لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهی

د تشریق ورځې او تکبیرونه

لنډیز:
د تشریق تکبیر ویل او د هغه کیفیت د حضرت ابراهیم خلیل‌الله علی نبینا و علیه‌الصلاة والسلام له زمانې نه پاتې شوی یاد دی؛ ځکه چې کله حضرت جبرائیل علیه‌السلام له قرباني سره حضرت ابراهیم علیه‌السلام ته ورنږدې شو، هغه وخت حضرت ابراهیم علیه‌السلام د حضرت اسماعیل علیه‌السلام د ذبحې لپاره تیاری نیولی و. جبرائیل علیه‌السلام وویرید هسې نه چې حضرت ابراهیم علیه‌السلام تر دې وړاندې چې هغه ورورسیږي، حضرت اسماعیل علیه‌السلام ذبح کړي؛ له همدې امله جبرائیل علیه‌السلام د حرکت په حال کې په لوړ آواز وویل: «الله اکبر، الله اکبر». کله چې حضرت ابراهیم علیه‌السلام د جبرائیل علیه‌السلام د تکبیر آواز واورېد نو په په ځواب کې یې وفرمایل: «لا اله الا الله و الله اکبر». او کله چې حضرت اسماعیل علیه‌السلام حضرت جبرائیل او د هغه ډالۍ (مېږه) ولیده او د قربانۍ اصلي حیوان یې په خپلو سترګو ولید نو ویې ویل: «الله اکبر و لله الحمد» [۱]
دغه اذکار په همدې بڼه د حضرت ابراهیم خلیل‌الله علیه‌السلام له لوري د امت محمدي لپاره یو یادګار پاتې شوی دی.
سریزه:
د تشریق تکبیرونه د لوی اختر له مخکې او وروسته ورځې له مهمو ځانګړتیاوو څخه شمېرل کېږي. د اضحی اختر ورځې هغه ورځې دي چې خلیل‌الله حضرت ابراهیم علیه‌السلام پکې د ابلیس پر وړاندې بری وموند، هغه وخت کله یې چې د خپل زوی د قربانۍ په الهي ازموینه کې له یوې خوا د الله ج د حکم پر وړاندې د پلاروالۍ ټول احساسات او له بلې خوا د ابلیس ټولې وسوسې تر پښو لاندې کړې او د شیطان مکارې دسیسې شنډې کړې. د خپل هغه ګران زوی پر نازکه مرۍ یې چاړه کېښوده چې له خپل ځانه ډېر ورته ګران و او په دې توګه یې د الله تعالی په وړاندې خپله بنده‌ګي صداقت او رضا ثابت کړه.
په رښتیا سره دا بریا پر کفر د ایمان، پر شرک د توحید او پر تیارو د رڼا بریا ده.
نو له همدې امله دا ورځې باید نه یوازې د مسلمانانو لپاره بلکې له ابراهیم علیه‌السلام څخه وروسته د ټولو آسماني دینونو لپاره د کال تر ټولو ورځو لویې، ویاړلې او د تاریخ تر ټولو هیجاني ورځې واوسي.
له شک پرته د تشریق تکبیرونه د همدې تاریخي خاطرو د را ژوندی کولو، د دې سترې بریا د درناوي او له خپل پروردګار سره د عهد د نوي کولو لپاره دي، تر څو د حضرت ابراهیم علیه‌السلام د لارې دوام تضمین شي.
لغت‌پېژندنه:
“ایام” د “یوم” (ورځې) جمع ده او “تشریق” د “تفعیل” پر وزن سره څو معناوې لري: د لمر لاندې د غوښې وچول، د مخ نوراني او ښکلي کېدل، او یا هم د ختیځ په لور مخ اړول. [۲]
دا ورځې د “ایام تشریق” په نوم نومول څو لامونه لري:
۱ـ عربانو به په دې ورځو کې د قربانۍ غوښې ټوټې ټوټې کولې او د لمر لاندې به یې وچولې؛
۲- حاجیانو به په دې ورځو کې د لمر له راختو وروسته قرباني ذبحه کوله؛
۳- پدې ورځو کې د انسان روح او باطن د عبادت او عرفان په رڼا نوراني کېږي. [۳]
په قرآن کریم کې د تکبیرونو ثبوت:
که څه هم په قرآن کریم کې د “ایام تشریق” اصطلاح صراحتاً نه ده راغلې خو داسې تعبیرونه کارول شوي چې مراد ترې همدا ایام تشریق دي. د هغو تعبیرونو له جملې یو یې دا آیت شریف دی:“وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ” ژباړه: «او الله په ټاکلو او معلومو ورځو کې یاد کړئ.» [۴]
حضرت عبدالله بن عمر رضی‌الله عنه فرمایي چې له “أیام معدودات” موخه همدا ایام تشریق دي، او ډېری علما هم پر همدې نظر دي.
همدا ډول نسفي رحمه‌الله تعالی د همدې آیت شریف د تفسیر په ترڅ کې وایي: «دلته له “أیام” موخه د تشریق ورځې دي (یعنې د ذوالحجې له نهمې تر دیارلسمې ورځې پورې)، او په دې ورځو کې د ذکر کولو مانا دا ده چې خلک دې له لمانځه وروسته او د جمراتو د وېشتو پر مهال د تشریق تکبیرونه ووایي.» [۵]
البته له لمانځه وروسته د تکبیر ویلو حکم د ټولو مسلمانانو لپاره دی خو د جمراتو د وېشتو پر مهال د تکبیر ویل خاص د هغو حاجیانو لپاره دی چې د بیت‌الله شریف حج ته تللي وي.
د تشریق د تکبیرونو عبارت:
هغه عبارت چې په ګڼو احادیثو کې راغلی دا دی:
«اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وَلِلَّهِ الْحَمْدُ» [۶]
د تشریق د تکبیرونو حکم:
د احنافو د فقهې له مخې د یاد اذکار ویل له ۲۳ واجبو لمانځونو څخه وروسته واجب دي، او پر هر هغه کس چې فرض لمونځ اداء کوي [که انفرادي وي او یا په جماعت سره، نارینه وي او که ښځینه، مېشت وي اوکه مسافر، ددې تکبیرونو ویل واجب دي.] [۷]
خو د امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم‌الله په نزد له پنځه وخته لمانځه وروسته د تشریق تکبیرونه ویل سنت دي، نه فرض.
او د امام مالک رحمه‌الله تعالی له نظره د یادو تکبیرونو ویل مندوب او مستحب دي. [۸]
یاد تکبیرونه چې د اسلامي شعائرو (نښو) له جملې څخه دي باید په لوړ آواز سره وویل شي تر څو پر زړونو اثر وکړي او ټوله فضا د الله تعالی د ذکر په رڼا سره ډکه شي.
د تشریق د تکبیرونو وخت او ځای:
د تشریق تکبیرونه د عرفې ورځې له سهار څخه پیلېږي او د اختر د څلورمې ورځې تر مازدیگره له فرضو لمانځو وروسته (که انفرادي وي او که په جماعت سره) ویل کېږي. [۹]
د اختر په ورځو او د اختر د نورو ورځو په لسیزه کې د تشریق د تکبیرونو حکم:
که څه هم د تشریق د تکبیرونو وجوب یوازې د تشریق تر ورځو (یعنې د ذوالحجې له ۱۱مې تر ۱۳مې) پورې محدود دی، خو له شک پرته چې  په دې مبارکو شپو او ورځو کې په زیاته اندازه د دې اذکارو ویل، که د ذوالحجې د لومړیو لسو ورځو وي یا د اختر ورځې، که په کور کې وي، که په جومات کې، که په بازار کې وي او که په به بل هر ځای کې، مستحب او ډېر غوره عمل بلل شوی دی.
په حقیقت کې دا مبارکې ورځې له الله تعالی سره د عهد د تجدید لپاره یوه غوره پلمه ده؛ ځکه چې ډیری خلک د دنیا په چارو بوخت دي او دا بوختیاوې د غفلت سبب ګرځي او د انسان روح او روان ګډوډوي.
خو هغه مهربانه خالق کله ناکله د بېلابېلو مناسبتونو او ورځو په پلمه موږ خپل لور ته رابولي، ځینې وخت د برات شپې په پلمه، ځینې وخت د تاسوعا او عاشورا د روژې په پلمه، کله د رمضان د مبارکې میاشتې په پلمه، او دا ځل هم د تشریق د ورځو په پلمه.
د دې ورځو قدر کول له الله تعالی سره د اړیکې د پیاوړتیا سبب ګرځي او دا اړیکه د ټولې نېکمرغۍ او فلاح بنسټ دی.
مونږ ډېرې ارزښتناکې ورځې په مخکې لرو راځئ چې د دې قیمتي لعل قدر وکړو، ځکه معلومه نه ده چې تر کله به ژوندي یو؟ نو پکار ده چې نیکو عملونو ته ډېر پام وکړو، توبه او استغفار ته ډېر اهمیت ورکړو او په پوره اخلاص سره صدقه او خیرات وروکړو.
الله تعالی دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفیق راکړي. آمین.

