لیکوال: سید مصلح الدین

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور

نهمه برخه

امام ابوالحسن اشعری رحمه‌الله
لکه په تېره برخه کې چې مو وویل، د دیوبند دارالعلوم بنسټ‌ایښودونکي له عقیدوي او کلامي پلوه د امام ابوالحسن اشعري او امام ابومنصور ماتریدي رحمهم‌الله پیروان وو.
امام ابوالحسن علي بن اسماعیل اشعري رحمه‌الله د حضرت ابوموسی اشعري رحمه‌الله له اولادې څخه و، چې په ۲۶۰ هجري کال کې په بصره کې زېږېدلی او د ۳۳۰ هجري کال په شاوخوا کې په بغداد کې وفات شوی دی.
نوموړی په داسې چاپېریال کې وزېږېد چې د معتزله عقل‌محوره غورځنګ شور او زوږ په­کې خپور و. د اعتزال مذهب، چې د نوم‌ايښودنې په اړه یې بېلابېل تفسیرونه شوي، په پیل کې یې هڅه دا وه چې د اسلام دین او د هغه اساسي اصول د عقل او استدلال له لارې تشریح کړي؛ خو د یوناني فیلسوفانو او طبیعت‌پوهانو د آثارو له ژباړلو وروسته، معتزله­وو هڅه وکړه چې پر اسلامي اصولو باندې د یوناني فلسفې طریقې تطبیق کړي او د دین او فلسفې ترمنځ واټن ختم کړي.
دا کار سبب شو چې ځینې اسلامي عقاید یا خو رد شي او یا هم د عقلي توجیې له امله له خپل اصلي مفهوم څخه منحرف شي؛ خو دا وضعیت دوام نه‌شي کولی، ځکه چې اسلام یو ژوندی او نړیوال دین و او باید د فکري حالاتو او نویو شرایطو سره یې ځان برابر کړی وای، د مسلمانانو له منځه باید داسې کسان راپاڅېدلي وای چې د اسلام د بیا راژوندي کولو ضرورت یې احساس کړی وای او د قوي عقلي دلایلو له لارې یې د اسلامي عقایدو په اړه بنسټیز استدلالونه برابر کړي وای او له دین څخه یې غیر اسلامي عناصر باسلي وای، تر څو د کورنیو او بهرنیو حملو پر وړاندې د دفاع جوګه شي. د دې نهضت پیل کوونکی امام ابوالحسن اشعري و.
نوموړی په ځوانۍ کې له معتزله مذهب سره یو ځای شو او د «ابوعلي جبایي» شاگرد شو، آن تر دې چې د خپل استاد د اعتقادي مناظرو مسؤلیت یې هم پر غاړه واخیست. خو وروسته یې د فقیهانو او محدثینو نظریاتو ته لېوالتیا پیدا شوه او ډېر وخت یې د دواړو فکري مکتبونو د دلایلو په ارزولو تېر کړ. په پای کې یې له اوږدې ارزونې وروسته په بصره کې د جامع جومات پر منبر اعلان وکړ چې له معتزله او د هغوی له عقایدو لاس اخلي او له دې وروسته به د اعتزال د بهیر پر وړاندې دریږي.
امام ابومنصور ماتریدي رحمه‌الله
په هماغه وخت کې چې امام ابوالحسن اشعري رحمه‌الله په عراق کې د سنت او حدیثو پر بنسټ عقیدوي مسایل تحلیل او ترتیبول، ابومنصور محمد بن محمد محمود ماتریدي سمرقندي رحمه‌الله (وفات ۳۳۳ هـ.ق) په ماوراءالنهر کې د کلامي مسایلو د تبلیغ او فعالیت چارې پر مخ وړلې.
نوموړی په فقه او اصولو کې د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پیرو و. د ده د ژوند په اړه ډېر معلومات نه‌ دي پاتې، خو اټکل کېږي چې د عباسي خلیفه متوکل په زمانه کې چې د معتزله­وو مخالف او د اهل سنت او حدیث ملاتړی و، دنیا ته راغلی وي او د سامانیانو د واکمنۍ پر مهال یې روزنه موندلې وي.
امام ماتریدي د څلورو مشهورو علماوو تر تربیې لاندې زده‌کړې کړي: شیخ ابوبکر احمد بن اسحاق، ابونصر احمد بن عباس (چې په فقیه سمرقندي مشهور و)، نصیر بن یحیی بلخي او محمد بن مقاتل رازي. دا ټول د امام ابوحنیفه رحمه‌الله شاګردان وو.
امام ماتریدي د تفسیر، علم‌الکلام، او اصولو په برخه کې ګڼ آثار لیکلي دي. تر ټولو مشهور آثار یې دا دي: تأویلات القرآن، کتاب التوحید او کتاب المقالات. یاد آثار د علماوو له لوري ډېر ستایل شوي دي.
هغه په تأویلات القرآن کې هڅه کړې چې د اهل سنت کلام د عقل او نقل پر مټ ثابت کړي او د هغه لپاره یو صحیح بنسټ ترتیب کړي، په دې کار کې بریالی شوی هم دی. نوموړی لومړنی متکلم بلل کېږي چې د انسان د علم د سرچینو او مآخذو نظریه یې په یو کلامي اثر (کتاب التوحید) کې مطرح کړه او هڅه یې وکړه چې خپله نظریاتي طرحه پر یوه سم فلسفي بنسټ بنا کړي.[۱]
