لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهی

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

لوی اختر د لوی خدای جل جلاله پر وړاندې د انسان د بندګۍ تر ټولو ښکلې نمونه ده. دا اختر د فداکارۍ، ایثار، قربانۍ، اخلاص او مینې اختر دی. د الله تعالی په لار کې خپل ګران زوی قرباني کول د حضرت ابراهیم علیه‌السلام لپاره یو الهي امتحان و چې د قربانۍ اختر یې یاد تازه کوي.
د اسلام غوښتنه هم همدا ده چې مسلمانان هر کال د قربانۍ اختر ونمانځي تر څو دغه الهي اصول او ارزښتونه تل په ذهن کې وساتي، او تل د الله ذوالجلال د فرمان تابع وي او د هغه د رضا لپاره هر ډول ایثار او فداکارۍ ته چمتو واوسي.
د قربانۍ اختر د مینې، اطاعت او تسلیمۍ د اثبات ورځ ده؛ دا هغه ورځ ده چې انسان د خپل محبوب (الله جل جلاله) په وړاندې د هر څه هیڅ‌والي ته غاړه ږدي(هر شی هیڅ ګڼي) خپل ځان او هر څه د هغه په لار کې قرباني کوي، او «عبادت» چې د معرفت، شهود او د محبوب د لیدو نتیجه ده، ښکاره کوي. نن باید داسې عمل وکړو او له داسې امتحان څخه ووځي چې د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهم‌السلام په څېر مینې، اطاعت او تسلیمۍ ته ځانونه ژمن وښیو. نن باید د حضرت ابراهیم علیه‌السلام، حضرت اسماعیل علیه‌السلام او حضرت هاجره علیهاالسلام د ایثار، مینې او قربانۍ یاد تازه کړو. نن باید معلومه شي چې زموږ مینه او ایمان په کوم مقام کې دی، د وصال ارمان مو تر کوم حده دی، او تر کومه بریده مو تعبد او تسلیمۍ ته ځان سپارلی دی.
موږ د یوې سترې ورځې هرکلی کوو؛ داسې ورځ چې ګڼ مسلمانان د عادت له مخې پکې قربانۍ ترسره کوي، اړینه ده چې د حضرت ابراهیم علیه‌السلام او د هغه د ستر امت یاد تازه کړو چې الله تعالی موږ ته له هغوی د پیروی امر کړی دی. باید په یاد ولرو چې حضرت ابراهیم علیه‌السلام دا لوړه مرتبه څنګه تر لاسه کړه او په واقعي ډول یې د خلیل‌الرحمن لقب ترلاسه کړ. دا مقام ده ته تر هغې نه و ورکړل شوی تر کله یې چې په ژوند کې د «الله اکبر» مانا په ریښتینې توګه نه وه پلې کړې.
کله چې موږ ټول د اختر په ورځ تکبیر وایو:
«الله أکبر، الله أکبر، لا إله إلا الله، الله أکبر، الله أکبر، ولله الحمد» نو که دا تکبیر او تکرار یې زموږ په ژوند کې عملاً پلي نشي نو له هغو اذکارو او اوراداتو به زیات ارزښت و نه لري چې یوازې د خانقاه د درویشانو په ژبه جاري وي. نه به زموږ د حقیقي روزنې لامل شي او نه به موږ د حضرت ابراهیم علیه السلام د امت له هغسې پیروانو څخه وګرځوي څرنګه یې چې الله تعالی غواړي.
خو کله چې د دې الفاظو معنا ته عینیت وروبښو، ژوند ورسره وکړو، او هره شېبه یې حاضره وګڼو نو په دې وخت کې الله متعال زموږ لپاره په ریښتینې معنا له هر څه لوی او لوړ ګرځي؛ له پلار، مور، مېرمنې، کورنۍ، شتمنۍ، او له ټولې نړۍ څخه لوی. دا هغه امت دی چې د حضرت ابراهیم علیه‌السلام امت ګڼل کېږي، هغه امت چې الله تعالی د همدې تعبد، تسلیمۍ، او ستر ګڼلو له کبله د خلکو لپاره امام وګرځاوه. ځکه الله تعالی د هغه په نزد تر پلار او خپل قوم ډېر لوی و. کله چې هغوی د ده له دین او ملت څخه انکار وکړ نو ورته یې وویل: “وَأَعْتَزِلُكُمْ وَما تَدْعُونَ مِنْ دُونِ الله” ژباړه: «او زه جدا كېږم له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ».[1]
