لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته پنځوسمه برخه)
په قرآن کریم او نبوي سنتو کې ښکلا
د ونو، بوټو او مېوو د پیدایښت حکمت یوازې د انسان او حیوان لپاره د خوراک د برابرولو او یا د چاپېریال د ساه اخیستونکو سږو په توګه د هغوی تر ظاهري او حیاتي ګټو محدود نه دی؛ بلکې الله تعالی په خپل کتاب کې د هغوی د پیدايښت ګڼې نورې ګټې هم ذکر کړې دي، لکه خوښي، سرور او هغه اشتیاق چې د انسان په زړونو کې یې را پیدا کوي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: “أَمَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنْبَتْنَا بِهِ حَدَائِقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ مَا كَانَ لَكُمْ أَنْ تُنْبِتُوا شَجَرَهَا أَإِلَهُ مَعَ اللَّهِ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَعْدِلُونَ”[۱] ژباړه: «ایا هغه چا چې آسمانونه او ځمكه پيدا كړي او تاسو ته يې له آسمانه اوبه را اورولې دي بيا مو په هغو سره ښايسته باغونه را زرغون كړل چې د هغو د ونو زرغونول ستاسي په وس كې نه وو، آيا له الله تعالی سره كوم بل معبود شته؟ بلكې هغوى داسې خلك دي چې له سمې لارې كږيږي.»
د ښایست همدا ځانګړنه چې د طبیعت په هر عنصر کې ځای پرځای شوې، د یوې عمومي قاعدې له تحقق پرته بل څه نه دي؛ هغه قاعده چې الله تعالی په ټولو مخلوقاتو کې جاري کړې او په خپلو بندهګانو یې لورولې ده. دا قاعده د ښکلا قاعده ده؛ لکه څنګه چې ابن مسعود له رسول الله ﷺ څخه روایت کړی دی چې ویې فرمایل: «الله تعالی ښکلی دی او ښکلا خوښوي.»[۲]
د پام وړ ټکو له جملو یو یې دا دی چې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو کې د ونې، مېوې او باغ په څېر کلمې ډېر ځله تکرار شوي دي. د بېلګې په توګه د «شجر» او د هغې د مشتقاتو کلمه شاوخوا ۲۶ ځله، د «ثمر» کلیمه او مشتقات یې ۲۲ ځله، «نبت» او مشتقات یې ۲۶ ځله، «حدائق» درې ځله او د «جنة» کلمه (په مفرد او جمع بڼه) ۱۳۸ ځله ذکر شوې ده.[۳]
آن تر دې چې کله قرآن کریم له ونو او مېوو څخه د انسان او حیوان لپاره د خوراک په توګه یادونه کوي، په داسې ښکلاپېژندونکې او اغېزناکه بڼه یې وړاندې کوي چې د انسان پر ذهن او احساساتو اغېز کوي. لکه د الله تعالی دا قول: ﴿فَلْيَنْظُرِ الإِنْسَانُ إِلَى طَعَامِهِ أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاءَ صَبًّا ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا وَعِنَبًا وَقَضْبًا وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا وَحَدَائِقَ غُلْبًا وَفَاكِهَةً وَأَبًّا مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ﴾[۴] ژباړه: «نو انسان دې خپلو خوړو ته وګوري، چې موږ ښې (پرېمانه) اوبه راتويې كړې دي، بيا مو زمكه چولې (څيرلې) ده، او په هغې كې مو (غلې) دانې را زرغونې كړې دي، او انګور او سابه، او زيتون او خرماوې، او ګڼ ګڼ باغونه، او مېوې او شينې ګیاوې، ستاسي او ستاسي د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.»
سربېره پر دې چې قرآن کریم د باغونو او ونو د خلقت د ښکلا حکمت په داسې شانداره بڼه بیانوي، د جنت انځور هم چې د مادي او معنوي نعمتونو ډولونه پکې ځای پر ځای شوي دي پر مسلمانانو ژور اغېز کړی او هڅولي یې دي چې له طبیعت او چاپېریال سره هم د همدې آرماني تصویر له مخې تقلیدي چلند وکړي.
