لیکوال: ابو عایشه

کرامیه ډله «فرقه»

لومړی برخه

لنډیز:
کرامیه فرقه له هغو مهمو او اغېزناکو مذهبي فرقو څخه ده چې د څلورمې او شپږمې هجري پېړۍ په ترڅ کې راڅرګنده شوې ده. یاد مکتب د دریمې هجري پېړۍ له پیله په خراسان کې نفوذ کړی و او ورو ورو تر لویو ښارونو وغزېد. خراسان له څلورمې تر شپږمې هجري پېړۍ تر ټولو غوره پړاو تېر کړ.
په دې پېر کې ګڼ شمېر علمي او مذهبي مرکزونه او مؤسسې منځ ته راغلې، په ځانګړي ډول نیشاپور د علم او دین ځانګړې وده تجربه کړه. د کرامیه فرقې ډېری پلویان او غړي هم په همدې سیمو کې اوسېدل. د دغې فرقې مشرانو او مخورو کسانو د خپل وخت په حکومتي پوستونو کې مهم رول درلودی. د دې فرقې پیروان عموماً عام خلک ول، چې ډېری یې بې‌سواده، مزدوران او بزګران وو.
په دې څېړنه کې هڅه کوو چې د یادې فرقې په اړه مالومات وړاندې کړو او تر هر څه وړاندې باید په دې پوه شو چې کرامیه فرقه په کوم ځای کې او د چا له‌خوا منځ ته راغله. هڅه به وکړو چې دې پوښتنو ته په غوره ډول ځواب ووايو.
اړینې کلمې:
کرامیه، محمدبن کرام، غزنویان، خراسان، نیشاپور.
سریزه:
کرامیه فرقه د اسلامي امت په تاریخ کې له هغو فرقو څخه ګڼل کېږي چې ډېر نفوذ یې درلود. یاده فرقه تر ډېره په خراسان کې فعاله وه او نیشاپور ښار په هغه زمانه کې د کرامیه په څېر د مذهبي فرقو له مهمو مرکزونو څخه بلل کېده.
د دې فرقې مشران او عالمان د ځانګړو طریقو او ځانګړو عقیدتي او رفتاري ځانګړتیاوو لکه د زهد او د ایمان په اړه د دوی د ځانګړي تفسیر له لارې وتوانېدل چې ګڼ شمېر عام وګړي، آن د وخت ځیني حکام هم ځان ته راجذب کړي.
دوی له همدې لارې وتوانېدل چې د خراسان، په ځانګړي ډول د نیشاپور په فرهنګي او ټولنیزو بدلونونو ژور او محسوس اغېز پرېږدي.
کرامیه فرقې د څلورمې هجري پېړۍ پر مهال په خراسان کې د خپلو زاهدانه تعلیماتو له امله لوړ مقام درلود او ګڼ شمېر پلویان یې پیدا کړل. کله چې غزنویان په خراسان کې واک ته ورسیدل او د خپلې واکمنۍ بنسټونه یې ټينګ کړل، نو د دې فرقې له مشرانو سره یې اړیکې جوړې کړې؛ ځکه چې غزنوي ترکان د کرامیه فرقې له لارې له اسلام سره آشنا شوې وو. غزنویانو په خراسان کې له کرامیه فرقې څخه ملاتړ وکړ. کرامیه فرقه د دوی تر ملاتړ لاندې، د ځينو خاصو تکتیکونو په وسیله وتوانېده چې د ډېرو خلکو زړونو ته لاره ومومي او ځان ته یې مایل کړي. که څه هم د دوی تبليغات ریاکارانه او پر دروغو ولاړ وو، خو له دې امله چې عام خلک بې‌سواد او له علم څخه بې‌برخې وو، ډېر ژر د دوی په ظاهري زهد او پارسایي وغولېدل او د دوی باورونه یې ومنل.
د دې فرقې د عقایدو او حالاتو د څېړلو له لارې څرګندیږي چې دا فرقه هم د ځینو نورو فرقو په څېر منحرفه او ګمراه فرقه ده، له قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره فاصله لري.
د دې فرقې د ظهور او پراختیا بنسټ پر دروغو، جعل او فریب ولاړ و.
د دا ډول کسانو او فرقو څېړنه له دې پلوه ډېره مهمه او حیاتي ده چې راتلونکي نسلونه د دا ډول شُبهاتو ښکار نه شي او د دوی پر غولوونکي عقایدو دوکه نه شي.
نن سبا چې په هره برخه کې تبلیغات پراخ شوي، دا څېړنه په همدې موخه ترسره شوې چې د دې فرقې له پټې، مبهمې او غولوونکي څېرې پرده پورته کړي.
په دې تحقیق کې هڅه کوو چې کرامیه فرقه معرفي کړو، بنسټ‌ايښودونکي یې وپېژنو او د دوی عقاید او باورونه روښانه کړو.
ادامه لري…
 | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version