لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهې روزنې بېلګې (برخه: ۲۸)
د نوح عليه السلام د کیسې روزنیز درسونه
(۳) عقیده هغه رښتینی تړاو دی چې انسانان سره نښلوي
دا مفکوره په قران کریم کې د حضرت نوح عليه ‌السلام د کیسې له الهام څخه اخیستل شوې ده؛ کله چې نوح علیه ‌السلام د خپل زوی په اړه له خدای جل جلاله څخه پوښتنه وکړه، د الله جل جلاله ځواب پرېکنده او روښانه و: “فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِی مِنْ أَهْلِی.”[1] ژباړه:« ويې ويل: ای زما ربه! زما زوی زما له کورنۍ څخه دی.»
خدای جل جلاله و فرمایل: “قَالَ یا نُوحُ إِنَّهُ لَیسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَیرُ صَالِحٍ”.[2] ژباړه: «ويې فرمايل (الله تعالی): ای نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دی، هغه خاوند د بد عمل دی.»
دغه ایت په ښکاره توګه څرګندوي، هغه اړیکه چې خلک په دین سره راټولوي، یوه بې ‌سارې او ځانګړې اړیکه ده. دا اړیکه د دې دین له ځانګړي ماهیت سره نږدې تړاو لري او له هغو افقونو، موخو او لوړو ابعادو سره تړاو لري چې د اسلام په الهي طریقې کې ځای لري.
دا اړیکه نه د وینې ده، نه د ځمکې او وطن، نه د قوم او قبیلې، نه د رنګ او ژبې، نه د جنس او نژاد او نه د مسلک او طبقې. دا ټولې اړېکې کېدای شي په لومړي سر کې وي، خو د پرې کېدو وړ هم دي. دغه حقیقت د خدای جل جلاله او نوح علیه‌ السلام تر منځ په هماغه خبرو کې څرګندېږي. نوح علیه‌ السلام عرض وکړ: «رَبِّ إِنَّ ابْنِی مِنْ أَهْلِی.» خو الهي ځواب دا ډول وو: «یا نُوحُ إِنَّهُ لَیسَ مِنْ أَهْلِكَ.» بیا یې دلیل هم تشریح شو: «إِنَّهُ عَملٌ غَیرُ صَالِحٍ.»
دا په دې معنا ده چې د نوح علیه‌ السلام او هغه د زوی تر منځ د ایمان اړیکه پرې شوې وه، له همدې امله خدای جل جلاله نوح علیه‌ السلام ته وفرمایل: «فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَیسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ.» د نوح علیه السلام دا ګومان چې زوی یې د هغه له کورنۍ څخه دی، ناسم و. حقیقت دا و چې هغه د نوح عليه السلام له کورنۍ څخه نه ګڼل کېده، که څه هم د هغه له صلبه(نسل) څخه و.
په اسلامي ټولنه او انسانیت کې د بې مثاله عقیدې ځای
دا اړیکه هماغه د صحیحې اسلامي عقیدې اړیکه ده؛ دغه عقیده د انسان تر ټولو لوړې ځانګړتیاوې رانغاړي، هغه ځانګړنې چې انسان له حیواني نړۍ څخه بېلوي؛ ځکه چې عقیده د انسان په وجود کې له روحاني او اضافي عنصر سره تړاو لري، له هغه عنصر سره چې هغه يې په دې بڼه انسان کړی دی. ان تر ټولو سخت ملحدان او ماده‌ پالونکي هم په دې وروستیو کې دې ټکي ته رسېدلي دي چې عقیده د انسان له بنسټيزو ځانګړتیاوو څخه ده، هغه ځانګړتيا چې انسان په بنسټیز ډول له حیواناتو څخه بېلوي.
له همدې امله عقیده هغه بنسټ او اصیله قاعده ده چې اسلامي ټولنه باید پرې ولاړه وي، نه پر بل څه. خدای جل جلاله له مسلمانانو څخه غوښتي چې په پرېکنده او روښانه توګه دې عقیدې ته پابند پاتې شي. دا موضوع په ډېرو ځایونو او د قران کریم په لارښوونو کې په ښکاره ډول بیان شوې ده، چې دلته به ځینې ایتونو ته اشاره وشي: “لَا تَجِدُ قَوْمًا یؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْیوْمِ الْآخِرِ یوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِیرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِی قُلُوبِهِمُ الْإِیمَانَ وَأَیدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَیدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِینَ فِیهَا رَضِی اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ.”[3] ژباړه: «داسې يو قوم به ونه مومې چې پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لري (او بيا) له هغه چا سره دوستي کوي چې د الله او د هغه د رسول دښمني يې کړې وي، که څه هم پلرونه، زامن، وروڼه يا خپله کورنۍ يې وي. د هغوی زړونو کې الله ايمان اچولی او په خپل روح سره يې د هغوی ملاتړ کړی. هغوی به داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې به يې ويالې بهېږي، تلپاتې په هغو کې. له هغوی څخه الله راضي دی او هغوی له هغه راضي دي. دا خلک د الله ډله ده، خبر اوسئ چې د الله ډله په رښتيا بريالۍ کېدونکي ده.»
“یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِیاءَ تُلْقُونَ إِلَیهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ یخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِیاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِی سَبِیلِی وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِی تُسِرُّونَ إِلَیهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَیتُمْ وَمَا أَعْلَنْتُمْ وَمَنْ یفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِیلِ.”[4] ژباړه: «ای هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! زما دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه کوئ، تاسې په دوستۍ هغوی ته پيغام ولېږئ او هغوی په هغه حق کافر شوي چې تاسې ته راغلی، هغوی رسول (الله) او تاسې په دې (له خپل وطنه) بهر وباسي چې په خپل پالونکي الله م ايمان راوړی، که تاسې زما په لار کې جهاد او زما د رضا لټون لپاره وتلي ياست (نو داسې مه کوئ) تاسې په دوستۍ سره هغوی ته پټ خبرونه لېږئ او زه پوهېږم په هغه څه چې تاسې يې پټوئ او (يا يې) څرګندوئ او له تاسې څخه چې څوک دا کار کوي، نو په رښتيا له سمې لارې اوښتي دی.»
“لَنْ تَنْفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ یوْمَ الْقِیامَةِ یفْصِلُ بَینَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ.”[5] ژباړه: «هېڅکله به مو نه خپلوۍ ګټه در ورسوي او نه اولادونه، د قيامت په ورځ به (الله) ستاسو تر منځ پرېکړه وکړي او الله په هغو کارونو ښه ليدونکی دی چې تاسې يې کوئ.»
په دې توګه دغه اصیله او پرېکنده قاعده د اسلامي ټولنې په اړیکو او د هغې د طبیعي جوړښت او عضوي ترکیب په بڼه کې ټینګه شوې ده؛ داسې جوړښت چې هغه له پخوانیو او اوسنیو جاهلو ټولنو څخه د زمانې تر پایه بېلوي. نور هېڅ ځای نه دی پاتې چې اسلام او ټولنه د کوم بل بنسټ په وسیله سره یو ځای شي، پرته له دې چې د عقیدې پر قاعده ولاړه وي؛ هماغه قاعده چې الله تعالی د خپل غوره شوي امت لپاره ټاکلې ده.
(۴) د الله پر لور د اولادونو او خپلوانو بلنه او د هغوی پر وړاندې زغم لرل
نوح علیه ‌السلام د خپل عمر تر وروستۍ شېبې پورې خپل زوی ته بلنه ورکوله او نصیحت یې ورته کوه، چې له ده او مومنانو سره یوځای شي. دا کار څرګندوي چې یو پلار د تل لپاره دنده لري چې خپل زوی د الله دین ته را وبولي او نصیحت ورته وکړي، چې د فساد او ګمراهۍ له امله د الله له عذاب سره مخ نه شي. دا مسؤولیت له لاندې ایتونو څخه اټکلېږي:”یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِیكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَیهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا یعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَیفْعَلُونَ مَا یؤْمَرُون.”[6] ژباړه: «ای هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! خپل ځانونه او کورنۍ مو له هغه اور څخه وژغورئ چې خس خاشاک يې انسانان او ډبرې دي، چې پر هغه به غوسه ناکې، سخت زړې فرښتې (ولاړې) ويو کوم چې د الله له حکمه سرغړاوی نه کوي او چې څه امر ورته کېږي هغه پر ځای کوي.»
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[1] . هود: 45.

[2] . هود: 46.

[3] . المجادله: 22.

[4] . الممتحنه: 1.

[5] . الممتحنه: 3.

[6] . التحریم: 6.

Leave A Reply

Exit mobile version