وړاندې یادونه وشوه، چې امان الله خان غربي ډوله ریفورمونه اول ځل په ۱۹۲۳م کال کې پيل کړي وو، چې په وړاندې یې په پکتیا کې د ملا عبدالله په مشرۍ قیام وشو او د ټولنیز بدلون دغه څپه یې په شا وتمبوله. امان الله خان له هغه تیندک نه عبرت واخیست او څو کاله یې په دې مسائلو تېږه کیښوده، خو د اروپا سفر هغه ته یو ځل بیا جرأت ورکړ چې هماغه ناکامه پروژه له سره پیل کړي.
عزیز هندي لیکي: په اروپا کې د امان الله خان خورا لوړ استقبال وشو، د اروپایانو لخوا په درانه کاڼي د تلل کېدو یو اثر دا و چې امان الله خان په بې ساري ډول په خپل ذهانت، قابلیت او د رأیې په سمون باوري شو او بیا به یې چې هر تصميم نیو، په اړه یې د چا نظر او مشوره نه اورېده. [1]
ګریګوریان بیا وایي چې امان الله خان له اتاترک او د ایران له رضا شاه څخه متأثر شوی و، چې له ځواکمن او استبدادي چلند نه په استفاده یې خپل هیوادونه د شلم قرن د نوي مدنیت په لاره روان کړي وو.[2] شاید همدا وجه وه چې له اروپايي سفر وروسته امان الله خان له خبرې ښکته او پورته همدا ویل چې ( زه یو انقلابي پاچا یم) هغه غوښتل د انقلابي عمل له لارې د کلونو مزل په میاشتو يا اونیو کې ووهي، تر څو خپلو هغو ارمانونو ته ورسیږي چې له ډېره وخته ورته هوسېده.
په دې ډول امان الله خان د هیواد د هر اړخیز بدلون پروسه په خورا انقلابي سرعت پیل کړه، د حکومتدارۍ، تعلیم او تربیې، عامه فرهنګ، ټولنیزو اړیکو، نظامي او قضائي امورو په شمول په بیلابیلو برخو کې د بنیادي تغیراتو توپان راوالوت. په لږو ورځو کې په وطني لباس اغوستلو او قره قل خولۍ په سر کولو بندیز ولګېد، پر ځای یې د غربي لباس ترویج پیل شو. د کابل ښځو چې د چادري او دولاق په نوم دوه ګونې جامې یې اغوستې، په رسمي فرمان دغه جامې منع اعلان شوې. د کابل ښار کې لوحې وځړېدې، چې په عمومي واټونو د حجاب لرونکو ښځو تیریدل یې منع کړي وو. خبره دې حد ته ورسېده چې د ښار په ځینو برخو کې به عسکر له اوږدو چنګکونو سره ولاړ وو، که به یې کومه ښځه له چادري سره ولیده، په چنګک به یې چادري ترې پورته او ایسته وغورځوله،[3] د ښار په زړه کې د ښځو بربنډول د اماني ریفورمونو جدیت څرګنداوه.
د ښځو د بې حجابه کولو پروسه امان الله خان له خپلې میرمنې پیل کړه، هماغه وخت کې د انګریز سفير د میرمنې فرانسیس همفریز په قول امان الله خان په پغمان کې د خلکو په یوه عمومي غونډه کې له ځايه پورته شو، د ښځو د آزادۍ په اړه یې خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې ښځې د حجاب له قید څخه آزادې کړي، امان الله خان وروسته ور وړاندې شو، په خپل لاس یې د ملکې ثریا له سره ټيکری لرې وغورځاوه، په دې وخت کې یې وویل له دې وروسته تاسو هر یو کولای شئ زما ښځه وګورئ[4]
د ریفورمونو په لړ کې په مسنون سلام بندیز ولګېد، پر ځای یې د غربیانو په دود د خولۍ پورته کول رواج شول. د رخصتي ورځ له جمعې څخه پنجشنبې ته واوښته. هجري قمري سنه په هجري شمسي بدله او اعداد لیکل په انګریزي رسم الخط دود شول.[5]
له دې پرته امان الله خان د نارینه لپاره د نکاح قانوني سن ۲۲ کاله او د نجلۍ لپاره ۱۸ کاله وټاکه چې تر هغه وړاندې نکاح اعتبار نه درلود، د نکاح په تعدد کلک بندیز ولګول شو، هغه حکومتي چارواکي چې له یوې زیاتې منکوحې یې درلودې ترې غوښتنه وشوه چې زیاتې هغه طلاق کړي. قاضيانو ته حکم وشو، چې د مسنونې پګړۍ په ځای د غربي قاضیانو په شان ځانګړې خولۍ په سر کړي، د کمیس پرتوګ په شان وطني لباس یا چپن اغوستل جرم شو، چې په ښار کې د نیول کیدو په صورت کې به یې اغوستونکی نقدي جریمه کېده.
د تعلیم او تربیې په برخه کې د اسلامي علومو او اخلاقو د ترویج په ځای ټوله توجه دې ته وشوه چې نوي نسل په غربي فکر او فرهنګ وروزل شي. نه یوازې په کابل کې د الماني، انګریزي او فرانسوي ژبو تعلیمي ادارې رامنځته شوې، بلکې په لوی شمېر کې اروپايي ښوونکي هم د کابل په مکاتبو کې په دندو وګمارل شول. امان الله خان د اسلامي نړۍ د لوی علمي مرکز ( دار العلوم دیوبند) سند ناچله اعلان کړ او افغانان یې له دې منع کړل چې په دې علمي مرکز کې زده کړې وکړي. په کور دننه یې د امامت، خطابت او تدریس حق یوازې د هغو ملایانو وباله چې حکومتي سرټیفکټ يې ترلاسه کړی وي. په دې سره امان الله خان غوښتل د دیني علم، فتوا او فقاهت حوزه په خپل ګورت کې وساتي او له دين څخه د خپلو ناآشنا عزایمو د تطبیق لپاره ابزاري استفاده وکړي.
د اردو او پوځ په برخه کې امان الله خان نه یوازې د افغان عسکرو د روزنې کار له ترکيې څخه راوستل شویو کمالیستو افسرانو ته سپارلی و، بلکې په لوی لاس هڅه کېده، چې په پوځ کې دیني فکر او روحيه له منځه یووړل شي. د اماني حکومت د تدریساتو د رئیس محمد حسین خان په وینا د حربي مکتب په تدریسي نصاب کې هر وړ مضامین وو، مګر د ده له ډېر تاکید سره هم امان الله خان ونه منله چې د دیني زده کړې یو مضمون په کې داخل کړي.[6] عسکرو ته ویل کیدل چې یوازې د پاچا، وطن او ملت لپاره به جنګیږي. ترکي روزونکو نه خپله لمونځ کاوه او نه یې د عسکري درسونو او تمریناتو په وخت عسکرو ته د دې اجازه ورکوله چې لمونځ وکړي[7] امان الله خان په وروستيو کې په عسکرو باندې د طریقت د بیعت بندیز هم ولګاوه.[8]
۱ څرگندون
Pingback: د حجاب او عفت شهید ( برخه : ۷ ) - کلمات پښتو