نوموړي هغه آثار هم وڅېړل چې امام ابوحنیفه ته منسوب دي، لکه: الفقه الاکبر، الفقه الأوسط او الوصیة او هڅه یې وکړه چې د امام ابوحنیفه کلامي عقاید د عقلي او کلامي دلایلو له لارې ثابت کړي.
د امام ماتریدي او امام اشعري د کارونو پایلې ډېر توپیر سره نه لري؛ د دوی د کارونو په اړه تر ټولو غوره تعبیر دا شوی چې: امام اشعري د معتزله او اهل حدیثو تر منځ منځلاریتوب غوره کړ او امام ماتریدي د اشعري او معتزله‌وو تر منځ منځلاریتوب غوره کړ.
د عقایدو د اصولو په تنظیم، د کلامي مسایلو په تدوین او د اهل سنت او جماعت په طریقه کې د نوموړي د خدمتونو له امله، د اشعري مذهب پیروانو هغه ته د امام‌الهدی، دافع‌الضلالت، او مصلح‌الایمان لقبونه ورکړل. په دې دلیل چې نوموړي د اسلامي ختیځو سیمو په خلکو کې تر امام اشعري وړاندې د اهل سنت او حدیثو له عقایدو څخه د معتزله پر وړاندې دفاع وکړه. که څه هم په فقه کې ډېری خلک د امام ابوحنیفه رحمه‌الله پیروان وو، خو په عقایدو کې د امام ماتریدي پیروان شول. البته په نورو سیمو کې ډېر حنفیان په اصولو کې د امام اشعري پیروان شول.[۲]
شیخ احمد سرهندي رحمه‌الله
شیخ احمد بن عبدالاحد سرهندي (وفات: ۱۰۳۴ هـ / ۱۶۲۴ م) او شاه ولي‌الله احمد بن عبدالرحيم (وفات: ۱۱۷۶ هـ / ۱۷۶۲ م) هغه مفکرین وو چې د دیوبند دارالعلوم بنسټ‌ايښودونکي تر ډېره د دوی تر افکارو لاندې راغلي وو.[۳]
احمد بن عبدالاحد فاروقي سرهندي په ۹۷۱ هجري / ۱۵۶۴ میلادي کال کې د هند د پنجاب اوسني ایالت په سرهند ښار کې زېږېدلی دی. ده د څلور کلنۍ نه د قرآن کریم په حفظ سره خپلې زده‌کړې پیل کړې. لومړني علوم یې د خپل پلار نه زده کړل، وروسته یې په سیالکوټ کې له مولانا عبدالکریم سیالکوټي څخه منطق، فلسفه، علم‌الکلام او اصول‌الفقه زده کړل.
علم حدیث یې له شیخ یعقوب صیرفي او قاضي بهلول بدخشي څخه حاصل کړ او په اووه‌لس کلنۍ کې له زده‌کړو فارغ شو.[۴]
کله چې سلیم د نورالدین محمد جهانګیر په لقب پاچا شو، نو شیخ فرید بخاري ته، چې د جهانګیر اصلي ملاتړی و په یوه مکتوب کې ولیکل:
«نن چې د عامو او خاصو خلکو غوږونو ته د اسلامي دولت د خنډ د زوال زېری او د اسلامي باچا د جلوس بشارت رسېدلی، مسلمانانو دا پر ځان لازمه وګڼله چې د باچا ملاتړ وکړي، شریعت ترویج کړي او د امت د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي».[۵]
اورنګ‌زیب عالمګیر، چې د جهانګیر لمسی و او له شیخ سرهندي رحمه‌الله سره یې فکري اړیکې لرلې، د ده له اصلاحي نظریاتو اغېزمن شو او د هغو د خپرولو هڅه یې وکړه.
شیخ احمد سرهندي د نقشبندیه طریقت پورې تړاو درلود. دې طریقت د خپل فکري قوت او له هند نه اسلامي نړۍ ته د خپاره شوي تأثیر له امله د هند له مهمو صوفي سلسلو شمېرل کېږي.
د نقشبندیه طریقه د منځنۍ آسیا له سیمو څخه سرچینه اخلي. د دې طریقې بنسټ ایښودنه احمد عطاي یسوي (وفات: ۵۱۰ هـ / ۱۱۱۶ م) ته منسوبه ده او وروسته د بهاءالدین نقشبند له لوري وده ورکول شوې ده.
د دې طریقې اساسي عقیده «وحدت شهود» ده. له الله تعالی سره دا وحدت، جمع او په اتحاد تمامیږي، چې له ذات سره د وحدت په څېر نه ده، بلکې د ایماني فعل او مینې له لارې ترسره کېږي. دا نظریه د علاءالدوله سمناني (وفات: ۷۳۶ هـ / ۱۳۳۶ م) له لورې په منځنۍ آسیا کې کمال ته ورسېده او د احمد سرهندي له خوا په بشپړه توګه پراخه شوه.[۶]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | وروستۍ برخه
[1]. أيوب علي، ١٣٦٢هـ، ص ص ٣٦٨–٣٧٠.
[2]. الحلبي، ١٣٧٦هـ، ص ٤٩٥١.
[3]. محمد طيب، ٢٠٠٩م، ص ٦٩.
[4]. غازي، ٢٠٠٩م، ص ١٨١.
[5]. السرهندي، ١٣٨٣هـ، ص ١٧٣.
[6]. عزيز أحمد، ١٣٦٦هـ، ص ٦٠.
Leave A Reply

Exit mobile version