لیکوال: ابوعائشه
کرامیه ډله «فرقه»
درېیمه برخه
مقدمه:
مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې د عقایدو او باورونو تفصیلي بیان ته داخل شو، غوره دا ده چې د ابن کرام د ژوند د زمانې فضا وپېژنو او پوه شو چې هغه وخت د خلکو ترمنځ څه ډول عقاید خپاره وو.
په دې برخه کې به هڅه وکړو چې د کرامیه فرقې ځینې عقاید او باورونه تشریح کړو.
د ابن کرام زمانه د علمي بیدارۍ او خوځښت زمانه وه؛ دا هغه وخت و چې ډېری علوم عربي ته ژباړل کېدل، علم کلام د خلکو ترمنځ پراخ شوی و، بېلابېلې ډلې راټوکېدلې وې او خلک یې خپلو افکار ته را دعوتول.
د کرامیه افکار او نظریات د هغه چاپېریال تر اغېز لاندې راغلي چې بنسټګر یې پکې ژوند کاوه. ابن کرام په سیستان کې زېږېدلی، هغه سیمه چې له اسلام وړاندې د بېلابېلو فکري او مذهبي خوځښتونو مرکز و. ابن کرام د درېیمې هجري پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د علمي نهضت په دور کې ژوند کاوه. په عباسي دور کې بېلابېلو کلامي فرقو شتون درلود، ډېری علما او فلاسفه د نبوغ لوړو درجو ته رسېدلي وو او د نورو تمدنونو له فرهنګونو څخه د ژباړې او انتقال بهیر هم پراخ شوی و.
ابن کرام په همدې فضا کې وده وکړه او په خپلو نظریاتو کې یې د فارسيژبو او یوناني فلاسفهوو له باورونو څخه ګټه پورته کړه، تر دې اندازې چې ځینو ویلي: «ده له هرې فرقې او مفکورې څخه د هغوی بېګټې او باطلې خبرې واخیستې» او له داسې عقایدو سره راښکاره شو چې د اهلسنتو له عقیدې سره په ټکر کې وو. [۱]
د کرامیه فرقې عقاید او باورونه
د هغو کتابونو د څېړلو له لارې چې د فرقو په اړه لیکل شوي څرګندیږي چې کرامیه فرقه بېلابېل عقاید او باورونه لري. خو دلته یوازې د هغوی تر ټولو مهمو او مشهور باورونو ته اشاره کوو. د ټاکلي مسئلې په اړه د کرامیه فرقې دلیلونه او همدارنګه د اهل سنت او جماعت نظر او دلایل بیانوو، او هڅه به وکړو چې په تفصیل سره د دواړو لوریو استدلالونه تشریح کړو.
تجسیم
له “تجسیم” موخه دا ده چې یو کس یا فرقه د الله تعالی جسم او د جسم اړوند صفات او ځانګړتیاوې ثابتې کړي. دا ډول کسان یا فرقې “مجسمه” بلل کېږي.
له «لوازم جسمیت» څخه موخه هغه شیان دي چې د جسم له اثبات وروسته رامنځته کېږي؛ لکه: اندامونه، اعضا، حرکت، انتقال، حدود او نور…[۲]
تجسیم د کرامیه مذهب له مهمو افکارو څخه و. همدا فکر د دې لامل شو چې یاده فرقه د “مجسمه” فرقو له جملې څخه وشمیرل شي.[۳]
یعنې که څه هم یاده فرقه ګڼ داسې باورونه او عقاید لري چې د اهل سنت او جماعت له سمو عقایدو سره په تضاد کې دي خو د نورو عقایدو په پرتله د تجسم فکر ډېر پکې مشهور ؤ، له همدې امله د “مجسمه” په نوم ونومول شوه.
د کرامیه فرقې بنسټګر ابن کرام د توحید په باب وایي: الله تعالی یو جوهر دی. هغه “احد الذات” او “احد الجوهر” دی او پر عرش استقرار لري. ده او د هغه پیروانو الله تعالی ته د انتقال، بدلون او نزول نسبت ورکول روا بلل. همدا عقیده ددې لامل شوه چې ابن کرام او د هغه پلویان یې د تجسیم پیروان وبلل.[۴]
کرامیه د ابو عبدالله محمد بن کرام پیروان او یاران دي. موږ یاده فرقه په دې دلیل د “صفاتیه” له ډلې څخه وګڼله چې دا خلک د الله صفات تأییدوي، خو [یوه جدي ستونزه شته او هغه دا ده چې] دا ډله په پای کې تجسیم او تشبیې ته مخه کوي.
