الله تعالی د زکات مصارف د توبې سورت په شپېتم آیت کې ذکر کړي او فرمايي: «اِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِیْنِ وَالْعٰمِلِیْنَ عَلَیْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوْبُهُمْ وَفِی الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِیْنَ وَفِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ؕ فَرِیْضَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ».[۱] «بېشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكاتونه) يواځې د فقیرانو او مسكینانو لپاره دي او د هغو كسانو لپاره دي چې پر دغو باندې عامل (راټولوونكي) مقرر وي او د هغو لپاره دي د چا په زړونو كې چې الفت (مينه او اسلام ته رغبت) اچولى شي او په (ازادولو د) څټونو (د مریانو مكاتبانو) كې ( به صرف كولى شي) او تاوان موندونكو لپاره دي او د الله په لار كې او د مسافرو لپاره (به صرف كولى شي) دغه مقرره فریضه ده د الله له جانبه او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى»
د «برائت» (یا توبې) سورت تر نزول مخکې مکه مکرمه نه وه فتح شوې، د دې سورت تر نزول وروسته د زکات ټولنیز نظام رامنځته شو. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د زکات مالونو د راټولولو په موخه عاملین او واليان وټاکل او د زکات د راټولولو احکام، اصول او آداب یې ورته بیان کړل. د زکات د راټولولو په برخه کې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سپارښتنې د حکمت، رحمت، د ټولنې د مصلحت او د فردي ګټو عالي ترکیب و.
په لسم هجري کال کې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم حضرت معاذ بن جبل رضیاللهعنه یمن ته ولېږه او داسې سپارښتنې یې ورته وکړې چې د زکات د قانون بنسټ او د دې نظام رسمي منشور وګڼل شو. په دې سپارښتنو کې راغلي: «ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نه شته او دا چې محمد د الله رسول دی؛ که په دې کې یې ستا پیروي وکړه، نو پوه یې کړه چې الله تعالی پرې په هره ورځ او شپه کې پنځه لمونځونه فرض کړي دي، نو که چېرته یې په دې کې ستا پیروي وکړه، بیا یې په دې پوه کړه چې الله تعالی پرې د دوی په مالونو کې زکات فرض کړی دی چې له مالدارانو څخه یې اخیستل کیږي او غریبانو ته یې ورکول کیږي، نو که چېرته یې په دې کې ستا پیروي وکړه، نو د دوی د غوره مالونو – له اخیستلو – څخه ځان وساته او د مظلوم له ښېراوو څخه ووېرېږه، ځکه چې د هغه د ښېراوو او الله تعالی تر منځه هېڅ پرده نهشته».[۲]
د زکات اصلي مصالح «ګټې او منافع»
ډېری معاصر مسلمان لیکوالان چې د معاصرو اقتصادي سیستمونو، د اقتصاد علم د ارزښت او پر ټولو نظامونو او فکري طریقو د دې علم د سلطې پر وړاندې یې سر ټیټ کړی، عادت لري، چې د زکات اقتصادي او ټولنیزې ګټې او هغه منافع چې زکات یې د اسلامي ټولنې لپاره لري په پراخه پیمانه او تفصیل سره بیان کړي. هر لوستونکی چې د دوی لیکنې او څېړنې ولولي نو پوهیږي چې دوی زکات د نړۍ د اقتصاد په تاریخ کې د تر ټولو عادلانه او مناسب مالیاتي سیستم په توګه یادوي. له همدې امله، دوی زکات د اشتراکیت (سوسیالیزم) تر ټولو پیاوړی بنسټ او ملاتر ګڼي او باور لري چې اسلام خلک اشتراکیت ته رابولي او دا چې د اسلام په پرتمین پېر کې اشتراکیت عملي شوی؛ خو له بده مرغه، د زکات له اصلي روح څخه چې عبادت او د الله تعالی تقرب حاصلول دي، له محدودو کسانو پرته، نور ټول غافله شوې دي.
همداراز، د زکات له اصلي فلسفې هم غافل شوي، هغه فلسفه چې انسان له بخل، حرص، ځانځاني او د مالپالنې څخه ساتي او د بېوزلو د حقونو له ضایع کېدو څخه مخنیوی کوي، زړه نرموي، مال پاکوي، وده او برکت پهکې راولي او د الله تعالی د رضا او تقرب سبب کېږي؛ هغه رضا چې د اړمنو سره په خواخوږۍ او نرمۍ او د هغوی د دعا په نتیجه کې ترلاسه کېږي.
