لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (پنځمه برخه)
ج: په اسلام کې د عقل ځای
اسلام یو بشپړ او متوازن دین دی چې عقل او فکر ته ځانګړی اهمیت او ارزښت ورکوي او له انسانانو څخه غواړي چې په الهي ایتونو کې غور او فکر وکړي.
د فکر او استدلال ځواک یو له هغو لویو الهي نعمتونو څخه دی، چې خدای تعالی انسانانو ته د هدایت او لارښوونې لپاره ورکړی دی، څو له دې څخه په ګټې اخیستنې سره د خدای جل جلاله بندګان د تخلیق په نښو او پیښو، د دوی د پیدایښت په څرنګوالي، ځمکې، اسمانونو او نورو مخلوقاتو باندې غور وکړي، له دې لارې د خدای عظمت او لویوالی درک کړي او خپل ایمان پرې پیاوړی یا قوي کړي.
په قرآن کریم کې ډېر داسې ایتونه شته چې خلک د عقل، غور، فکر او بیا یادونې ته هڅوي، چې دا غوښتنې په اسلامي فکري نظام کې د عقل لوړ مقام او ارزښت څرګندوي.
۱. کذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ.[1] ژباړه: په دغه شان الله خپل حکمونه تاسې ته په ډاګه څرګنده در ښيي، څو چې تاسې له پوهې او ادراک سره کار وکړئ.
۲. إِنَّ فِي خَلْقِ ٱلسَّمَـٰوَاتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَـٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ لَآيَـٰتٍ لِّأُولِى ٱلْأَلْبَـٰبِ.[2] ژباړه: د اسمانونو او ځمکې په پیدايښت او د شپې او ورځې په تګ او راتګ کې د هغو پوهانو لپاره ډېرې نښانې دي.
۳. يُنبِتُ لَكُم بِهِ ٱلزَّرْعَ وَٱلزَّيْتُونَ وَٱلنَّخِيلَ وَٱلْأَعْنَـٰبَ وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَايَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ.[3] ژباړه: هغه ستاسې لپاره د دغو اوبو په وسیله کښتونه را زرغونوي او زیتون، خرما، انګور او نورې راز راز مېوې پیدا کوي، په دې کې د هغو خلکو لپاره یوه ستره نښانه ده چې غور او فکر کوي.
۴. كِتَـٰبٌ أَنزَلْنَـٰهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌۭ لِّيَدَّبَّرُوا ءَايَـٰتِهِۦ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُوا ٱلْأَلْبَـٰبِ.[4] ژباړه: دا یو ډېر برکتناک کتاب دی، چې موږ تاته (اې پیغمبره) نازل کړی دی، څو چې دوی دده پر ایتونو غور وکړي او د پوهې او فکر خاوندان ترېنه درس واخلي.
په قرآن کریم کې له ۹۰۰ څخه ډېر ځله، عقل، علم، فکر او د هغې مشتقات ذکر شوي دي. څه وخت چې کافرانو په خپل کفر او انکار ټینګار وکړ، خدای تعالی دوی ته په عقلي او منطقي دلایلونو سره، چې الهي نعمتونه دي خطاب وکړ او عقل یې د دوی د غلطو افکارو په وړاندې د قاضي په توګه وړاندې کړ([5])
۵. قُلِ ٱنظُرُوا مَاذَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ وَمَا تُغْنِى ٱلْايَـٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ.[6] ژباړه: دوی ته ووایه( په اسمانونو او ځمکه کې چې څه دي هغه په غړېدلو سترګو سره وګورئ) او کوم خلک چې له سره ایمان راوړل نه غواړي، د هغو لپاره نښانې او اخطارونه مدافع او ګټور کېدای نه شي.
