لیکوال: شکران احمدي
علماء او په اسلامي بیدارۍ کې د هغوی مسؤلیت (دوهمه برخه)
د علماوو دریځ
عام خلک د علماوو له لارښوونو پرته په جهالت کې راګیر دي او د پیریانو او انسانانو د شیطانانو تر اغیزې لاندې راځي. ګمراهي، بې وزلي او سرګرداني دوی راچاپیروي. له همدې امله علما د ځمکې د خلکو لپاره د الهي نعمتونو په څیر دي. دوی په نړۍ کې د خدای د هدایت او حجت لپاره روښانه څراغونه او لارښود ګڼل کیږي. د علماوو په لارښوونو سره ګمراه فکرونه له منځه ځي او شکونه له زړونو څخه لیرې کیږي.
علما د شیطان غوسه راپاروي او د انسانانو په زړونو کې د ایمان میوه پیدا کوي. دوی د اسمان د ستورو په څیر دي، چې له رڼا څخه یې انسان د میدانونو او بحرونو په تیارو کې الهام اخلي او سمې لارې ته لاره پیدا کوي. کله چې د دوو کسانو ذکر راغی، چې یو یې عالم او بل یې عابد وو، رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: «فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم. ثم قال رسولالله صلىاللهعليهوسلم: إن الله وملائكته وأهل السماوات والأرضين حتى النملة في جحرها وحتى الحوت ليصلون على معلّم الناس الخير»؛ژباړه: «د عالم فضیلت پر عابد باندي داسې دی لکه زما فضیلت په تاسو کې تر ټولو ټیټ سړی. په حقیقت کې خدای او د هغه پرښتې او د اسمانونو او ځمکې مخلوقات او حتی میږیان په خپل سوري کې او ماهي په اوبو کې هغه ښوونکي ته چې خلکو ته نیکۍ ښوونه کوي سلامونه استوي.»
د دجال صفتانو د فتنو پر ضد د علماوو پاڅون
تاریخ شاهد دی چې کله د دین او ایمان پر ضد فتنې راپورته شوې، د هغو کسانو په زړونو کې چې د ایمان او یقین چینې وې او د رسالت په مدرسه کې روزل شوي وي، دغه فتنې یې د حق په تورو سره خنثا کړې او په خپلو وینو سره یې اورونه خاموشه کړي دي. د وخت د سرکشانو په وړاندې يې راپورته شوي او د «أینقص الدین و أنا حي؟» نارې یې وهلي دي. او اجازه يې نه ده ورکړې چې د اسلام په دين کې کومه نيمګړتيا رامنځ ته شي، چې په دغه علماو کې د مثال په توګه څو نومونه یادوو:
د امام احمد بن حنبل رحمه الله پاڅون په دوهمه هجري پېړۍ کې د قرآن د خلقت د فتنې پر ضد، د امام ابوالحسن اشعري رحمه الله پاڅون د هجرت په دریمه او څلورمه پیړۍ کې د اعتزال د فتنې پر ضد، د شیخ عبدالقادر ګیلاني رحمه الله وینا، غونډې او معنوي روزنه په پنځمه او شپږمه هجري قمري کال د فسق پر ضد، د مولانا جلال الدین رومي رحمه الله پاڅون په اوومه هجري پېړۍ کې او د هغه د مثنوي او معنوي انقلاب د فقهي او فکري بحرانونو په مقابل کې او همدارنګه د مجدد الف ثاني رحمه الله هڅي د هند په قاره کې، د علامه نانوتوي رحمه الله لخوا د دارالعلوم دیوبند بنا کول او د هر ډول فتنو پر وړاندې د ده اصلاحات و هڅي، د سید احمد شهید رحمه الله جهادي او اصلاحي اقدامات او د مولانا اسماعیل شهید او ملګرو هڅي او کوښښونه د انګلستان زاړه استعمار او نورو په وړاندې.
د اسلامي حکومت ړنګ
اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه عربي نړۍ د علم، فکري خپلواکۍ، حاکمیت او رهبرۍ په برخه کې له خپل دریځ څخه په شا شو، چې د هغه یو مهم لامل دا وو چې هغه ماموریت چې اسلامي نړۍ د هغو پر اوږو ایښی وو هغه یې هېر کړی، هغه رسالت چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم د یوه صحابي په خبرو کې ښکاره کیږي چې وايي: : «الله ابتعثنا لنخرج من شاء مِن عبادةِ العباد إلی عبادةِ الله وحده و من ضیق الدنیا إلی سعتِها و من جور الأدیان إلی عدل الإسلام»؛ ژباړه: “الله موږ د دې لپاره رالېږلي يو چې بندګان د بندګانو له عبادت څخه د واحد خداى عبادت ته راوبولو، او د دنيا له تنګوالي څخه هغوی د اخرت پراخوالي ته او د دینونو له ظلم څخه د اسلام عدل ته دعوت کړو.”
دا زوال او شاته کېدل ښايي د نورو عواملو پایله وي چې د مسلمانانو له عقایدو سره تړاو لري، دا عوامل په لاندې ډول دي:
-
د اسلام له اصلي لارې څخه انحراف؛
-
ډلې او فرقه پالنې؛
-
لهو او لعب باندي د مسلمانانو اخته کېدل؛
-
د اسلام د دښمنانو تخريبي فعاليتونه؛
-
په اسلامي هیوادونو د استعمار یرغل؛
-
د ځان باور له لاسه ورکول.