دا اصلي مصلحت او حکمت قرآنکریم دومره په ټینګار بیان کړی، لکه همدا چې د زکات یواځینی مصلحت او فلسفه وي. الله تعالی پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم ته په خطاب کې فرمایلي: «خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا».[۳] «(اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې».
همداراز، زکات یې له ربا سره پرتله کړی او فرمایلي یې دي: « وَمَا اٰتَیْتُمْ مِّنْ رِّبًا لِّیَرْبُوَا فِیْ اَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا یَرْبُوْا عِنْدَ اللّٰهِ وَمَا اٰتَیْتُمْ مِّنْ زَكٰوةٍ تُرِیْدُوْنَ وَجْهَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُضْعِفُوْنَ ».[۴] «او هغه شتمنۍ چې تاسو یې له خلکو څخه یو چاته ورکوئ، دې لپاره چې تاسو ته بېرته یو څه زیات درکړي، نو د الله په نزد د هغې اجر نه زیاتېږي او هغه شتمنۍ چې تاسو یې هغه چا ته ورکوئ چې خپله اړتیا پرې لرې کړي او تاسو پرې د الله مخ غواړئ، له خلکو څخه مرتبه او بدله نه غواړئ، نو همدوی هغه خلک دي چې د الله په نزد یې اجر زیاتېږي».
امام ابوداود رحمهالله د ابن عباس رضیاللهعنهما نه روایت کړی، چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «بېشکه الله تعالی زکات یوازې د دې لپاره فرض کړی، چې ستاسو پاتې شتمني پاکه کړي».[۵]
له دې اساسي مصلحت وروسته، د زکات بل مهم مصلحت د ټولنې او اجتماع مصلحت دی، د ټولنې او اجتماع له مصلحت موخه هغه ملاتړ او سرپرستي ده چې ټولنه ورسره تضمین شي او د بېوزلو او اړمنو خلکو بنسټیزې او فطري اړتیاوې ورسره پوره شي. د اسلامي امت د هر فرد انساني کرامت وساتل شي، عزتمن ژوند ته لاره هواره کړي، الهي او فردي حقوق پر ځای شي، هغه مطلوب کمال او هدف چې مسلمان یې هیله لري تر لاسه شي.
هغه علما چې په ژور تدبر سره یې اسلام، قرآن او سنت مطالعه کړي او له نبوي مکتب پرته چې پهکې روزل شوې دي بل هېڅ مکتب نه پېژني، او پر اسلام د پوهېدو لپاره د کتاب او سنتو په څېر له سمو لارو استفاده کوي، د ګټو او مصالحو دغه ترتیب یې مراعات کړی، هغوی هر مصلحت په هغه ځای کې ایښی چې قرآن او سنتو ورته ټاکلی او هغه ترتیب یې منلی چې صحابه کرامو رضیاللهعنهم له مصلحت، منفعت او حکمت څخه استنباط کړی او د مسلمانانو ټولو نسلونو هم همغه ترتیب منلی. په دې اړه د علماوو د ویناوو بېلګې وړاندې کوو:
شیخ الاسلام احمد بن عبدالرحیم دهلوي رحمهالله د زکات د اصلي ګټو او د هغې د تشریع د فلسفې په اړه وايي: پوه شه چې په زکات کې دوه مصلحتونه په پام کې نیول شوي دي، لومړۍ مصلحت، د نفس له تزکیې سره تړاو لري. یعنې انسان فطرتاً د بخل له خطر سره مخ دی او بخل او تمه په خورا بدو اخلاقو کې راځي، چې د انسان آخرت خرابوي؛ ځکه څوک چې بخیل او حریص وي، له مرګ وروسته یې هم زړه له مال سره تړلی وي، چې له امله به یې عذاب ویني؛ خو هغه څوک چې له زکات سره اشنا وي او خپل بخل او تمه یې له منځه وړې وي، نو دا کار به ورته ګټور وي.