سرچینې:

[۱] تهانوي، مولانا اشرف علي، فلسفه‌ی احکام اسلام، ص261، ایام تشریق، ژباړه: عبدالمنان پناه، خپرندویه: تسنیم، ۱۴۰۰هـ.

[۲] ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، ج۱۵، ص۴۶۶، د “یوم” او “شرق” لغاتونه، دارالفکر، بیروت ـ لبنان، ۱۹۸۸م.

[2] حلي، مقداد بن عبدالله، کنزالعرفان، ج۱، ص۳۱۹، خپرندویه: انتشارات مرتضوی، تهران، ۱۳۷۳هـ.

[۳] حلی، مقداد بن عبدالله، كنزالعرفان،ج‌1، ص‌319؛ تاریخ نشر: 1373هـ، انتشارات مرتضوی (تهران).

[۴] سوره بقره، آیه ۲۰۳.

[۵]نسفي، عمر بن محمد، تفسیر نسفي، ج۷، ص۹۷۷، سوره بقره، آیه ۲۰۳، کال: ۱۳۷۶هـ، تهران ـ ایران.

[۶] المتقي الهندي، علي بن حسام الدين، كنز العمال، ج۵، ص۳۶۴، کتاب الحج، حدیث: ۱۲۷۵۴، مؤسسه الرسالة – بيروت، ۱۹۸۹م.

[۷] البخاري، محمود بن أحمد، المحيط البرهاني، ج۴، ص۲۳۱، کتاب الصلاة، ۱۴۳۲هـ، دار إحياء التراث العربي.

[۸] الجزیري، عبدالرحمن بن محمد، الفقه علی المذاهب الأربعة، ج۲، ص۳۵۲، ۱۴۱۹هـ، دارالثقلین، بیروت.

[۹] کاشاني، ابو

بکر بن مسعود، بدائع الصنائع، ج۳، ص۶۳۱، ۱۳۹۴هـ، دارالکتاب العربي، بيروت.

Leave A Reply

Exit mobile version