حافظ علامه ابن کثیر رحمه الله د دې آیت په تفسیر کې وايي: (مهربان الله تعالی خلک ته د اسمانونو او ځمکې په نعمتونو او حیرانونکو مخلوقاتو کې غور کولو ته بلنه ورکوي. خو دا نښې نښانې د هغو کسانو لپاره دي چې عقل او فکر لري. په اسمانونو کې ځلانده او روښانه ستوري، چې ځینې یې ثابت او ځینې یې حرکت کوي شته دي. لمر او سپوږمۍ، شپه او ورځ، ټول په یو ځانګړي نظم او ترتیب سره ګرځي. یو راپورته کېږي، بل لنډېږي یا کوچنی کېږي او دا بدلونونه په دوامداره توګه همداسې روان دي. اسمان په خپل لوړوالي، پراخوالي، ښکلا او زینت سره د الله تعالی د قدرت یوه له لویو نښو څخه دی. الله تعالی له اسمانه باران اوروي چې په هغې سره وچه او مړه ځمکه ژوندۍ کوي. د ځمکې له زړه څخه رنګارنګ نباتات، میوې، ګلان او سبزیجات را شنه کوي. همدارنګه په ځمکه کې ډیری حیوانات په مختلفو شکلونو، رنګونو او ډول ډول ګټو سره ژوند کوي. غرونه، صحراوې، دښتې، ښارونه او ویجاړې ځمکې ټول د الله تعالی د لوی قدرت او تخلیق نښې دي. په سمندرونو کې هم ډیری حیرانتیاوې او موجودات شتون لري، له دومره لویوالي سره، سره، سمندرونه د انسان لپاره تنظیم او کنترول شوي دي. کښتۍ په ډېرې اسانۍ سره د اوبو په سره حرکت کوي، چې دا ټول د الله تعالی امر او قدرت سره ترسره کېږي، چې همغه یوازینی رښتینی رب او خدای دی او له هغه پرته بل څوک د عبادت وړ نه دي.([7])
په اسلام کې د عقل د اهمیت او ارزښت یوه څرګنده بېلګه دا ده چې یو عالم او مجتهد چې د اجتهاد شرایط یې پوره کړي وي، کولی شي د هغه مسائلو اړوند چې په قرآن او سنتو کې یې صریح حکم نه وي راغلی د عقل په ځواک، فکر او معتبر اسلامي قیاس باندې تکیه وکړي، اړین احکام استخراج او استنباط کړي او فتوا ورکړي. که چېرې یو مجتهد له خپلو علمي او اجتهادي هڅو وروسته بیا هم سمې پایلې ته ونه رسېږي، بیا هم نوموړی نه ملامتېږي، بلکې د معتبرو روایتونو پر اساس به هغه د اجر او ثواب مستحق وي.
خو دا باید په پام کې ونیول شي چې عقل یوازې د خپل ځواک او ظرفیت په حدودو کې اغېزمن دی، عقل چې څومره وړتیا ولري، په همغه اندازه باید وکارول شي، خو کله چې د خپل قلمرو یا حدودو څخه له بهر مسائلو سره مخ شي، نو باید د الهي وحی په مرسته قضاوت وکړي، که نه نو عقل به په دې برخو کې خطا او  ګمراهۍ سره مخ شي او انسان به د انحراف په کنده کې وغورځوي.
په اخرت پورې اړوند مسایل لکه: قبر، د برزخ ژوند، د قیامت ورځ، حساب کتاب، جنت او دوزخ، د غیب او پټ مسایل دي. که چېرې یو څوک وغواړي او هڅه وکړي چې همدا مسائل یوازې په خپل عقل سره ثابت کړي، نو هېڅکله به بریالي نه شي، ځکه چې عقل له ځانه بهر سرچینو ته له اشارې پرته د دې ډول مسائلو د ثابتولو یا ردولو توان نه لري. په هر صورت کله چې عقل د اسماني یا الهي وحی په مرسته د همدې مسائلو په حل پسې شي، نو بیا به د هغې په رڼا کې غیبي حقایق ومني، ځکه چې کله د پیغمبرانو اخلاص او قرآن د یوې معجزې په توګه عقل ته روښانه شي، نو د غیبي خبرو او مسائلو منل به هم عقلي وي.