د آخرت په ورځ تر ټولو غوره اخلاق د الله تعالی په وړاندې عاجزي او تواضع ده او دا یوازې د نفس په سخاوت تر لاسه کېږي. څنګه چې تواضع د نفس لپاره د الله تعالی د عظمت د صفاتو د درک کولو زمینه برابروي، همداسې سخاوت د دنیا له ټیټو او ککړو صفاتو څخه د خلاصون لپاره لاره هواروي. دلیل یې دا دی چې سخاوت د انسان د حیواني طبیعت صفات د روحاني صفاتو تر سیوري لاندې راولي، ترڅو روحانیت ورباندې غالب شي، حیوانیت د روحانیت رنګ واخلي او روحانیت یې مهار په لاس کې واخلي. د خپلې اړتیا سربېره پر نورو د مال ویشل، هغه چاته چې ظلم یې پرې کړی بښنه کول، او د ستونزو پر وړاندې صبر کول، هغه دنیاوي کارونه دي چې د آخرت د یقین په رڼا کې د انسان لپاره آساني راولي. همدغه وجه ده چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم پر دغو کارونو امر کړی، او تر ټولو غوره هغه یې د شرایطو او حدودو مطابق د مال انفاق بللی دی. قرآن کریم هم دا مسئله په ډېرو ځایونو کې له لمونځ او ایمان سره یوځای ذکر کړې او د دوزخیانو په اړه فرمایي: «قَالُوْا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّیْنَ ۟ وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِیْنَ ۟ وَكُنَّا نَخُوْضُ مَعَ الْخَآىِٕضِیْنَ».[۶] «دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه او له باطل ویونكو سره به موږ په باطلو خبرو كې ننوتلو».
د زکات له هغو نورو منافعو او مصالحو څخه چې له ټولنې سره ژور تړاو لري، یو یې دا دی چې هره ټولنه بېله شکه بېوزله او اړمن خلک لري. دا قشر له بېلابېلو پېښو او ستونزو سره مخ کېږي او که د فقیرو او بېوزلو سره د خواخوږۍ سنت نه وای، نو دوی به له منځه تللی وای او له لوږې به مړ شوی وای.
بل مهم ټکی دا دی چې د تمدن او ټولنې نظام د مال او سرمایې پر بنسټ ولاړ دی. هغه کسان چې د ټولنې د دفاع او سرپرستۍ دنده په غاړه لري – لکه پوځيان، مدافعین، ادارهکوونکي او د ولس خدمتکوونکي – دا خلک معمولاً د خپلو مسلکي مکلفیتونو له امله د عادي عوایدو له لاستهراوړلو محروم پاتې کېږي. له همدې امله د دوی د ژوند اړتیاوې باید له همدې مشترک مال او سرمایې څخه تأمین شي. که د ټولنې مشترک لګښتونه یوازې د یوه قشر په اوږو بار شي، نو ډېر ستونزمن ورته تمامیږي. له همدې امله له خلکو څخه د مال را ټولول یوه مناسبه لاره ده او کله چې شریعت ولیدل چې همدا دواړه مصلحتونه (د بېوزلو مرسته او د ټولنې د بنسټونو تمویل) له یو بل سره نښلول کېدای شي، نو شریعت همدا دواړه په یوه او بل کې مدغم کړل.[۷]
علامه عبدالعلی محمد بن علامه نظام الدین سهالوي لکنوي رحمهالله وايي: «زکات تاوان او زیان نه دی، بلکې د نورو عباداتو په څېر یو خالصانه عبادت دی چې یوازې د الله تعالی لپاره ترسره کېږي. د زکات په ورکړه کې نیت اړین دی؛ ځکه زکات یو لوی عبادت دی، لکه څنګه چې لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دی، همدارنګه زکات هم د اسلام له بنسټیزو ارکانو څخه دی. د زکات مقصد یوازې د الله رضا او اخروي ثواب دی، نو له همدې امله نیت پهکې لازمي شرط دی. لکه څنګه چې لمونځ له نیت پرته نه قبلیږي دغسې زکات هم له نیت پرته نه قبلیږي. که زکات له نیت پرته ورکړل شي، نو دا کار د عبادت په توګه نه، بلکې د یوې عادي ډالۍ یا تحفې په توګه حسابېږي او د هبه (تحفې) ثواب پرې ورکول کېږي؛ ځکه الله تعالی د نېکو کارونو اجر نه ضایع کوي».[۸]