لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۶۳)
حجامت؛ د حجامت ګټې او د کارولو ځايونه
حجامه په اسلامي طب کې د درملنې تر ټولو غوره او زړه طريقه ده چې ريښې يې نبوي سنت ته رسېږي. حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ډېرو مواردو کې د حجامت په تر سره کولو ټینګار کړی دی او د انسان د روغتیا لپاره یې ډېر ګټور بللی دی.
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: “حدث رسول الله صلی الله عليه وسلم عن ليلة أسري به أنه لم يمر على ملإ من الملائكة إلا أمروه أن مر أمتك بالحجامة.”[1] ژباړه: «رسول الله صلی الله عليه وسلم د معراج د شپې په اړه وفرمایل، کله به چې د فرښتو هره ډله تېرېدله، هغوی ټولو به ویل: ای محمده! خپل امت ته د حجامت کولو امر وکړه.»
دغه راز صحيح البخاري له انس رضي الله عنه څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: “إن أمثل ما تداويتم به الحجامة، والقسط البحري.”[2] ژباړه: «تر ټولو غوره شی چې تاسې پرې د ځان درملنه کولای شئ، حجامت او هندي عود دي.»
د حجامت علمي او فیزیولوژیکي بنسټونه
مسلمانو علماوو د تاریخ په اوږدو کې د حجامې د ګټو او د هغې د کارونې په اړه ډېرې خبرې کړې دي. لومړنی علت او انګېزه چې هغوی د حجامت د ترسره کولو لپاره یاده کړې ده، «تبیّغ الدم» دی. تبیغ په لغت کې د وینې د زیاتېدو یا جوش په معنا دی او له علمي نظره دا د وینې د فشار د لوړوالي په توګه (یا هغه څه چې نن سبا یې «د شریاني فشار زیاتوالی» بولي) معنا لري.
د دې حالت نښې په عمومي ډول سر درد، د سر دروندوالی، سر ګرځېدل، ژر غصه کېدل او د لید ستونزې دي. ځینې ډاکټران د وینې فشار ته «د غم فشار» وایي؛ ځکه چې رواني او عاطفي فشارونه هم د هغې د ډېرېدو لامل کېږي. په پسرلي کې د هوا له تودېدو سره د وینې د ډېرېدو امکان ډېرېږي؛ له همدې امله رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: “من أراد الحجامة فليتحر سبعة عشر، أو تسعة عشر، أو أحدا وعشرين، ولا يتبيغ بأحدكم الدم فيقتله.”[3] ژباړه: «هر څوک چې غواړي حجامت وکړي، نو د میاشتې په اوولسمه، نولسمه یا یوویشتمه ورځ دې ترسره کړي، چې وینه په هغه کې په جوش رانه شي او هغه هلاک نه کړي.»
حجامت او د سر د ناروغیو درملنه
له هغو ځایونو څخه چې د حجامې لپاره یاد شوي دي، یو هم د سر دردۍ درملنه ده. سر درد اکثره د وینې فشار له لوړوالي او دماغي رګونو له تنګېدو سره مل وي. په یوه حدیث شريف کې چې ابو داود روایت کړی دی، راغلي دي: “ما كان أحد يشتكي إلى رسول الله صلی الله عليه وسلم وجعا في رأسه إلا قال: احتجم.”[4] ژباړه: «کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته چا له سر دردۍ څخه شکایت کاوه، نو ده به ورته وویل: حجامت وکړه.»
دغه راز حجامه د «شقیقه» یا میګرین ناروغۍ د درملنې لپاره هم سپارښتنه شوې ده. امام بخاري په خپل صحیح البخاري کې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کړي دي چې: “أن رسول الله صلی الله عليه وسلم احتجم وهو محرم في رأسه، من شقيقة كانت به.” [5] ژباړه: «رسول الله صلی الله عليه وسلم په داسې حال کې چې مُحرِم و (د حج یا عمرې د عباداتونو په ترسره کولو) بوخت و، د (میګرین) یا هغه سر دردۍ له امله چې د سر په یوه اړخ کې پرې راغلې وه، د خپل سر حجامت وکړ.»
حجامت او د وینې د حجرو روغتیا
پوهانو ویلي دي چې د بدن په هډوکو کې دننه داسې فابریکې شته، چې د وینې سرې حجرې تولیدوي، چې هغو ته «نِقی العظام» ویل کېږي. دغه فابریکې په هره ثانیه کې له دوه نیم میلیونو څخه ډېرې نوې سرې حجرې تولیدوي. د دې تر ترڅنګ ځیګر او تلی (سپلين) هم د ملاتړ کوونکو فابریکو په توګه عمل کوي او که اصلي تولید ودرېږي، د وینې د تولید مسؤولیت پر غاړه اخلي.
د وینې له خطرناکو ناروغیو څخه یوه هم د «اپلاستیک د وینې کموالی» یا غیر تولیدي کم خوني ده، چې په هغې کې د سرې وینې د حجرو تولید د هډوکو په مغز کې بندېږي. څېړنو ښودلې ده چې د وینې د حجم منظم کموالی کولای شي دغه فابریکې تحریک کړي او د فعالیت او نوې جوړونې لامل شي. له همدې امله حجامت د وینې د جریان له کمولو سره بدن دې ته اړ کوي چې نوې وینه تولید کړي، چې دا بهیر د وینې د نسجونو په روغتیا او ځوان ساتلو کې مرسته کوي.
