مرجئه (درې ویشتمه برخه)
د مرجئه و کلامي عقاید
توحید (په خدای باندې باور او د هغه د توحید پیژندل، چې د کفر په مقابل کې یعني د خدای سره شرک کول دي) د مرجئه و لومړنی او خورا اساسي عقیده جوړوي؛ د مرجئه فرقه په دې عقیده دي چې ایمان له عمل څخه جلا دی او ایمان یواځي د خدای معرفت او هغه ته دوستي او تسلیم کېدل دي. په حقیقت کې د عقیدې په اړه د مرجئه د نظر عام ټکی دا دی چې د ایمان بحث له عمل څخه جلا کړي.
د مرجئه و فرقه په دې اړه اختلاف لري. ځینې یې له معتزله و سره موافق دي او ځینې تشبیه ته قائل دي. نو دا درې ډلې شول:
لومړۍ ډله: د مقاتل ابن سلیمان د پلویانو دي.
دا ډله وايي: د الله تعالی لپاره بدن او اوږده ویښتان او د موږ انسانانو په څیر مخ، غوښه، وینه، هډوکي، لاسونه، پښې او دوې سترګې شته.
دویمه ډله: چې ځیني تشبیهاتو باندي اعتقاد لري؛
دا ډله هم لکه د لومړۍ فرقې په څېر الله تعالی ته یو بدن ګڼي، په دې توپیر چې دوی د الله تعالی جسد له خولې څخه تر سینه خالي ګڼي او پاتې اعضاء یې بشپړ دي.
او دریمه ډله: الله تعالی جسم لري؛ خو د نورو اجسامو په څیر نه دی.
د خدای لیدل: د دې فرقې یوه ډله د خدای په لیدلو باور نه لري او ځینې په دې باور دي چې خدای د قیامت په ورځ لیدل کیدی شي، لومړۍ ډله معتزله ته نږدې ده.
د خدای ماهیت: د دې مسلې په اړه مرجئه و په دوه ډلو ویشل کیږي. یوه ډله په دې عقیده ده چې خدای یو ماهیت لري چې هغه په نړۍ کې نشي پیژندل کیدی. خدای تعالی به په هغه نړۍ کې د انسان لپاره شپږم احساس رامینځته کړي، چې انسان به د خدای پیژندلو توان ولري. بله ډله په عموم ډول له دې عقیدې څخه انکار کوي او خدای ته هیڅ ډول ماهیت نه منسوبوي.
د پېغمبرانو عصمت: په دې اړه د “مقالات الاسلامیین” کتاب لیکوال، مرجئه په دوو ډلو وېشي، چې هیڅوک یوه ډله د انبیاوو په عصمت قائل نه دي، له دې توپیر سره چې لومړۍ ډله په دې باور ده، چې پېغمبران لویي ګناهي کوي. او دویمه ډله انبیاء علیهم السلام د لویو ګناهو څخه معصوم بولي اود هغوی ګناهونه یواځي وړې بولي.
د قرآن خلقیت: د دې موضوع په اړه، مرجئه په درې ډلو وېشل شوې ده. یوه ډله قرآن مخلوق ګڼي، بله ډله غیر مخلوق ګڼي او بله ډله پر دې مسئله توقف کوي او وايي: «موږ نه په دې باور یو چې قرآن جوړ شوی دی او نه هم په دې باور یو چې جوړ شوی نه دی.»
د ګناه مفهوم: د امام اشعري رحمه الله د کتاب “مقالات الاسلامیین” کې راغلي، د ګناه په اړه مرجئه په دوه ډلو ویشل کیدی شي: یوه ډله چې ټول ګناهونه لوی ګڼي او بله ډله چې هغه په لوی او واړه ګناهونه ویشي. یوه ډله یې د ګناهونو بخښنه فضل ګڼي نه استحقاق. او بله ډله بیا له توبې وروسته د لویو ګناهونو بخښنه د ګناهګار حق ګڼي.