د جنت د څرنګوالي په اړه په قرآن کریم کې راغلي دي: ﴿وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * ذَوَاتَا أَفْنَانٍ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * مُتَّكِئِينَ عَلَى فُرُشٍ بَطَائِنُهَا مِنْ إِسْتَبْرَقٍ وَجَنَى الْجَنَّتَيْنِ دَانٍ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * هَلْ جَزَاءُ الإِحْسَانِ إِلَّا الإِحْسَانُ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * وَمِنْ دُونِهِمَا جَنَّتَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * مُدْهَامَّتَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * حُورٌ مَقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ * فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * مُتَّكِئِينَ عَلَى رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ﴾[۵] ژباړه: «او د هغه چا لپاره چې د خپل پالونکي پر وړاندې له درېدلو ډاريږي، دوه جنتونه دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ دواړه د ډېرو څانګو والا (باغونه) دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو دواړو كې دوې چينې دي، بهيږي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو دواړو كې به له هرې مېوې دوه دوه ډوله وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ پر داسې فرشونو به ډډه وهونكي (ناست) وي چې استرونه به يې د غټو ورېښمو وي او د هغو دواړو باغونو مېوې به لاس ته نېږدې وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو كې ښكته كتونكې د خپل نظر (حورې) دي چې تر هغوى مخکې نه كوم انسان لاس وروړى او نه پېري، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ لكه هغوى چې (سره ګډ شوي) لال او مرجان وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ آيا د ښېګڼې بدله ښېګڼه نه ده؟ پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ او له هغو پرته به دوه باغونه نور هم وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ (له ډېر شينوالي به) دواړه تك تور وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو دواړو كې دوې چينې دي راخوټېدونكې، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو دواړو كې مېوې، خرماوې او انار دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په هغو كې نېک خويه – ښكلې (حورې) دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په خېمو كې پټې (ناستې) حورې دي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ تر هغوى مخكې نه كوم انسان لاس وروړى او نه پېری، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟ په شنو ډېرو غوره او ښو بالښتونو (يا فرشونو) به ډډه وهلې ناست وي، پس کوم نعمتونه د خپل پالونکي تاسو دواړه (ای پیریه او انسانه) درواغ ګڼئ؟»
د همدې مضمون په اړه ګڼ شمېر نور آيتونه هم شتون لري. د قرآن کریم تر څنګ د رسول الله ﷺ ويناوې دوهمه منبع ده چې مسلمانانو د چاپېريال او طبيعت د ښکلا د څرنګوالي په اړه الهام ترې اخیستی دی. د رسول الله ﷺ ځینې ويناوې په لاندې دول ډول دي:
حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ ته مې وویل: ای د خدای رسوله! موږ ته د جنت د جوړښت په اړه خبر راکړه. رسول الله ﷺ وفرمايل: «د جنت خښتې له سرو او سپينو زرو جوړې شوې دي، سیمنټ یا خټه يې خالص مشك دي، جغل يې د مرواریدو او یاقوتو دي، خاوره يې زعفران ده، هر څوک چې ور داخل شي، نو د تلپاتې نعمت خاوند ګرځي، نه به تکليف ويني او نه مرګ، جامې به يې نه زاړیږي او ځواني به يې پای ته نه رسېږي.»[۶]
او له حضرت ابوموسی اشعري رضي الله عنه څخه روايت دی چې د خدای رسول ﷺ وفرمايل: «د مؤمن لپاره په جنت کې يوه خېمه ده چې له مرواريدو جوړې شوې ده، او شپېته ميله اوږدوالی لري، په دې خیمه کې ګڼې مېرمنې شتون لري، مؤمن به هرې یوې ته ورځي، خو يوه مېرمن به هم بله مېرمن نشي لیدلی.»[۷]
همدارنګه له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: «په جنت کې داسې ونه شتون لري چې که سورلی یې سل کاله په سيوري کې مزل وکړي، بیا به یې هم سیوری پای ته ونه رسېږي.»[۸]
او حضرت انس بن مالک رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمايل: «کله چې زه په جنت کې ګرځېدم، يوه داسې سيند ته ورسېدم چې د دواړو غاړو ګنبدونه یې له مرواريدو جوړ وو. ما وپوښتل: ای جبرئیله! دا څه شی دي؟ هغه وويل: دا هغه کوثر دی چې ستا رب تاته درکړی دی او خاوره يې خالص مشك ده.»[۹]
یاد ټول آيتونه او احاديث چې له ښکلا او حسن څخه ډک دي، د اسلامي ټولنې عمومي وجدان له همدې نعمتونو سره د لېوالتيا پر بنسټ رامنځته شو؛ له همدې امله مسلمانانو هر هغه څه چې په وس کې يې وو بشري تمدن ته وړاندې کړل، ترڅو قرآن کریم او نبوي سنتو چې د جنت په اړه کوم تصویر وړاندې کړی، په عملي ژوند کې انځور کړي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] نمل/ ۶۰.
[۲] مسلم، کتاب الإیمان، (۹۱).
[۳] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص ۶۲۲.
[۴] عبس/ ۲۴ – ۳۲
[۵] الرحمن/ ۴۶ – ۷۶
[۶] احمد، 8030
[۷] بخاري، 4598
[۸] بخاري، 3079
[۹] بخاري، 6210