او الله تعالی د هغه او د مؤمنانو په نزد چې ورسره وو، تر هر څه لوی و. کله چې هغوی خپل قوم ته وویل: “إِنَّا بُرَآؤُا مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ الله كَفَرْنا بِكُمْ وَبَدا بَيْنَنا وَبَيْنَكُمُ الْعَداوَةُ وَالْبَغْضاءُ أَبَداً حَتَّى تُؤْمِنُوا بِالله وَحْدَهُ” ژباړه: «بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په منیځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ.».[2]
په رښتیا سره د حضرت ابراهیم علیه‌السلام لپاره الله متعال تر خپلې میرمنې او زوی ډېر لوی و، هغه مهال چې خپله مېرمن او وړوکی زوی یې په یوه وچه او سپیره دښته کې یواځې پرېښودل، شا یې ور واړوله او ترې لاړ. کله یې چې مېرمنې غږ ورته کاوه: «ای ابراهیم! ای ابراهیم!» خو هغه نه راګرځیده، ځکه دا د الله تعالی امر و او د هغه لپاره د الله تعالی امر تر ټولو احساساتو او هر څه لوړ او لوی و. کله یې چې مېرمن دده له راګرځیدو څخه ناهیلي شوه نو پوښتنه یې ترې وکړه: «تا ته چا امر کړی چې موږ په دې‌ وچه، سپیره او تشه دښته کې یواځې پرېږدې؟» ابراهیم علیه‌السلام وویل: «زما رب.» میرمنې یې وویل: «نو هغه به موږ ضایع نه کړي.»
وګورئ! کله چې پوه شوه دا د الله امر دی نو څه ډول یې مېرمنې «الله اکبر» عملي کړ، نه له یوازیتوب څخه وویریده، نه له وچکالۍ، او نه یې د خپل کوچني زوی ژاړه ته اهمیت ورکړ، ځکه هغې باور درلود چې الله متعال تر هر څه لوی دی، او هر کله چې د الله امر پر ځای شي نو الله تعالی به نه هغه او نه به یې زوی ضایع کړي.
په رښتیا سره الله جل جلاله د حضرت ابراهیم علیه‌السلام او د هغه د زوی حضرت اسماعیل علیه‌السلام په نزد تر بل هر څه لوی و. هغه مهال چې ابراهیم علیه‌السلام خپل زوی ته وویل: “قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ”
ژباړه: «زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟ وېلې پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې.» [۳]
نه پوهېږم کوم یوه ته یې حیران شم؟ د ابراهیم علیه‌السلام د صبر په اړه چې د خپل رب د امر پر وړاندې یې د زوی د قربانۍ هوډ وکړ؟ که د اسماعیل علیه‌السلام د صبر، تسلیمۍ او اطاعت په اړه؟ تر دې اندازې چې کله یې پلار د حلالولو اراده کوي نو ورته وایي: «ای پلاره! کله مې چې پر ځمکه څملوې نو مخ پر شا مې څملوه ترڅو زما د څېرې په لیدو دې رحم زړه کې رانشي، او دا رحم د الله تعالی د امر پر وړاندې خنډ نشي!» سبحان‌الله! او د هاجرې ایمان ته وګورئ  چې څنګه یې «الله اکبر» پر ځای کړ، کله چې شیطان هغې ته راغی او ویې ویل: «ابراهیم غواړي زوی دې حلال کړي او ګومان کوي چې الله تعالی امر ورته کړی»، نو هاجرې وویل: «که د هغه رب ورته امر کړی وي نو موږ د الله امر ته تسلیم یو او الله تعالی دې، دې مبارکې کورنۍ (پلار، مور او زوی) ته د خیر بدله ورکړي، رښتیا هم چې الله متعال د دوی په نزد له هر څه لوی و.
له همدې امله الله جل جلاله د دوی مبارک یاد تلپاتې کړ او مسلمانان هر کال د حج په مراسمو کې د هغوی یاد تازه کوي او د قربانۍ اختر کې د خپل امام حضرت ابراهیم علیه‌السلام په شان، قرباني کوي، د هغه چا په شان چې الله تعالی د زوی په ځای یو ستر پسه ورکړ. د دې لویې ورځې مفاهیم ډېر ژور، ستر او ارزښتناک دي او په دې څو کرښو کې د دې ټولو ذکر نه ځایېږي. زموږ دنده دا ده چې خپل زړونه په همدې مفاهیمو وروزو، تر څو د تکبیر معناوې مو په ټول ژوند کې پلي شي او الله اکبر یوازې پر ژبه نه، بلکې په عمل، باور، او ژوند کې هم ژور انعکاس ومومي.
دوام لري…

 

سرچینې

[۱] ـ سوره مریم/ آیه:48.

[۲] ـ سوره ممتحنه/ آ

یه:4.

[۳]سوره صافات، آیه ۱۰۲.

Leave A Reply

Exit mobile version