دوی د «فَمَنْ يُؤْمِنْ بِرَبِّهِ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا»؛ « او څوک چې په خپل رب جل جلاله ایمان لري، هغه نه د نقصان څخه ویره لري، او نه د ظُلم څخه.» آیت ته په استناد سره دلیل راوړي چې هغه کس چې یوازي د عمل څخه ډډه کوي، څوک هغه کافر نشي ګڼلی او هغه ته دوزخي نشي ویلی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث څخه دلایل: عن عبادة بن صامت رضي الله عنه قال سمعت رسولالله صلیاللهعلیهوسلم یقول: «مَن شَهِدَ أن لا إله إلا اللهُ ، وأنَّ مُحَمَّدًا رسولُ اللهِ ، حَرَّم اللهُ عليه»؛ «له حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی، چې وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي، چې فرمایي: څوک چې ګواهي ورکړي، چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی، د دوزخ اور به پرې حرام وي.»
له همدې امله څرګنده شوه چې ايمان عبارت دی: د زړه پوه او تصدیق، يا په ژبه نطق د جوارحو او د بدن د غړو د اعمالو رعایت کول، په دې اساس دوی باور لري چې ګناه مؤمن ته زیان نه رسوي او اطاعت کافر ته ګټه نه رسوي.
د مرجئه و مشهور شاعر ثابت قطني په خپلو شعرونو کې دې مسئلې ته اشاره کړې او وايي:
په دې اړه الراجحي لیکي: «المعرفة، أي مجرد معرفة الرب بالقلب، فمن عرف ربه بقلبه فهو مؤمن، ولا يكون الكفر إلا إذا جهل ربه بقلبه، وبهذا ألزمهم العلماء بأن إبليس مؤمن؛ لأنه يعرف ربه قال الله تعالى عن إبليس {قَالَ رَبِّ فَأَنْظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ} ويكون فرعون أيضا مؤمن لأنه يعرف ربه بقلبه»؛ ( په حقیقت مرجئه د ایمان سرچینه خالصه پوهه ګڼله چې د زړه له لارې رب وپېژني؛ نو څوک چې خپل رب په زړه سره وپېژني، هغه مؤمن دی او کفر د رب جل جلاله څخه د ناخبرۍ پرته بل څه نه دي. له همدې امله علما وایي، چې ابلیس خپل رب پېژانده، نو هغه هم مؤمن دی او له خدایه یې وغوښتل چې هغه ته تر ټاکلې ورځ(قیامت) پورې فرصت ورکړي او فرعون هم ځکه مؤمن بلل کېږي چې هغه خپل رب پېژني.)
له همدې امله د دې مفکورې په نقد کې باید ووایو: له عمل پرته ایمان د اسلام په حکم کې دی او آیت دغه ادعا ثابته وي او د هغو کسان چې ګومان کوي ایمان یوازې د ژبې اقرار دی، ورته وايي: دوی اسلام راوړی، نه ایمان: قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ»؛ (ځینو اعرابیانو “کوچي عربو” وویل: موږ ایمان راوړ، ورته ووایه چې ایمان مو نه دی راوړی، لیکن ووایست چې موږ اسلام قبول کړی دی او ایمان لا ستاسو په زړونو کې نه دی راغلی).