شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: بشیر احمد احمدي د ځوانانو ارزښت په ټولنه کې (دویمه برخه) په تاریخ کې د پوه او ژمنو ځوانانو ځانګړی رول: مؤمن ځوانان په الله سبحانه و تعالیٰ باور لري او د هغه د حکمونو اطاعت کوي، له نواهي څخه یې ډډه کوي، همدارنګه هغه صفتونه لري چې په ټولنه کې پرېکنده رول لوبوي. د ځوان اطاعت او عبادت او د دین څخه د هغه پیروي خورا ارزښت لري ځکه چې هغه د فزیکي او جنسي ځواک په اوج کې دی او د مختلفو لاملونو او محیطي محرکاتو په وړاندې خورا حساسیت، تاثیر او لیوالتیا لري. له دې ټولو انحرافاتي لاملونو او جذب سره سره، کله چې یو مسلمان ځوان د خپلو سرکشو غریزو مخه ونیسي او خپل بدني ځواک او استعداد په سالم او اسلامي طریقه وکاروي، د الله تعالیٰ جل جلاله د بې پایه رحمت او فضل مستحق ګرځي. په دیني منابعو، قرآن او سنتو کې مو لیدلي چې «اصحاب کهف» د عارفانو او د توحید د لارویانو په څېر د خپل قوم له شرک څخه د بې ګناهۍ په اعلانولو او د هدایت د غوښتلو په لاره کې صحرا ته ولاړل. دوی هر ډول سختۍ ومنله؛ خو هېڅکله ظالم او مشرک ته تسلیم نشول، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: “نحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِالْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى” {الكهف : 13} ژباړه: « موږ به تاسو ته د دوی کیسه په ریښتیني ډول (بې له کوم زیادت) بیان کړو. دوی هغه ځوانان وو چې په خپل رب جل جلاله یې ایمان راوړ او موږ د هغوی (یقین) او هدایت زیات کړ.» په حقیقت کې دا هغه ځوانان وو چې په خپل رب جل جلاله باندې یې په اخلاص سره خپل د ژوند آسانتیاوې یې د اندیښنو سره بدلې کړې او د هدایت او توحید د لارې په غوره کولو سره د هغه وخت حاکم نظام د هغو د له منځه وړلو لپاره په ټول توان سره هڅه وکړه چې د الله تعالی جل جلاله په ارادې سره په خپلې موخې کې بریالي نه شول او په پای کې د نړۍ او اخرت د هدایت او رحمت مستحق شول. همدارنګه کله چې حضرت ابراهیم علیه السلام د بتانو په مقابل کې ودرېد، چې د خلکو په منځ کې د شرک له ټولو نښو د ناچارۍ سره مخ شو، او ژر یې وپیژندی، او ویې ویل: «قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ» (الأنبياء: 60). « موږ اورېدلي وو چې د ابراهیم (علیه السلام) په نامه یو ځوان په بد ډول د بتانو یادونه کوي.» ابراهیم علیه السلام یو داسې شریف ځوان و چې د خپل قوم په ګمراه شوي دین پسې یې خبري کولې، دوی د هغه قوي استدلال او سالم منطق ته پرته له زور بل ځواب نه درلود. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مُبارک سیرت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل مبارک ژوند په پای کې د اسامه بن زید په نوم یو ځوان شام ته د لوی لښکر د قوماندې لپاره ولېږه، داسې لښکر چې د حضرت ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په څېر مشران او ستر اصحاب پکې وو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې کار پټ راز په لږ فکر کولو سره درک کېدی شي، چې د هغه په وفات سره الله تعالی جل جلاله د هغه مُبارک دین ته برکت ورکړ او اسلام لا هم په قوت او کمال سره پاتې دی چې هیڅکله به خپل شان او شوکت له لاسه ورنکړي. د تاریخ اسنادو ثابته کړې ده چې اصلاحي دعوتونه اکثره د ځوانانو په لاسونو سره پېل شوي او سر ته رسېدلي او دوی د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو. چې دغو ځوانانو ته د قلم خاوندانو او متعهد لیکوالانو اشاره کړې ده، دغه لیکوالانو په اسلامی ټولنو کې د ځوانانو چارو او مسائلو ته پام کړی او د ځوانانو د ستونزو د درملنې په برخه کې یې څېړني د خپلو لومړيتوبونو څخه ګرځولي دي او هغوی یې تحرک او فعالیت ته هڅولي دي. څرنګه چې د اسلامي رسالت د سرته رسولو لپاره د ځوانانو لارښوونه يوه اړتيا ګڼل کېږي، همدارنګه ځوانان د ټولنې د بنسټ ډبرې په څېر دي او د ملت برخليک په دوى پورې تړلى دى. نور بیا…
متفرقه د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (شپږمه برخه)پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله
متفرقه د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (پنځمه برخه)چهارشنبه _20 _نوومبر _2024AH 20-11-2024AD نور یی ولوله
متفرقه په اسلام کې ډیپلوماسي (نهمه او وروستۍ برخه) یکشنبه _17 _نوومبر _2024AH 17-11-2024AD نور یی ولوله