لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي

د حج حکمت، فلسفه او اسرار 

اتمه برخه

حج د اسلامي او انساني ټولنې ښودونکی؛ حج پر ژبني، نژادي او ملي قومیتونو باندې د اسلامي امت د بریا څرګندونکی دی، حج د اسلامي ملت شعار په ښکاره ډول څرګندوي او په لړ کې یې ټول ملتونه بېلابېل هغه لباسونه او بڼې (هیئتونه) چې دوی یې یو له بل څخه بېل کړي او ځينې له ځنیو څخه نفرت کوي، لیرې کوي او پر ځای یوه بڼه اختیاروي، چې په دیني او فقهي اصطلاح او د حج په ژبه ورته (احرام) وايي. په داسې حال کې چې ټول؛ هغه که رئیس وي یا مامور، ستر وي یا کمزوری او یا هم که غني او یا فقیر ټول په لوڅ سر په یوه ژبه او غږ سره دا ناره لوړوي
«لبیک اللهم لبیک، لبیک لا شریک لک لبیک، إن الحمد والنعمة لك والملک، لاشریک لک».
 په دې ‌ډول اسلامي قومیت په لباس او شعار کې را څرګندیږي او دا دوه (لباس او شعار) هغه مهم موارد دي، چې قومیتونه پکې څرګندیږي، همداشان اسلامي قومیت په هغو مناسکو او اهدافو کې چې ټول خلک او ملتونه یې ترسره کوي، عرب او عجم یې د ترلاسه کولو هڅه کوي او لیرې او نږدې خلک یې له امله سره را یو ځای شوي دي، را ښکاره کیږي او ټول د یوه کور (کعبې) پر شاخوا را څرخي او د دوو ګډو هدفونو (صفا او مروا) ترمنځ منډي وهي، ټول منی ته مخ اړوي او د عرفات لورې ته ځي او په یوه ځای کې دمه کوي او په یوه ځای ویدیږي؛
” فَإِذَآ أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفٰتٍ فَاذْكُرُوا اللَّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ ۖ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدٰىكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِۦ لَمِنَ الضَّآلِّينَ “
بيا چء كله له عرفات څخه ځئ، نو په مشعر حرام (مزدلفه) کې ايسار شئ، الله ياد کړئ او په هغه شان یې ياد کړئ، چې تاسو ته یې لارښوونه کړې ده، كه نه، خو له دې څخه مخکې تاسو ګمراه واست.
 بیا یو ځلي را ګرځي؛
” ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ “
بيا له كوم ځاى څخه چې نور ټول خلك راګرځي، له هماغه ځایه تاسو هم راوګرځئ او له الله څخه بښنه وغواړئ. په يقيني توګه هغه بښونكى او رحم كوونكى دى.
او څو ورځې په منا کې تېروي او ټول یو ډول بوختیا لري، چې قرباني، د سر خرېل او د شیطان وېشتل دي او تر څو چې د حج فریضه شته، حج د دې امت په شان دایمي دی او د قیامت تر ورځې به وي، قومیت مسلمانان په خپل ځان کې نشي ذوب کولای، لکه څنګه چې یې نور ډېر ملتونه وزبېښل او هغه وطنونه چې د مینې، برخلیک او تعصب له امله یې پرې ګران دي، په قبلو نشي بدلېدای، چې ورته مخ کړي او نه هم کعبه کېدای شي، چې حج یې وکړي، قبله یوه ده، هغه که شرقي دی او یا غربي او یا هم عرب دی او که عجم ټول ورته مخ کوي او کعبه یوه ده؛ چې هنديان، افغانان، اروپایان او امریکان ټول یې لوري ته حج کوي.
” و َإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِن مَّقَامِ إِبْرٰهِۦمَ مُصَلًّى ۖ “