[۵]
امام ابو سعید نیشاپوري رحمهالله وایي:
«الله تعالی جسم نه دی، خو کرامیه عقیده لري چې الله تعالی جسم لري.»[۶]
د اهل سنت او جماعت لیدلوری
امام ابوحنیفه رحمهالله فرمایي:
«د الله تعالی ټول صفات د مخلوقاتو له صفاتو سره توپیر لري. الله تعالی پوهېږي، خو د انسانانو په شان نه؛ قادر دی، خو د انسان په څېر نه؛ ویني، خو زموږ د لیدو په څېر نه؛ اوري، خو زموږ د اورېدو په څېر نه؛ خبرې کوي، خو زموږ د خبرو په بڼه نه.
موږ د وسیلې او تورو (حروفو) له لارې خبرې کوو خو الله تعالی پرته له وسیلې او تورو خبرې کوي، ځکه حروف مخلوقات دي، خو د الله تعالی کلام نه مخلوق دی او نه خلق شوی دی.
الله تعالی ذات لري خو د نورو موجوداتو په څېر نه دی. د “شيء” معنا دا ده چې د هغه د ذات وجود ثابت دی، خو له جسم، جوهر او عَرَض پرته. الله تعالی نه حد لري، نه ضد لري، نه ساری لري او نه هم شبیه لري.» [۷]
امام شافعي رحمهالله فرمایي:
«پوه شئ چې الله تعالی نه جوهر دی، نه جسم دی نه عَرَض دی او نه هم محال. جسم یو راټول شوی او ترکیب شوی شی دی.» [او الله تعالی له دې ټولو څخه پاک او منزّه دی.] [۸]
امام ابو منصور ماتریدی رحمهالله وایي:
«د الله تعالی لپاره د ‘جسم’ کلمه کارول جایز نه دي.» [۹]
امام اسفراییني رحمهالله فرمایي:
«پوه شه چې قدیم ذات ( الله سبحانه و تعالی) نه جسم دی او نه هم جوهر؛ ځکه چې جسم ترکیب وي، او په جوهر کې هم د اجزاوو یوځای کېدل شتون لري.» [او دا صفات د الله تعالی لپاره نشي کارېدلی.] [۱۰]
دوام لري…
مخکنۍ بر خه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] الجعیدی، ډاکټر شلبی إبراهیم، الکرامیة في خراسان من القرن الثالث إلی السادس الهجری، مجلۀ کلیة الآداب، پنځوسم ګڼه – جنوري ۲۰۱۲م، مخونه ۳۳۰ – ۳۳۱.
[۲] عبدالفتاح بن صالح قدیش الیافعي، التجسیم والمجمسة وحقیقة عقیدة السلف في الصفات الإلهیة، ۱۴۳۱ هـ ق/ ۲۰۱۰م، ص ۴۶، ۳۱.
[۳] الجعیدی، ډاکټر شلبی إبراهیم، الکرامیة في خراسان من القرن الثالث إلی السادس الهجری، مجلۀ کلیة الآداب، پنځوسم ګڼه – جنوري ۲۰۱۲م، مخ ۳۳۲.
[۴] حسن رمضانپور، کرامیه و غزنویان؛ فراز و فرود کرامیه، فصلنامۀ تاریخ نو، شمارۀ ۱۶، ۱۳۹۵ هـ. ش، ص ۱۶۶.
[۵] محمد بن عبدالکریم شهرستانی، الملل والنحل، تصحیح و تعلیق: احمد فهمي محمد، دارالکتب العلمیة، بیروت، چاپ دویم، ۱۴۱۳ هـ.ق، ج ۱، ص ۹۹.
[۶] ابو سعید عبدالرحمن نیشاپوري شافعي، الغنیة في أصول الدین، تحقیق: عمادالدین احمد حیدر، ۱۴۰۶ هـ.ق / ۱۹۸۷م، ص ۸۱.
[۷] نعمان بن ثابت ابوحنیفه، الفقه الاکبر، ژباړه: عبدالله حیدري، ۱۳۹۴ هـ.ش / ۱۴۳۷ هـ.ق، ص ۱۵.
[۸] عبدالفتاح بن صالح قدیش الیافعي، التجسیم والمجمسة وحقیقة عقیدة السلف في الصفات الإلهیة، ۱۴۳۱ هـ ق/ ۲۰۱۰م، ص ۴۶.
[۹] هماغه، ص ۶۰.
[۱۰] امام ابو المظفر اسفراییني، التبصیر في الدین وتمییز الفرقة الناجیة عن الفرق الهالکین، تحقیق: کمال یوسف الحوت، ۱۴۰۳ هـ ق / ۱۹۸۳م، ص ۱۵۹.