لیکوال: شکران احمدي
د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه
اته ویشمه برخه
ج؛ د شارع تعبیرات
د : له اړتیا سره، سره او د مانع په نشتون کې بیا هم د شارع سکوت
هغه احکام چې موږ یې د موخو د پېژندلو اراده لرو، له دریو حالتونو څخه بهر نه دي، ځینې یې د شارع له لوري داسې ثابت شوي چې د شارع موخه پکې پټه نه ده، لکه؛ امر، ترغیب او د فضلیت ذکر. چې شارع یې په اړه امر کړی او په دې حالت کې یا واجب او یا هم د استحباب (ندب) دريځ لري او یا هم د شارع د نیت په نه تړاو څرګندیږي، لکه؛ نهیې، وېرونه (وعید) او بده یادونه (ذم) چې په دې حالت کې یې وضعیت حرمت او یا هم لږ تر لږه کراهیت کېدای شي.
او په درېیم حالت کې بیا کېدای شي، شارع یې د امر او نهیې په اړه چوپتا کړې وي، چې دا وضعیت دوه حالتونه رامخکې کوي.
لومړی حالت: د اړتیا یا غوښتنې د نشتون له امله چوپتیا؛ د هغو امورو او نواهیو لپاره د اړتیا یا مقتضی نشتون، چې تر چې ترسره کول یې ستونزه نه لري او په دې کې هغه پېښې راتلای شي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته پېښې شوې. د شریعت پوهانو یې په اړه د شریعت کلیاتو ته مراجعه وکړه، لکه؛ په يوه مصحف کې د قرانکریم راټولول، د علومو تدوین، په یوه اقتداء د امام تر شا د تراویحو لمونځ په جماعت سره اداء کول، د عربي ژبې زده کړه او نور.
دوهم حالت: که چېرته د شارع سکوت په داسې محل کې وو، چې مقتضی یې موجوده وه، نو د مقاصدو د علم د ځینو علماؤ په نظر د شارع موخه د یاد عمل د مشروعیت نشتون کېدای شي.
راټولونه او پایلې:
- د امر او نهی څرګند رول یا په بله وینا؛ د قرآني او نبوي نصوصو ظاهري عبارتونه، د مقاصدو په درک کې ښکاره اغېز لري؛ ځکه چې بندګان په ډېریو شرعي احکامو په همدې ډول صیغو ( صریحو عبارتونو) مخاطب کړل شوې دي.
- شرعي اراده د شریعت د مقاصدو تر ټولو مهمه لار پېژندل کیږي.
- د خير او شر، ګټې او تاوان تعبیرونه او نورو هغو الفاظو کارول چې پر مصلحتونو او مفاسدو دلالت کوي، د مقاصدو په مهمو ارزښتونو کې اعتبار لري.
- د مقتضی په شتون او د خنډ (مانع) له نشتون سره، سره د شارع چوپتا درې حالتونه لري، چې هر حالت یې ځانته حکم لري، خو د ځنیو پوهانو په نظر د شارع مقصود د یاد عمل غیرمشروعیت کېدای شي.
- د شرعي احکامو د تعلیل (یعنې د علت څرګندولو) په اړه د اهل سنتو عالمان په دوو ډلو ( معتقدین او نه منوونکو) باندې تقیسم شوي دي. پر تعلیل باور لرونکي یو ډله علماء او پوهان دي او نه منونکي یې بیا علامه ابن تیمیه په دوو برخو وېشلي، چې یوه یې اشاعره او بله یې اهل ظواهر او ابن حزم ډله ده.
- اشاعره او پیروان یې وايي، چې د خدای تعالی افعال علت ته اړتیا نه لري، خو احکام له علتونو سره تړاو لري، دوی د توحید او احکامو په اړه توپیر ته معتقد دي. خو ظواهر او ابن حزم بیا وايي، چې د خدای تعالی افعال او احکام له علت سره هېڅ تړاو نه لري او د تعلیل قضیه په مطلق ډول ردوي.