د غیب اړوند خبرې او مسائل د انسان د ظاهري پېنځګونو حواسو او د عقل د تحلیلي ځواک څخه بهر دي، ځکه چې عقل او حواس یوازې د محسوس شیانو او مستقیمو تجربو په ساحه کې اغېزمن او د استفادې وړ دي. له همدې امله، عقل د غیب په وړاندې تر هغه وخته پورې غلی او پس پاتې کېږي څو چې د اسماني وحی څخه روښانه ثبوت او لارښوونې ورته چمتو او وړاندې نه شي، له همدې امله عقل یوازې د وحی په رڼا کې د غیب په باره کې پوهې او باور ته رسېدلی شي.
په حقیقت کې له عقلي نظره، په غیب پوهېدل کېدای شي، د عقلانیت برعکس چې په څرګنده د قیامت او له مرګ وروسته ژوند څخه منکر دي او هغه ردوي. د دې دلیل چې ولې د قبر عذاب یا جنت او د دوزخ عذاب په څېر پېښې عجیب او بې باوره ګڼل کېږي یوازېنی دلیل یې همدا دی چې هغه زموږ لپاره د لید وړ نه دي او موږ نه شو کولی هغه په خپلو سترګو ووینو، نه داسې چې عقل دوی ناممکن ګڼي، ځکه چې همدې عقل ډیری نور داسې عجیب او حیرانونکې پیښې یوازې د دوی د لیدلو د وړتیا له امله منلې دي، خو د انسان د پیدایښت یا په هستي کې د موجوده نظم کومه برخه حیرانونکې نه ده؟ یوازینی توپیر یې دا دی چې موږ دا حیرانتیاوې او عجایب لیدلي او ورسره عادت شوي یو، خو هغه څه چې موږ نه دي لیدلي یا یې موږ نه شو لیدلی، موږ ته حیرانونکي او بې باوره ښکاري، خو په دې باید پوه شو، چې یوازې یو خدای چې د دې احساس او لید وړ حیرانتیاو د رامنځته کولو توان لري د غیر محسوس یا د نه لیدلو شیانو د رامنځته کولو او پیدا کولو او ترې دې لا ډېرو شیانو لپاره ډېر توان هم لري.([8])
یو څېړونکی وايي: (له مړه او بې ځانه جنین یا نطفې د انسان د تدریجي راڅرګندیدو څخه ډېر حیرانونکی بل څه نشته.) کله چې انسان د خدای د لامحدود قدرت پر اساس دا حقیقت ومني، څنګه کولی شي د قبر عذاب، له مرګ وروسته ژوند، جنت او دوزخ په څېر مسائلو او لارښوونو له منلو څخه، هغه څه چې له لږو حیرانوونکو څخه ګڼل کېږي انکار وکړي؟ دا په داسې حال کې ده چې زموږ رښتیني پیغمبر او الهي وحې دا مسایل په یقین او پوره ډاډ سره اعلان کړي دي.([9])
په پای کې هغه کسان چې عقل یې په هرڅه کې مطلق او غیر مشروط معیار ګرځولی دی، ګمراه شوي دي، دوی توحید او رسالت رد کړی او له هغې منکر دي، دوی قیامت ونه منلو او دوی په ژوند کې له ډېرو ستونزو او بحرانونو سره مخ شول. عقل د شریعت په چوکاټ کې یو ګټور او لارښود وسیله ده، خو که دا له دې چوکاټ څخه بهر شي، دا به د انسان ژوند د یو بې قانونه او ځنګلي حیوان په څېر کړي، لکه څنګه چې اوس په ډیری عصري یا په اوسنۍ اصطلاح متمدنو ټولنو کې لیدل کیږي.
له همدې امله اسلام د (عقل په محدود اغېز) باندې ټینګار کوي او په عقل باندې مطلق باور ردوي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. سورۀ بقره، آیه ۲۴۲.

[2]. سورۀ آل‌عمران، آیه ۱۹۰.

[3]. سورۀ نحل، آیه ۱۱.

[4]. سورۀ ص، آیه ۲۹.

[5] عبدالغفور برشان، اسلام و عقلانیت معاصر، ص ۱۲.

[6]. سورۀ یونس، آیه ۱۰۱.

[7] تفسیر ابن کثیر، جلد ۴، صفحه ۲۹۹.

[8] اسلام و عقلانیت معاصر، ص ۱۶.

[9] همان، ص ۱۷

Leave A Reply

Exit mobile version