حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه (اتمه برخه)
د کاذب نبوت ادعا
د خلکو تود هرکلي ته په کتلو اسود عنسي نور هم زړور شو. هغه په اسانۍ او دروغ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت ادعا د ځان لپاره وکړه او په دې ادعا کې یې خورا ټینګار کاوه. امام ذهبي رحمه الله لیکي: «في آخر السنة العاشرة: كان ظهور الأسود العنسي»؛ یعنی «د هجرت د لسم کال په پای کی د اسود عنسي فتنه راښکاره شوه او خلک یی هغه ته رابلل.
امام ابن اسحاق رحمه الله وایي: «قد كان تكلم في عهد رسولالله صلىاللهعليهوسلم الكذابان، مسيلمة بن حبيب باليمامة في حنيفة؛ والأسود بن كعب العنسي بصنعاء. حدثني يزيد بن عبدالله بن قسيط عن عطاء بن يسار عن أبيسعيد الخدري قال سمعت رسولالله صلىاللهعليهوسلم وهو يخطب الناس على منبره وهو يقول: أيها الناس! إني قد رأيت ليلة القدر ثم أنسيتها، ورأيت في ذراعي سوارين من ذهب فكرهتهما، فنفختهما فطارا، فأولتهما هذين الكذابين صاحب اليمن، وصاحب اليمامة.»
«د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې دوه کذابو، درواغ وویل (او د نبوت ادعا یې وکړه)؛ یو یې مسیلمه ابن حبیب دی چې په یمامہ کې د بني حنیفه له قبیلې څخه و. او بل د یمن په صنعا کې اسود بن کعب عنسی دی. ماته یزید بن عبدالله ابن قسیط له عطاء ابن یسار څخه یو حدیث روایت کړی چې د حضرت ابو سعید خدری رضی الله عنه وویل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې په منبر یې داسي وفرمایل: ای خلکو! ما د قدر شپه په خوب کې ولیدل خو هغه مې هېره کړه. او بیا مې پر لاس دوه د سرو زرو بنګړي ولید، چې خوښ مې نه شول، او هغه مې په دوو درواغجنو تعبیر کړل. یعني د یمن اسود عنسي او د یمامې مسیلمه کذاب.»
د فیروز دیلمي لخوا د اسود عنسي وژنه
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و سلم د روژې په مبارکه مياشت کې يې يو خوب وليد او تعبير يې دا و چې اسود عنسي او مسيلمه کذاب غواړي د افواهاتو او دروغو په خپرولو سره د نبوت د لوړ مقام دعوه وکړي او په دې خطرناک ډګر کې داخل شي او د اسلام پاک دين ته زيان ورسوي، او ساده مسلمانان د هدایت له لویې لارې څخه د ګمراهۍ او ارتداد لارې ته ورسوي او غوښتل یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتینه مینه د پاکو او ارامو خلکو له زړونو څخه لرې کړي؛ خو خدای تعالی د رسول الله صلی الله علیه و سلم د صحابه کرامو رضي الله عنهم په مرسته د دې فتنې اور مړ کړ، او د اسلام دين ته یې عزت او کفر او شرک ته یې ماتې ورکړه او هغه یې ذليل کړه. د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې لومړني کس چې د نبوت دعوه يې وکړه، اسود عنسی وو، او دوهم کس چې په دې فتنې اخته شوی و، هغه مسیلمه کذاب وو، چې د حضرت وحشي رضي الله عنه له خوا ووژل شوه.
د اسود انسي د وژلو په پلان کې د رسول الله صلی الله علیه و سلم درې محبوب ملګري شامل وو، امام ابن اثیر رحمه الله یې داسي راوړي: «الذين دخلوا على الأسود العنسي، الذي ادعى النبوة بصنعاء فقتلوه في حياة النبي صلىاللهعليهوسلم، وهم: قيس بن مكشوح وداذويه وفيروز الديلمي وبقي داذويه وفيروز وقيس فلما توفي النبي صلىاللهعليهوسلم ارتد قيس بن عبدیغوث المكشوح.» «هغه کسانو چې په صنعا کې د نبوت دعوه کوونکي اسود عنسی ته ولاړل او هغه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیات کې ووژل. عبارت دي له: قیس ابن مکشوح، داذویه او فیروز دیلمي. دا درې سره کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ژونده پورې پر اسلام ولاړ وه، خو قیس بن مکشوح د رسول الله صلی الله علیه و سلم وفات وروسته مرتد شو او اسلام یې پرېښود.)
دا و د اسود عنسي کذاب لنډه پیژندنه او له حضرت فیروز سره یې اړیکه او د دوی ترمنځ تګ راتګ. په بله برخه کې به ان شاءالله د اسود عنسي د قتل څرنګوالي به بحث وکړو.