او دا چې موږ دا كور (كعبه) د خلكو لپاره مركز او د امن ځاى جوړ کړى ؤ. او (مؤمنانو ته مو امر کړى ؤ) په كوم ځاى کې چې ابراهيم (ع) د عبادت له پاره درېده، هغه ځاى په ځانګړې توګه د لمانځه ځاى جوړ کړئ.
مسلمانان په ډېرو لیرې سیمو کې د کعبې د لیدلو او حج هیلې لري او د دې سفر لپاره نذرونه مني او په سر او سترګو یې پر لور سفر کوي او هغه د ژوند ستره نیکمرغي او خپلې وروستۍ هیلې ګڼي چې لاسته راوړي یې.
په همدې لړ کې چې موږ د حج په ډېرو ګټو خبر یو او له ډېرو لا هم ناخبره یو، حج را باندې اېښول شوی او ممکن موږ یې له ډېرو ګټو نا خبره یو، خو بیا هم تر مستفید کېږو ان که څه هم اسلامي پوهانو او مفکرینو هغه نه وې یادې کړي او په خپلو اثارو کې یې نه وي لیکلي.
خدای تعالی فرمايي؛
 ” لِّيَشْهَدُوا مَنٰفِعَ لَهُمْ “
تر څو هغه ګټې وويني چې دلته د هغو لپاره موجودې دي.
الله تعالی په دې ایت کې ګټې په مطلق، نکره او ناڅرګند ډول ذکر کوي او دا په څرګند ډول د زیاتولې، ګڼوالي په هر عصر کې په نوي کېدو باندې دلالت کوي او دا څرګندوي، چې له هغو ډېرې دي، چې و دې شمارل شي.
له شک پرته حج یو داسې موسم دی، چې په هغه کې مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو کونجونو او برخو څخه راټولیږي تر څو په ګټو کې شریک شي، یو له بل سره نظرونه تبادله کړي او فکریونه ګډ کړي، یو له بل سره وپېژني او په یوه خبره او لوړ مصلحت سره سلا شي. خو یوازې دا د حج فلسفه او حکمت نه دی، لکه څنګه چې اوسني لیکوال پرې تاکید کوي، په ورته ډول حج یوازې یو سیاسي کنفرانس هم نه دی، کوم چې تر ډېره پرې سیاستوال او ټولنپوهان پرې تمرکز کوي، که چېرته د همدې حکمت او فلسفې پر اساس حج اېښول شوی وای، نو یوه ارامي او استقرار به پکې وو، خو اوس حج کې خوځښت او له یوه عبادت څخه په بېړه بل عبادت ته تګ دی، چې د دې امر عکس څرګندوي او که چېرته همداسې وای، نو حج به یوازې په پوهانو، رهبرانو، مشرانو او د اسلامي ټولنې په یوه ځانګړي قشر پورې منحصر وو.
له شک پرته حج لوړې یادې شوې ګټې لري، خو ټوله فلسفه یې پکې نه را غونډیږي، چې له امله یې دا ستره فریضه پر مسلمانانو اېښول شوې ده. الله تعالی داسې فرمايي:
وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِىٌّ عَنِ الْعٰلَمِينَ
پر خلكو د الله دا حق (فرض) دى چې كه څوك هغه كور ته درسېدو وس ولري، د هغه حج دې وکړي؛ او كه څوك د دې فرمان له عملي كولو څخه انكار وکړي، نو هغه دې په دې پوه وي، چي الله له ټولو نړۍوالو څخه بې نيازه دى.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي؛
” مَنْ مَلَكَ راحلة، وزادا يُبَلَّغُهُ إلى بيت اللَّه الحرام، ولم يَحُجَّ ، فلا عليه أن يموت يَهُوديا أو نصرانيا” هر څوک چې لګښتونه او سورلۍ لري، تر څو پرې کعبې ته لاړ شي، خو حج ونکړي، نو بیا باک نشته، چې هغه که یهودي ومري یا نصراني.
نو په دې صورت کې ورته له دې جوږښت څخه یو بېل جوړښت ورته په نظر کې نیول کېده او یو لیرې او وچ ځای ورته ټاکل کېده.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version