقاصدو تشریح؛
د) د اسلامي خلافت د منصب، په ځانګړې توګه د راشده خلافت د مقام تفسیر او اثبات؛
هـ) د سیاسي ګډوډیو او هند کې د مغولي واکمنۍ د زوال پر مهال د خلکو فکري رهبرۍ پر مخ وړل؛
و) د امت بېلابېلو قشرونو ته توجه او د اصلاح او بدلون لور ته یې رابلل؛
ز) د باوري او راسخو علماوو او هغو کسانو روزنه چې د هغوی له وفات وروسته د امت د اصلاح او د دین د خپراوي دروند مسؤلیت پر غاړه واخلي.
د شاه ولي‌الله تر ټولو مهم اثر «حجة‌الله البالغه» له مطالعې څخه معلومیږي، چې نوموړي پر واقعتونو د ولاړو تحلیلونو له لارې د اتلسمې میلادي پېړۍ پر مهال د اسلامي نړۍ بدلېدونکي شرایط درک کړي وو او وړاندوینه یې کړې وه چې په نږدې راتلونکي کې به خلک د شریعت د احکامو، په ځانګړي ډول د احادیثو د اسرارو، د نبوي ښوونو او لارښوونو د حکمتونو او د هغوی د تمدني، ټولنیز، معاشرتي او عملي ګټو د درک هڅه کوي. او له بل لوري نوموړي درک کړې وه چې خلک به د دین او ژوند ترمنځ د اړیکې موندلو ته مخه کوي او هڅه به کوي چې پوه شي: د انسانانو په ژوند او د دوی ترمنځ په متقابل تعامل کې د دیني ښوونو او آسماني لارښوونو رول څه دی؟ او د اسبابو او پایلو ترمنځ څه اړیکه ده.[۴]
شاه ولي‌الله او د ده همنظره کسان د مسلمانانو د فکري بیدارۍ لپاره راپورته شول، د صحیح علم د خپرولو هڅه یې وکړه او د دین اصلي منابع یې معرفي کړې. دوی نوښتګر او مستند کتابونه ولیکل، د اسلامي انقلاب او دولت‌جوړونې لپاره یې د خلکو فکرونه او ضمیرونه چمتو کړل.
له ده وروسته د ده زوی شاه عبدالعزیز دهلوي رحمه‌الله (۱۲۳۹ هـ) هم تدریس او تألیف ته مخه کړه، او داسې شاګردان یې وروزل چې د حدیثو علم ته یې وده ورکړه او د دین د احیا، د بدعتونو پر وړاندې د مبارزې، تزکیې، اصلاح او د کتاب او سنتو د دعوت په برخه کې یې هلې ځلې وکړې.[۵]
د شاه ولي‌الله فکري مکتب د هغه د زوی شاه عبدالعزیز په زمانه کې چې یو بصیر او عالم شخصیت و خپل پرمختګ ته دوام ورکړ. د حنفي فقهې د لغوه کېدو په وړاندې د هغه عکس‌العمل چې د انګلو-اسلامي قوانینو له لوري د شرقي هند کمپنۍ تر واک لاندې پلي کېده، یو جدي او تهدیدوونکی اخطار ګڼل کېده. سید احمد بریلوي چې په سید احمد شهید شهرت لري د شاه عبدالعزیز له سترو او نامتو شاگردانو څخه و، د ده تر مشرۍ لاندې حرکت په عمومي توګه د مجاهدینو په خوځښت مشهور شو. دا یو جهادي خوځښت و، چې لومړی د سیکانو پر وړاندې پیل شو او وروسته یې انګریزي استعمار ته مخ ور واوښت.
د سید احمد شهید خوځښت، د شاه ولي‌الله د افکارو یو عملي تطبیق بلل کېده. د دې خوځښت یوه مهمه موخه دا وه چې اسلام له هغو التقاطي عناصرو څخه پاک کړي چې له هندويزم نه ورته راغلي وو. هغه د دین له خالصو عقایدو څخه بدعتي، اختلافي او جنبي افکار وایستل، شرک یې په کلکه رد کړ او د شاه ولي‌الله افکار یې په ډېر وضاحت، دقت او اختصار سره بیان کړل. د هغه ټینګار پر خالص توحید و.
دغه فکري او اصلاحي حرکت د دیني او سیاسي سازمان د منځته راتګ لامل شو، چې تبلیغي مرکزونه یې لرل او هدف یې د اسلام تصفیه و. کلیوالي ټولنې د دې سازمان اصلي واحدونه ګڼل کېدل. دا په تاریخ کې د اسلام لومړنی دعوت و چې په هند کې یې د ولسي خوځښت بڼه خپله کړه.
سید احمد د خپل اصلاحي او جهادي دعوت د خپرولو په موخه ګڼو سیمو ته سفرونه وکړل او بالاخره ده او د ده ګڼو ملګرو په همدې لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دوام لري…

 

[1]. عزيز أحمد، ١٣٦٦هـ، صص ١٤–١٥.

[2]. شريف، ١٣٧٨هـ، ص ١٥٥.

[3]. عزيز أحمد، ١٣٦٦هـ، ص ١٥.

[4]. الندوي، ١٣٨٣هـ، صص ١٦٩–١٧٠.

[5]. الندوي، ٢٠٠٢م، ص ٩١.

Leave A Reply

Exit mobile version