په استثنا او وعید باندي باور: ځینې مرجئه خدای په خبرو کې ریښتیني ګڼي، او بیا هم هغه دا وایي چې هر هغه څه چې ویلي دي که وغواړي عمل په کوي، چې دوی ورته “استثنا” وایي. او په خبره عمل نه کول به هیڅکله د هغه صداقت ته زیان نه رسوي او هغه ته دروغ نه منسوب کیږي. موږ فکر کوو چې د خدای په کار کې استثنا شتون لري، مګر داسې نه ده. ځینې په دې باور دي چې استثنا یوازې په عید کې ده نه په وعد کې، د مثال په توګه، که یو سړی خپل غلام ته د وهلو ګواښ وکړي، هیڅوک نشي کولی هغه په دروغ تورن کړي. د وعید مفهوم (په قرآن کې د ګناهکارانو د عذاب خبر) هم دغه ته ورته دی، ځیني لکه محمد ابن شبیب او د هغه پیروان په دې باور دي چې د قرآن ډیری آیتونه د وعید اړخ لري او عمومي دي. مګر په دې کې کومه ستونزه نشته چې په ځانګړي معنی کې وي او د یوې ځانګړې ډلې لپاره کارول کیږي. د مثال په توګه، کله چې موږ په قرآن کې لولو: «إن الذین یاکلون أموال الیتامی ظلما إنما یأکلون في بطونهم نارا و سیصلون سعیرا»؛ (هغه کسان چې په ظلم سره د یتیمانو مال خوري، په حقیقت کې له اور پرته بل څه نه خوري او ډېر ژر به په اور کې سوځي.) یا الله تعالی چې فرمایلي دي: «ومن یقتل مومنا متعمداً فجزائه جهنم»؛ (څوک چې مؤمن په قصد سره ووژني هغه به په دوزخ کې وي.) کولی شو پورتنۍ قضیې په ځانګړي معنی کې وکاروو او دا ټول ګناهونه دوزخي و نه بولو. د مرجئې ډلې منابعو په وینا: لمونځ کوونکي د وعید تابع نه دي او جهنم خاص د مشرکانو لپاره دی. مګر وعده عموما د مومنانو لپاره اجر دی، او خدای تعالی د خپلو ژمنو څخه سرغړونه نه کوي.
د امر او نهی معنی: د الله تعالی د اوامرو او نواهیو په هکله دوې ډلې دي: یوه ډله په دې عقیده ده چې دا شیان عام دي پرته لدې چې د هغه د خاصیت ثبوت موجود وي او بله ډله یې برعکس عمومي ګڼي. پرته لدې چې د دې عموميت ثبوت شتون ولري.
د کفارو عذاب: په دې اړه هم د مرجئه ډلې اختلاف دی. یوه ډله د جنت او دوزخ له ابدیت څخه انکار کوي او وايي چې د هغه اوسیدونکي په الهي مشیت باندي له منځه ځي او یوازې خدای تعالی ابدي دی. دا ډله هغه څه ردوي چې مسلمانان پرې متفق دي او د قرآن په واضح متن سره ورته اشاره کوي؛ او د مرجئه بله ډله لکه د ټولو مسلمانانو په شان د جنت او دوزخ په بقا او د هغه د اوسېدونکو خلود مني.
د قبلې د ګناهکارانو سزا: په دې اړه اختلاف په لاندې ډول دی:
الف. لومړۍ فرقه د بشر مریسي پلویان دي. دا ډله وايي: دا ناشونې ده چې د قبلې ګناهګاران د تل لپاره په دوزخ کې وي. ځکه چې په قران کریم کې راغلي دي: «ومن یعمل مثقال ذرة خیرا یره ومن یعمل مثقال ذرة شرا یره»؛ «څوک چې يوه ذره نيکي هم وکړي هغه به يې (ثواب) وويني او چا چې يوه ذره بده هم کړې وي هغه به [د هغې سزا په اندازه] وويني. له همدې امله، ګناهګار به بالاخره جنت ته لاړ شي، حتی که هغه په اور کې وسوځوي. او دا د ابن الراوندي قول دی.
ب. خدای تعالی ګناهکارانو ته په دوزخ کې د ابدي سوځولو سزا ورکوي؛ مګر که هغه وغواړي، هغه کولی شي د هغې موده معاف کړي. دا د ابو شمر او محمد بن شبیب د پیروانو نظر دی.
ج. خدای تعالی د مسلمانو ګناهکارانو یوه ډله دوزخ ته استوي. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت دوی له جهنم څخه خلاصوي او بالاخره جنت ته ځي. (د دې نظر پیروان ذکر شوي ندي.)
د. د قبلې د اوسېدونکو ګناهکارانو ته بخښنه او سزا د الله تعالی د حکم مطابق ده او خدای تعالی که وغواړي سزا ورکوي او که نه بخښي. ابدي عذاب د لوی خدای په اختیار کې دی. له همدې امله، که خدای عذاب ورکړي، هغه ټول ګناهکارانو ته سزا ورکوي، او که هغه بخښي، هغه ټول بخښي. دا د دمشق د غیلان د پیروانو نظر دی.
هـ. خدای جل جلاله کولی شي د ګناهکارانو په اړه پریکړه وکړي، که هغه وغواړي سزا ورکوي؛ که و نه غواړي سزا نه ورکړي، او هغه ته بښنه کوي. دا ټول شیان د خدای په اراده پورې اړه لري. (د دې عقیدې په اړه ځانګړي پیروان ندي ذکر شوي.)
يادونه: هغه بېلابېل مسايل چي بيان شوي دي د مرجئي او اهلسنت تر منځ توپير شته. خو څرنګه چې د اهل سنتو نظر ډېر څرګند، معلوم او واضح دی، نو موږ يې د بيانولو اړتيا نه احساسوو او يوازې د مرجئه و داقوال او نظریاتو باندي بسنه وکړه. هغه څوک چې په دې اړه نور معلومات غواړي کولی شي هغه سرچینو ته مراجعه وکړي چې کارول شوي دي.