لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم تحلیل او نقد (څلورمه برخه)
په مډرنېزم پورې اړوند اصطلاحات
د (مډرنېزم) په مفهوم په بشپړه توګه د پوهېدو او تحلیل لپاره اړینه ده چې له هغې سره تړلي ځینې اصطلاحات تعریف او وڅېړو، چې په لاندې ډول دا مفاهیم روښانه شوي او همدارنګه د مډرنېزم سره د دوی اړیکه ارزول شوې ده:
۱. عقلانیت(عقل پالنه)
عقل پالونکي د فکري بهیر د یو مکتب په توګه په دې باور دي چې انسان کولی شي د نړۍ او هستي حقیقت یوازې په عقل او منطق باندې په تکیه کولو سره پرته له دې چې شخصي او عملي تجربو او الهي وحی ته اړتیا ولري درک کړي. د دې مکتب پلویان په دې باور دي چې په نړۍ کې هرڅه باید د عقل له مخې وټاکل شي، څو موږ وکولی شو د هغې شتون یا نه شتون او همدارنګه د هغې ځانګړتیاوې وپیژنو.([1])
عقل پالونکي په عقل پوره باور لري او دا د پوهې او پېژندنې اصلي سرچینه ګڼي. دوی په دې باوري دي چې مفکورې او نظرونه ذهن ته له ننوتلو دمخه په عقل کې وي. دوی عقل د شیانو د توپیر او په هغې د پوهېدو لپاره یوه پیاوړې وسیله ګڼي او دوی د حسي او تجربوي پوهې په پرتله عقلي او ذهني پوهې ته لومړیتوب ورکوي. همدې مطلقیت یا پرېکنده دريځ دوی له پراخو حقایقو څخه لرې کړي او په یوه محدود لیدلوري کې یې ځای پر ځای کړي دي.
الف: د عقل پالنې مکتب منځته راتلل
د دې فکري مکتب راڅرګندېدل او پراختیا په دوو دورو باندې وېشل کېدلی شي:
۱. کلاسیک عقل پالنه: په لرغوني یوناني فلسفه کې دا مکتب د سقراط، ارسطو او نورو ورته اشخاصو لخوا رامنځته شوی و.
۲. نوې یا عصري عقل پالنه: په معاصر دور کې دا مفکوره د رنه دکارت، لایب نیتس، سپینوزا او نورو ورته فیلسوفانو لخوا رامنځته شوې ده.
رنه دکارت (۱۶۵۰- ۱۵۹۶ز کلونه)، یو فرانسوي فیلسوف دی چې د وجود یا هستۍ په ځانګړې توګه د خدای جل جلاله د شتون ثابتولو لپاره یې عقلي میتود وکاراوه. د هغه میتود د یوې داسې تګلارې پر بنسټ ولاړ و چې له عقلي نظره د انکار وړ ګڼل کېږي. د هغه مشهوره وینا ده چې وایي: (دا چې زه فکر کوم، نو له همدې امله وایم چې زه شته یم.)
لایب نیتس (۱۶۴۶-۱۷۱۶ ز کلونه)، یو جرمني فیلسوف دی، نوموړی په دې باور و چې هر موجود یا هستي یو ډول ژوند لري او د موجوداتو ترمنځ توپیر د دوی د درک تر درجې پورې اړه لري. لایب نیتس د دې توپیر څلور درجې داسې راپېژني:
۱. مطلق ژوندي موجودات (چې هغې ته جمادات یا بې ځانه هم ویل کیږي)، ۲. نباتات، ۳. حیوانات، ۴. انسان.([2])
ب: د عقلانیت او مډرنېزم ترمنځ اړیکه او تړون