په ښځو کې دا عمل په طبيعي ډول د میاشتني عادت (حیض) له لارې ترسره کېږي؛ له همدې امله د ځینو قلبي او وینې ناروغیو د پېښېدو اندازه په ښځو کې تر نارینه وو کمه وي؛ خو کله چې حیض بند شي دا توپیر له منځه ځي او د حجامت اړتیا په ښځو کې هم د نارینه وو په څېر مطرح کېږي.
معاصر علمي لیدلوری
نوې څېړنې چې په لوېدیځو هېوادونو کې ترسره شوې دي، د وینې د منظم کموالي مثبتې اغېزې تاییدوي. یو لوېدیځ لیکوال په یوه علمي مقاله کې لیکي: «د هر کال لږ مقدار وینې منظم کمول، کولای شي د زړه د حملې له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي.»
نورو څېړنو ښودلې ده چې د اوسپنې د غلظت زیاتوالی، د زړه د نسجونو د کمزورۍ او د زړه د حملو د را منځته کېدو لامل کېږي؛ نو ځګه حجامت د وینې د اوسپنې او نورو مالګو د کچې په تنظیمولو کې د زړه د روغتیا او زړه د حملې د مخنیوي لپاره رغنده رول لوبوي.
په اسلامي طب کې د حجامت ګټې
ابن القیم رحمه الله په خپل کتاب «زاد المعاد» کې د حجامت د ګټو په بیان کې لیکي: «حجامت د بدن سطحه تر فصد (رګ پرې کولو) ډېره پاکوي او فصد د بدن په ژورو برخو کې اغېز ناک دی. “والحجامة تستخرج الدَّم من نواحي الجلد.” ژباړه: «حجامت وینه د پوستکي له نږدې طبقو څخه راباسي، په داسې حال کې چې فصد ژوره وینه راباسي.»[6]
د وخت، ځای، مزاج او عمر د توپیر له مخې کله حجامت ګټور وي او کله فصد مناسب وي. په ګرمو سیمو او فصلونو کې حجامت تر فصد غوره دی؛ ځکه په دې حالت کې وینه نرۍ وي او د بدن له سطحې د وتلو لپاره چمتو وي. ډاکټرانو هم سپارښتنه کړې چې حجامت باید د قمري میاشتې په دویمه نیمایي کې وشي، په ځانګړي ډول په (۱۷، ۱۹ او ۲۱) ورځو کې، هغه وخت چې د بدن فاضله مواد تر ټولو زیات وي.
له پیغمبر صلی الله عليه وسلم څخه په بل حدیث کې راغلي دي: “نِعْمَ الدَّوَاءُ الْحِجَامَةُ؛ تُذْهِبُ الدَّمَ، وَتَجْلُو الْبَصَرَ، وَتُخِفُّ الصُّلْبَ.”[7] ژباړه: «حجامت څه نېکه درملنه ده! خرابه وینه له بدن څخه باسي، لید روښانه کوي او ملا سپکوي.»
په لنډ ډول ویلای شو چې حجامت نه یوازې ټینګ نبوي سنت دی، بلکې له علمي نظره هم څرګند فیزیولوژیکي بنسټونه لري. دا عمل د وینې د جریان په تنظیم، د شریاني فشار په کمولو، د هډوکو مغز د نوو حجرو د تولید په هڅولو او د بدن د عمومي روغتیا په پیاوړتیا کې اغېزناک رول لري او د ډېرو ناروغیو په مخنیوي او درملنه کې مرسته کوي.
په دې توګه حجامت د نبوي طب صلی الله عليه وسلم او معاصر علم ترمنځ یو پل دی او په سمه توګه په مناسبو وختونو کې د هغه ترسره کول د بدن د حیاتي توازن د ساتلو او د انسان د اوږد مهاله روغتیا د تضمین لپاره له اغېزمنو لارو څخه ګڼل کېږي.[8]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1]. سنن الترمذي، أبواب الطب عن رسول الله صلىاللهعليهوسلم، باب ما جاء في الحجامة، رقم الحدیث: 2052، ج 4، ص 391.
[2]. صحيح البخاري، كتاب الطب، باب: الحجامة من الداء، رقم الحدیث: 5371، ج 5، ص 2156.
[3]. سنن ابن ماجه، أول أبواب الطب، في أي الأيام يحتجم، رقم الحدیث: 3486، ص741 ت هادي.
[4]. سنن أبي داود، كتاب الطب، باب الحجامة، رقم الحدیث: 3858، ج 4، ص 2 ط مع عون المعبود.
[5]. صحيح البخاري، كتاب الطب، باب: الحجامة من الشقيقة والصداع، رقم الحدیث: 5374 ، ج 5، ص 2156.
.[6] زاد المعاد، فصل منافع الحجامة، ط عطاءات العلم، ج 4، ص 70.
.[7] المستدرك على الصحيحين، كِتَابٌ: الطِّبُ، رقم الحدیث: 8502، ج 9، ص 256.
.[8] فشردۀ مطلب از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 214-0210.
