لیکوال: زید


حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه (اوومه برخه)

حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه او  اسود عنسي
د حضرت سيدنا فيروز ديلمي د ژوند يوه مهمه پېښه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو ستر دښمن (اسود عنسي) وژل و. دغه کس د نبوت په دروغجنه دعوا سره په عربو او د هغه وخت په ټولو مسلمانانو کې فتنې او فساد خپور کړی و، او موخه يې د نبوت هغه ښکلې او خپره شوې رڼا له منځه وړل وو. خو الله تعالی د حضرت سيدنا فيروز دیلمي رضي الله عنه په وسیله دا فتنه خنثی کړه.
له همدې امله مناسبه ده په دې برخه کې اسود عنسي وپېژنو او هغه کسان هم ذکر کړو چې له ده سره یې په دې کار کې همکاري کړې وه، تر څو د اسود عنسي د قتل او د هغه د پلان په اړه نور معلومات ترلاسه کړو.
اسود عنسي د نبوت درواغجن مدعي
امام ابن کثیر رحمه الله لیکي: د اسود عنسي نوم عیهله بن کعب ابن غوث دی، چې په اسود عنسي مشهور دی او د “کهف حنان” د ښار و.
هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې ژوند کاوه او خپل د ماشومتوب کلونه یې په همدې کوچني ښار کې تېر کړل. ده هلته څه موده جنګي تکتیکونه هم زده کړل او ورو ورو یې په خپل نامه یو لښکر جوړ کړ چې شمېر یې اوه سوه جنګیالیو ته رسېده.
هغه او ملګرو یې په یمن کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم عسکرو او سپاهیانو ته یو لیک واستاوه، چې متن داسي و: «أيها المتمردون علينا! أمسكوا علينا ما أخذتم من أرضنا، فنحن أولى به وأنتم على ما أنتم عليه.»ژباړه: «اې هغه کسانو چې پر موږ باندي مو سرکشي کړې! له دې کاره لاس واخلئ او يمن راپرېږدئ. موږ باید هغه څه بېرته ترلاسه کړو چې تاسو زموږ څخه اخیستي دي. او موږ د دې خاورې وړ یو، او تاسو د خپلو ځمکو وړ او مستحقین یاست.”
هغه نجران ته لاړ او له لسو ورځو وروسته یې تسخیر کړ. بيا يې د يمن د پلازمېنې صنعا په لور حرکت وکړ او له پنځلسو ورځو وروسته يې دغه ښار تر خپل واک لاندې راوړ. بالاخره يې د يمن ټوله خاوره فتحه کړه او ډېر صحابه کرام چې هلته مېشت وو نورو هېوادونو ته مهاجر شول.
اسود عنسي د یمن په اشغالولو سره د قدرت او شوکت خاوند شو. ډیری کسان چې نوي مسلمانان شوي وه بېرته مرتد او له هغه سره یوځای شول. هغوی د هغه امرونه داسي ژوندي ساتل لکه د هغه هر حکم د اسمان د مرغۍ په څیر دوی څاري.
په دې وخت کې حضرت فیروز رضي الله عنه اسلام نه و قبول کړی او په یمن کې اوسېده. له همدې امله اسود عنسي هغه د یمن فارسی ژبو سرپرست وټاکه او د هغه د اکا له لور(زاذ بنت شهر ابن باذام) سره یې واده وکړ. د عنسي سره د پاړسیانو دوې نورې نجونې هم د مینځیانو په توګه وې، چې امام ابن عساکر رحمه الله لیکي: «كان عنده امرأة من بني‌غطيف سباها وهي عمرة ابنة عبديغوث المكشوح، وامرأة من الأبناء ممن استبى يقال لها بهرانة ابنة الديلم، أخت فيروز بن الديلم وكان فيروز يدخل عليه إذا شاء لمكان أخته.» ژباړه: «هغه سره د بني غطيف د قبيلې يوه ښځه وه چې هغه يې اسیره کړې وه. دا ښځه د عبدیغوث مکشوح په نوم د یوه کس لور وه. همدارنګه د هغه بله ښځه د یمن د فارس د مهاجرینو څخه وه چې هغه هم اسیره شوې وه. د هغې نوم بهرامه بنت دیلم و چې د فیروز ابن دیلم خور وه، نو فیروز دیلم به هرکله چې غوښتل هغه ته به تلل.»

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version