عقلانیت یو له هغو بنسټیزو برخو څخه دی چې د مډرنېزم سره ژوره اړیکه لري، ځکه چې د عصري فکر یا مډرنېزم یوه له اصلي تیوریو او محورونو څخه په عقل او عقلانیت تکیه کول دي. د مډرنېزم پالونکو له نظره عقل د دوی د فکري او عملي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یوه بنسټیزه او کلیدي وسیله ګڼل کېږي. د دوی ټول چلندونه، پرېکړې او تحلیلونه د بشري عقل پر بنسټ ولاړ دي، په داسې ډول چې د پېښو او مفاهیمو د ارزونې او محاسبې په پروسه کې دوی وحیې او قانون یوې خوا ته کوي او یوازې په انساني عقل او منطق تکیه کوي.
که څه هم دا باید ومنل شي چې انساني عقل هم ارزښتناک او اغېزمن دی، خو د ژوند ټولو پېښو او مسایلو ته په بشپړ ځواب ویلو کې ناتوانه او محدود دی. یوازې عقل نه شي کولی د رښتینې انساني خوښۍ او نېکمرغۍ لاره وټاکي، ځکه چې دا ډېری وختونه د احساساتو او نفساني غوښتنو په لومه کې بند پاتې کېږي او همدا احساسات د نېکمرغۍ او بدمرغۍ (ښه او بد) ترمنځ د توپیر کولو وړتیا نه لري.
په دې برخه کې مشهور قانونپوه ډاکټر فرایدمن وايي: (عقل د انساني احساساتو او غوښتنو زنداني دی او پرته له دې چې دا کار وکړي بله چاره نه لري او عقل د دې احساساتو له خدمت کولو پرته بله دنده هم نه لري.)([3])
د اسلامي نړۍ نوموتی عالم مفتي محمد تقي عثماني حفظه‌الله‌تعالیپه دې اړوند چې څنګه فکر او عقل د احساساتو بندي کیږي لیکي: (دا څرګنده ده چې هرکله انسان د یوې بې دینه فکر او نظریې پیروي کوي، نو بیا ورته د اخلاقو په نوم هېڅ شی نه پاتې کېږي. په داسې حال کې چې یو شخص په بشپړ ډول د احساساتو او نفساني غوښتنو تر کنترول لاندې وي. عقل یا ازاد فکر هېڅکله د دین او اخلاقو سره نه شي یو ځای کېدلی، ځکه چې د عصري کولو یا مډرنېزم او افراطي عقلانیت په پایله کې داسې وضعیت او شرایط رامنځته کېږي چې یو څوک یو عمل د خپل وجدان او ضمیر له نظره د نه منلو وړ او بد ګڼي، خو د عصري کوونکي یا مډرنېزم پالونکي د عقل له نظره د هغې د غلط یا بد ثابتولو لپاره هېڅ دلیل نه مومي او مجبور دی چې ترسره یې کړي.)
مفتي عثماني دا وضعیت د اوسني عصر د مفکرینو په وړاندې یو له سترو ننګونو څخه ګڼي، نوموړی زیاتوي: (نن ورځ لویدیځ یا د غرب مفکرین له ورته ستونزې سره مخ دي. د مثال په ډول، د همجنسبازۍ قانوني کول، چې څو کاله مخکې د برېتانیا په پارلمان کې تصویب شو، که څه هم ډېری خلک یې مخالف وو، خو دا چې د هغې د ردولو لپاره یې هېڅ منطقي دلیل وړاندې نه شو کړای، دوی دېته اړ شول چې دا ومني. د عصري کوونکو له نظره هر هغه پدیده چې خپره او پراخه شي، حتی که هغه شرموونکې او خطرناکه هم وي، بلاخره باید د قانونی اړخه په رسمیت وپیژندل شي.)([4])
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1] الموسوعة الميسّرة فی الادیان والمذاهب، ج ۲، ص ۷۹۶.

[2] همان، ج ۲، ص ۷۹۶.

[3] محمد تقی عثمانی، تجددگرایی از دیدگاه اسلام، ص ۱۷.

[4] همان، ص ۱۷.

Leave A Reply

Exit mobile version