د حضرت موسىٰ عليه السلام له دې وينا څخه څرګندېږي چې منځنۍ لار سمه لار ده. حتیٰ حضرت ابراهیم علیه السلام هم خپل دین د اعتدال دین بللی او هغه ته یې د حنیف دین نوم اېښودلی چې انسانان پوه کړي چې اعتدال څومره اړین او مهم دی.
خدای جل جلاله د ابراهیمي دین د ځانګړتیاوو په بیانولو کې چې یو ځانګړی اصالت لري، فرمایي: “«مَا كانَ إِبْراهِيمُ يَهُودِيًّا وَلا نَصْرانِيًّا وَلكِنْ كانَ حَنِيفاً مُسْلِماً وَما كانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ«؛ «ابراهیم نه یهودي و او نه نصرانی، مګر یو خالص موحد او مسلمان و، هغه هېڅکله مشرک نه و.» موږ پوهېږو چې د یهودیت او عیسویت دین افراط او تفریط ته مخه کړې، یو یې د باطنیت په اوج کې دی او بل یې د ظاهریت په اوج کې دی، یو یې له دنیا او قوانینو سره ډېر تړلی او ډېر سخت قوانین لري او بل یې د قوانینو په اړخ کې ډېر نرم او آرام دی، ته وایې چې هیڅ اصول نلري.
یو په بشپړه توګه ځمکنۍ دی او بل په بشپړه توګه په اخرت پوري تړلی او اسماني دی. نو ویلای شو چې د ابراهیم علیه السلام دین د اعتدال دین و او له افراط او تفریط څخه لرې شوی.
اسلامي اُمت یو متوسط او میانه اُمت دی. الله تعالی جل جلاله اسلامي اُمت ته په وسط او میانه اُمت ویلي دي او دوی یې تر ټولو غوره اُمت ګڼلی چې په ځمکه کې پیدا شوی دی.
دا امت هغه امت دی چې بنسټيز اصل یې په هر کار کې اعتدال دی او له همدې امله دوی یو مثالي اُمت دی: «كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ»؛ «تاسو تر ټولو غوره اُمت یاست چې د انسانانو (د ګټې او هدایت) لپاره پیدا شوي یاست.»
د قرآن د لارښوونو له مخې، دا لیدل کیدی شي چې اسلامي اُمت د قرآني امت په معنا او د عقیدې او چلند په ډګر کې غوره ټولنه ده، او یو معتدل او میانه اُمت دی.
له همدې امله دوی په دې کار کې نه کموالی(تفریط) کوي او نه هم زیاتی(افراط)، بلکې په خپل چلند، وینا، اقتصاد او خوراک کې اعتدال ساتي او په دیني کارونو او عبادتونو کې د افراط او تفریط لاره نه نیسي.