Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»مرجئه (شپاړسمه برخه)
فتنې شنبه _25 _مې _2024AH 25-5-2024AD

مرجئه (شپاړسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکواله: ام عایشه


مرجئه (شپاړسمه برخه)

د ایمان په اړه د اهل سنت نظر
د امام ابوحنيفه رحمه الله په شمول اکثره محققين په دې اند دي چې ايمان د زړه اقرار دی او اقرار په دنيا کې د احکامو د تطبيق لپاره شرط دی، ځکه زړه پټ دی او د هغه تصدیق نه مالومیږي؛ نو که څوک د زړه له کومي تصدیق وکړي؛ خو ژبه يې اقرار و نه کړي؛ نو هغه کس د الله تعالی په نزد مؤمن دی، خو په دنیایي احکامو مؤمن نه دی او که څوک چې په ژبه اقرار وکړي؛ مګر په زړه کې یې تصدیق ونه کړي، هغه د منافق په څېر دی، او د خلکو په نظر کې مؤمن او د خدای په نزد کافر دی او شیخ ابو منصور هم دا تعریف کړی دی.
علامه صدرالدین دمشقي په خپل کتاب “شرح العقائد الطحاویه” کې د ایمان د مفهوم په اړه لیکي: «د ایمان په مفهوم او معنا کې علماء ډېر اختلاف لري: امام مالک، امام شافعي، امام احمد، امام اوزاعي، اسحاق بن راهویه رحمهم الله او نور اهل احادیث او اهل مدینه او د ظاهریه فرقې او د متکلمینو یوه ډله په دې عقیده دي چې ایمان د زړه تصدیق، د ژبي اقرار او جوارحو عمل دی.»
زموږ ډېری اصحاب د هغه څه پر بنسټ چې امام طحاوي رحمه الله یې یادونه کړې، ایمان د ژبي اقرار او د زړه تصدیق بولي.
ځينې وايي: د ژبي اقرار اضافي رکن دی او د ايمان اصلي رکن نه دی، ابو منصور ماتريدي رحمه الله په دغه قول دی او دا قول له امام ابوحنيفه رحمه الله څخه هم نقل شوی دی.
علامه ابن قيم رحمه الله د شريعت له نظره د ايمان د حقيقت په اړه فرمايي: «ايمان د قول او عمل ترکیب دی، قول هم دوه برخې لري: د زړه قول چې عقیده ده او د ژبې قول چې شهادتین دي. او عمل هم دوه برخې دی: د زړه عمل چې نیت او اخلاص دی او د جوارحو(غړو) عمل. که دا څلور برخې له منځه ولاړ شي، ایمان له منځ ځي. که په انسان کې د زړه تصدیق نه وي، نو نورې برخې هم ګټه نه رسوي. ځکه چې د زړه تصدیق په هغه باندې د اعتقاد لرلو او د هغه د ګټورتوب لپاره شرط دی او که د باطني تصدیق سره سره د زړه عمل له منځه لاړ شي نو دا هغه ځای دی چې د مرجئه و او اهل سنتو تر منځ اختلاف شته. اهل سنت په دې متفق دي چې ایمان په بشپړ ډول له منځه ځي او د زړه عمل هیڅ ګټه نه رسوي، او د زړه له عمل څخه مراد مینه او اطاعت دی. لکه څنګه چې د پېغمبرانو په رښتينولۍ ايمان شيطان، فرعون او د هغه قوم، يهودیانو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې مشرکانو ته کومه ګټه نه ورسول، هغه مشرکانو چې په ښکاره او پټه توګه يې اقرار کاوه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم درواغجن نه دی؛ خو د هغه پیروي یې نه کوله او په هغه ایمان نه راوړی.»
د امام ابوحنيفه رحمه الله او د اهل سنتو د نورو امامانو تر منځ د ايمان د مفهوم او معنا په اړه اختلاف شته، چې هغه اختلاف ظاهري او صوري اختلاف دی. ځکه چې د جوارحو عمل د زړه د ایمان لپاره ضروري دی، او هرڅوک په دې متفق دي چې د لویې ګناه مرتکب د ایمان له دایرې څخه نه وځي. بلکي هغه د الله تعالی په مشیت او اراده کي دی، که یې وغوښتل عذاب ورکوي او یې وغوښتل یخښي یې. دا اختلاف لفظي اختلاف دی، او عقیده په هغه باندي نه فاسده کیږي، لکه: زناکار، غل، شرابخور او نور چې رسول الله صلی الله علیه و سلم ایمان له هغو څخه نفي کړی دی، خو ټول علما په دې اتفاق لري چې په کلي توګه ایمان له هغه نفره  څخه نه ځي.
د اهل سنتو تر منځ په دې کې اختلاف نشته چې الله جل جلاله له خپلو بندګانو څخه د قول او عمل غوښتنه کړې ده او د قول معنا دا دی چې انسان په زړه سره تصدیق او په ژبه اقرار وکړي.
د اهل سنت د جمهورو علماوو دلایل
خدای تعالی فرمایي: أولئک کتب في قلوبهم الإیمان»؛ دا ډله هغه کسان دي چې الله تعالی یې په زړونو کې ایمان اچولی دی. «و قلبه مطمئن بالایمان» «د  هغه زړه په ایمان کې آرام او ډاډمن وي.» «ولما یدخل الإیمان في قلوبکم»؛ «ایمان لا تر اوسه ستاسو زړونو ته نه دی داخل شوی.”
او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «اللهم ثبت قلبي علی دینک»؛ (ای خدایه، زما زړه په خپل دين ثابت وساته.) «قال النبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم: لأسامة رضی‌الله‌عنه حین قتل من قال: لا إله إلا الله: هلا شققت قلبه؟»؛ (رسول الله صلی الله علیه وسلم اسامه رضي الله عنه ته وفرمایل کله چې هغه یو څوک وواژه چې ویل یې “لا اله الا الله”: ولې دې د هغه زړه نه راښکئ؟ ?).
ادامه لري…
Previous Articleد ځوانانو ارزښت په ټولنه کې (دویمه برخه)
Next Article علماء او په اسلامي بیدارۍ کې د هغوی مسؤلیت (دوهمه برخه)

اړوند منځپانګې

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اتمه برخه)

چهارشنبه _20 _اگست _2025AH 20-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)

پنجشنبه _14 _اگست _2025AH 14-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (شپږمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD1 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱) لنډیز په دې څېړنه کې د «فراماسونري» په نوم…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)

دوشنبه _5 _جنوري _2026AH 5-1-2026AD20 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴) د…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳)

یکشنبه _4 _جنوري _2026AH 4-1-2026AD18 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: ۱۳) د یلدا…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹)

شنبه _3 _جنوري _2026AH 3-1-2026AD27 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۹) (۸)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۱)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD

د یلدا شپې تاریخ او نمانځلو حکم (برخه: وروستۍ (۱۴)

دوشنبه _5 _جنوري _2026AH 5-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.