لیکواله: اُم عایشه علیزۍ


په اسلام کې د ښځې مقام (لومړۍ برخه)

لنډیز
یو له مهمو مسئلو څخه چې د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو دینونو او کلتورونو ورباندې تمرکز کړی؛ د ښځو د موقف مسئله ده.
په یوه ټولنه کې د ښځو انفرادي او ټولنیز دریځ د هغې ټولنې د حاکم کلتور تر اغیزې لاندې راځي او شته کلتوري او دیني ایډیالوژي د ښځو حیثیت ټاکي، چې آیا دوی د انسانیت یوه برخه ده او د انسان په توګه حقوق او وظیفې لري او یا دوی هغه مخلوقات دي چې د انسانانو په خدمت کې دي او له انسانانو او شیانو څخه ډېر ټیټ دي؟!
په دې ليکنه کې غواړو هغه نظريات او تحولات وڅېړو چې اسلامي شرعي نظام د ښځو د حيثيت په اړه رامنځته کړی دی او دا ثابتوي چې د ښځو په اړه تر ټولو بشپړ او دقيق حیثیت هغه دی چې اسلام ښځو ته ورکړی دی.
مقدمه
په دې کې شک نشته چې د تاریخ په اوږدو کې ښځې د غوره او لوړ مقام خاوندانې نه وې او اکثره له ظُلم او زیاتي سره مخ شوې وې. خو د انساني شعور د ودې او د بشريت او ټولنيزو علومو د چټک پرمختګ سره دا پوښتنه رامنځته شوه، چې په ټولنه او کورنۍ کې د ښځو واقعي مقام کوم دی؟
د ښځو له لاسه ورکړل شوي حقونه څنګه بېرته اخیستل کېږي؟ په دې اړه په یقین سره ویلای شو چې الهي دینونه په ځانګړې توګه د خاتم النبیین دین صلی الله علیه وسلم (د اسلام دين) تر ټولو زيات د ښځو د سپيڅلي شخصيت د بيا ژوندي کولو لپاره هڅه کړې ده او خدای جل جلاله د انسانانو او ښځو دواړو لپاره د خوښۍ او خلاصون لپاره غوره لاره پرانيستې ده.
که څه هم د اسلام تلپاتي لارښوونې د ښځو د کردار او مقام د راژوندي کولو په لاره کې ډېرې اغېزې لرلې او دوام لري، خو ډېر حقايق د جهالت او توهماتنو تر ورېځې پټ پاتې دي او د ښځو ټولنه لا تر اوسه نه ده توانېدلې چې د دیني ثقافت او کلتور له خوږو میوو څخه په کافي اندازه ګټه پورته کړي.
له بلې خوا غربي کلتور په مادي امکاناتو او د ارتباطاتو او اطلاعاتي مرکزونو په تسلط سره هڅه کوي چې خپله نیمګړې نړۍ پر ولسونو تحمیل کړي. هغوی چې تر اوسه هم د خپلو لاسته راوړنو په ګټورتیا ډاډه نه دي او له دننه څخه یې ژور او پراخ نواقص تجربه کړې دي، د نورو هېوادونو پر وړاندې یې کلتوري برید پیل کړی دی. نو پکار ده چې د اسلام د لوړو اهدافو د تحقق په لاره کې د ښځو د کردار او حیثیت په دقت سره په هغه زمانه کې چې د معاصر جاهلیت په نامه یادېږي، یو مهم ګام پورته کړو.
بنسټیزي کلمې: ښځه، د جهالت عصر، میراث، ځواک او کلتور
د دې لپاره چې پوه شو چې اسلام ښځې ته کوم مقام، مرتبه او وقار ورکړی دی، غوره به وي چې د اسلام په وړاندې د ښځو مقام د ملتونو له نظره وڅېړل شي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version