لیکوال: مفتي نورمحمد محبي

قرآن؛ تلپاتې معجزه

لومړۍ برخه

سریزه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَلْ لَهُ عِوَجًا، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى سَيِّدِنَا مُحَمَّدٍ، النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ، الَّذِي أُرْسِلَ رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ، وَعَلَى آلِهِ وَصَحْبِهِ أَجْمَعِينَ.
قرآنکریم د الله تعالی وروستی آسماني کتاب او د خاتم‌النبیین حضرت محمد مصطفی صلی‌الله‌علیه‌وسلم تلپاتې معجزه ده چې له ډېر پخوا راهیسې نه یوازې د مسلمانانو لپاره، بلکې د کافرانو لپاره هم د پراخو څېړنو موضوع ده. د قرآنکریم له مهمو او زړه‌راښکونکو اړخونو څخه یو هم د اعجاز اړخ دی؛ داسې اعجاز چې نه یوازې په الفاظو او بیان کې، بلکې په معنا، جوړښت، علمي شمولیت، له انساني فطرت سره په همغږۍ، دقیقو وړاندوینو، رواني تاثیراتو، د حقوقي او اخلاقي نظام په جامعیت او همداراز، په تربيتي او تمدني وړتیا کې هم څرګند دی.
د دې اثر هدف دا دی چې د قرآنکریم د اعجاز بېلابېل اړخونه په منظم او هراخړخیز ډول وڅېړي. په دې لړ کې هڅه شوې چې له باوري تفسيري، حدیثي، علمي او تاریخي منابعو څخه په استفادې، د یوه ګڼ ډګریز (یا میان‌رشته‌يي) منهج له مخې د اعجاز مختلف ابعاد تحلیل شي، چې عبارت دي له: بیاني اعجاز (ادبي او بلاغي)، علمي اعجاز، تشریعي اعجاز، غیبي اعجاز، رواني او تربيتي اعجاز، جوړښتي او سبکي اعجاز، او تمدني او ټولنیز اعجاز.
نننۍ نړۍ له فکري ننګونو، معرفتي شبهاتو او چټکو علمي پرمختګونو سره مخ ده، په همدې اساس د قرآن­کریم د اعجاز اړخونو ته د علمي او منطقي وضاحت اړتیا تر پخوا زیاته محسوسېږي. په دې اثر کې هڅه شوې چې هم د اعجاز پخواني اړخونه وڅېړل شي او هم نوې برخې لکه جوړښتي اعجاز، عددي اعجاز او د قرآن فرامتني ظرفیتونه تر تحلیل لاندې ونیول شي.
دا څېړنه د یوه ګډ توصیفي-تحلیلي او تقابلي روش پر اساس ترسره شوې ده. له یوې خوا د قرآن کریم آیتونه او تفسيري او کلامي متون په دقیق ډول څېړل شوي او له بلې خوا د قرآن د اعجاز د تشریح او تطبیق لپاره د معاصرو علومو لکه ژبپوهنې، طبیعي علومو، روانپوهنې او ټولنپوهنې موندنې کارول شوي دي.
لوستونکي به په دې کتاب کې د قرآن­کریم له هغو الهي معجزو سره آشنا شي چې ډېری یې تر اوسه نه‌دي پېژندل شوي. همداراز، دا به ورته روښانه شي چې د قرآن کریم اعجاز یوازې یو اړخیز نه دي، بلکې قرآن کریم یو ګڼ اړخیز، روان او تلپاتې معجزه ده؛ داسې معجزه چې له پرونه تر ننه، او له نن نه تر سبا پورې انسان د تفکر، حیرانتیا او د الله تعالی په وړاندې د تسلیمۍ خواته ورکاږي.
هیله ده چې دا اثر به د قرآن کریم د ژور معرفت په لور یو کوچنی، خو ګټور ګام او د الهي کلام د تفکر او تدبر لپاره به یوه نوې انګیزه رامنځته کړي.
دوام لري…
 وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version