لیکوال: عبدالحی لیان
د اپسټین د دوسیې جنایتونه؛ د لوېدیځ د اخلاقي شعارونو او عملي واقعیتونو ترمنځ د واټن تحلیل (برخه: ۱)
لنډیز
د اپسټین د دوسیې په څېر په لوېدیځو ټولنو کې د اخلاقي بدنامیو پرله ‌پسې افشا کېدل د دې لامل کېږي چې د لوېدیځ پر ادعا شوو اخلاقي بنسټونو ژوره نیوکه وشي. په داسې حال کې چې د لوېدیځ رسمي دريځ پر انساني کرامت، فردي ازادۍ او د زیانمنو شوو ډلو د حقونو پر ملاتړ ټینګار کوي، خو عملي واقعیتونه بیا د دغو ادعاوو او واکمنو بنسټونو د کړنو تر منځ له ژور او معنا لرونکي واټن څخه پرده پورته کوي.
دا څېړنه د انتقادي لید لوري له مخې له اسلامي اخلاقو سره د لوېدیځ اخلاقي بنسټونه پرتله کوي او څرګندوي چې څنګه په لېبرال دیموکراتیکو نظامونو کې له اخلاقي اصولو سره چلند انتخابي بڼه لري. دا څېړنه جوتوي چې په ډېرو مواردو کې د سیاسي او اقتصادي واکمنو ګټې پر عدالت او حساب‌ ورکونې لومړیتوب مومي. په همدې اساس اخلاقي بدنامۍ یوازې فردي تېروتنې نه دي، بلکې د یوه جوړښتي (ساختاري) بحران نښې دي؛ داسې یو بحران چې اخلاق د عمل د بنسټ پر ځای، تر ډېره پکې یوه تبليغاتي بيان او رسنیزه وسیله ګرځي.
د څېړنې پایلې څرګندوي چې د دې وضعیت دوام په جدي توګه د بشري حقونو پلي کېدونکی دريځ او د لوېدیځ د اخلاقي ادعاوو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او ثابتوي چې د غرب د بشري حقونو رایج ګفتمان بې‌ګټې دی.
کليدي کلمې: د لوېدیځ اخلاق، اسلامي اخلاق، دوه‌ ګوني معیارونه، د اخلاقي مشروعیت بحران، لېبرال ديموکراسي.
سریزه
اخلاق د هرې ټولنې له بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږي، چې نه یوازې فردي چلند ته شکل ورکوي، بلکې د ټولنيز هویت، واکمنۍ د رامنځته کولو او سیاست‌ جوړونې لارښود هم ګڼل کېږي. بېلا بېلې ټولنې د خپلو کلتوري، دیني او فلسفي بنسټونو پر اساس د اخلاقو لپاره بېلا بېل چوکاټونه وړاندې کوي، خو په لوېدیځو ټولنو، په ځانګړې توګه په لېبرال دیموکراتیکو نظامونو کې رسمي بيانونه تل پر هغو اصولو ټینګار کوي چې انساني کرامت، فردي ازادي، بشري حقونو ته درناوی او له زیانمنو شوو ډلو ملاتړ پکې شامل دی. یاد ارزښتونه د اخلاقي ځانګړنو په توګه نه یوازې د کورنيو په قوانینو کې را څرګندېږي، بلکې د دې ټولنو په بهرني سیاست او دیپلوماتیکو اړیکو کې هم منعکس کېږي او د هغوی نړیوال هویت رامنځته کوي.
په همدې اساس د لوېدیځ اخلاق د عدالت، مشروعیت او د بنسټونو له لوري د ځواب ‌ورکولو د سنجش د معیار په توګه وړاندې کېږي او ادعا کېږي چې د سیاسي او اقتصادي نخبګانو په شمول د ټولنې ټول غړي باید د دې اصولو رعایت ته ژمن وي.
خو عملي واقعیتونو بیا په ځلونو ښودلې چې د لوېدیځو بنسټونو کړنې له یاد اعلان شوي اخلاقي دريځ څخه ډېرې لرې دي. د جنسي او مالي فساد، له واک څخه د ناوړه استفادې او د ماشومانو او زیانمنو ډلو د حقونو د نقض په شمول، د اخلاقي بدنامیو پرله‌ پسې افشا کېدل څرګندوي چې د دوی اخلاقي اصول او واقعي عمل تر ډېره سره سمون نه لري.
دا واټن د دوه‌ګونو اخلاقي معیارونو څرګندونه کوي؛ هغه معیارونه چې اعلان شوي اخلاقي اصول د عامو خلکو لپاره اړین بلل کېږي، خو د سیاسي او اقتصادي نخبګانو د ګټو په وړاندې په انتخابي ډول عملي کېږي. دا ډول واټن نه یوازې پر حقوقي او اجرايي بنسټونو د عامو خلکو باور را کموي، بلکې د لوېدیځو نظامونو د اخلاقي مشروعیت بحران لا پسې ژوروي.
اسلامي اخلاق د دې وضعیت پر وړاندې د ارزښتونو او عمل ترمنځ پر اړیکې، د وینا او چلند ترمنځ پر یووالي او په فردي او ټولنيزه کچه د عدالت پر بنسټ په اخلاقي الزاماتو ټینګار کوي. دا لید لوری د اعلان شوو اصولو او واقعي کړنو ترمنځ د توپیر پر نشتوالي ټینګار کوي او په لوېدیځو ټولنو کې د اخلاقي واټن انتقادي او جوړښتي تحلیل ته زمینه برابروي.
دا څېړنه د انتقادي لید لوري په رڼا کې هڅه کوي چې د لوېدیځو او اسلامي اخلاقو ترمنځ بنسټیز توپیرونه په ډاګه کړي او څرګنده کړي چې څنګه د لوېدیځ اخلاقي اصول، په ځانګړې توګه په لېبرال دیموکراتیکو نظامونو کې ډېری وخت د نخبګانو د ګټو د ساتنې او د نابرابریو د بیا تولید وسیله کېږي.
سربېره پر دې، د دې فاصلو څېړنه نه یوازې د دوی له داخلي اخلاقي بحران څخه پرده پورته کوي، بلکې د لوېدیځ د بشري حقونو د شعار او د اخلاقي ادعاوو د نړیوال اعتبار لپاره هم جدي پایلې لري.
ښکاره خبره ده چې د دا ډول توپیر دوام د لوېدیځ د اخلاقي ادعاوو مشروعیت کمزوری کوي او د دې اړتیا پېښوي چې د غربي ټولنو پر بنسټیزو حقوقي او اخلاقي مرکزونه باید له سره غور وشي او اصلاح شي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version