په حقیقت کې انسانان او نور مخلوقات د خدای جل جلاله په وړاندې بې وزله او محتاج دي. مطلق غني خدای جل جلاله دی او بس! هغه؛ هغه څوک دی چې د خپلو مخلوقاتو پاملرنه کوي.
که اړتیا یوازې پیسو ته ځانګړې کړو، ټول خلک بې وزله نه دي، بلکې د اړتیا وړ پیسو په نسبت بې وزله دي، خو که له پیسو یې واخلو، نو ټول یو بل ته اړتیا لري او د خپلې اړتیا او ضرورت له مخې خلک یو ځای ژوند کوي.
د حرص پایله:
د نړۍ له مالونو سره د انسان اړيکه او انحصار د انسان د تکامل او خداى جل جلاله ته د نیږدېوالي په لاره کې له سترو خطرونو او خنډونو څخه دي.
شتمني، ثروت، مقام، اولاد، موټر او نور د انساني ژوند سره تړلي شیان او دُنیوي مالونه ګڼل کېږي.
څوك چې خپل ټول کړه وړه په هغو پورې وتړي د حرص، طمعې او … باندې اخته کېږي او په دې برخه كې خپلې ټولې هڅې لګوي او د حق د لوړتيا په لور د کمال له رسېدو څخه ځان منع كوي.
د قانع کېدو لارې:
له همدې امله د اسلام مُبارک دين په دې برخه کې د انسان لپاره داسې لارښوونې او احکام لري چې بايد پرې پوه شي او د عملي کولو هڅه يې وکړي.
له دې لارو څخه یوه هم زهد او له نړۍ څخه د زړه لرې کول وو.
بله لاره يې د تاريخ د برياليو او تل پاتې نمونو اغېزه ده، چې ډېرې بېلګې يې په قرآن کې يادې شوې دي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شمول د خدای جل جلاله نور انبیاء، پیغمبران او اولیاء، دوی ټول په ژوند کې عملی مثالونه دي.
د بېلګې په توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د قناعت، فدارکارۍ، بخښنې او داسې نورو په اوج کې و.
كه پيسې، شتمني او مقام يو انسان ته شهرت، شخصيت او عظمت وربښي، نو ولې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې تر ډېره بریده د ساده ژوند او قناعت څخه برخمن و، مشهور او د انساني تاريخ لپاره يو ستر انساني شخصيت دى؟!
هغه څوک چې په هغه څه راضي نه وي چې خدای جل جلاله ورته ورکړي دي په خوښۍ یا ناخوښۍ سره نورو ته لاس غځوي چې دا د هغه د ذلت لامل کېږي.
داسې ښکاري چې د قناعت او ځان درناوي ترمنځ مستقیم اړیکه شتون لري، کوم چې د رواني روغتیا یو له مهمو برخو څخه دی. د انسان ارزښت د هغه د عزت او کرامت پر بنسټ ولاړ دی او په کومه کچه او درجه کې چې دا ځانګړنه لري، په هماغه اندازه چې باید وي او خدای جل جلاله یې و غواړي هغه انسان بلل کېدای شي؛ ځکه چې د انسان فطرت عزتمند دې.
قرانکریم فرمایي: ژباړه؛ [څوک چې عزت غواړي، نو ټول به هغه ته پورته کېږي او ښه وینا او نیک عمل به هغه لوړ کړي] ځکه ټول عزت د خدای لپاره دی پاکې خبرې هغه ته پورته کېږي او نیک عملونه لوړوي].
لالچي انسان تل اندېښمن او خپه وی. هغه د خپل مال او شتمنۍ په برخلیک اندېښمن دی، د خپل مقام او څوکۍ په اړه اندېښمن دی، نو تل به اندېښمن وي.
هغه څوک چې لالچي وي تل په خپل ژوند او چارو کې د خوندیتوب احساس نه کوي. هغه فکر کوي چې هغه باید د راتلونکې ورځې لپاره ډېر څه ترلاسه کړي.
په داسې حال کې چې هغه د دې حقیقت څخه ناخبره دی چې خدای جل جلاله د هرچا لپاره رزق او روزي تضمین کړې ده.
بله خبره دا ده چې هغه د کمترۍ احساس کوي. که ساده ژوند وکړي او له عیش او عشرت څخه لیرې وي، فکر کوي چې ذلیل شوی دی او د هغه له شخصیت او مقام څخه یو څه ورک دي.
خو د اسلام په اصولو کې دا ډول طریقه د منلو وړ نه ده.
لالچي(حریص او طمع کوونکی) ناروغ دی باید درملنه یې وشي او یا په خپله دې د خپلې ناروغۍ د درملنې هڅه وکړي چې خورا خطرناکه ده.
د لالچ درملنې طریقه:
د درملنې یوه لاره د خدای جل جلاله په قدرت او رزق باندې توکل کول دي، د دې توکل ثمره د عقلي، روحي او رواني دواړو روغتیا او هوساینه ده.
هغه لارې چې په اخلاقي کتابونو او آیاتو او احادیثو کې د حرص د علاج لپاره ذکر شوي دي.
د دوی په منځ کې یوه هم علمي لاره ده.
علمي لاره:
تاسو باید د هغو بدو شتمنو او بډایو خلکو برخلیک وګورئ چې د څلورو پښو حیواناتو په څېر ګرځي.